جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودولې اوبلن؟ | ډاکتر ماخان میږی شینواری

ولې اوبلن؟ | ډاکتر ماخان میږی شینواری

  د نه په پښتو بللشوو نومونو او ویونو د پښتو ناسم انډول:

غواړم د ګرانولوستونکوسره هغه څه ګډ کړم، چې ژبې ته مو ناسم راننباسل شوي، دا په دې مانا چې  ناسم مو ژبې ته نه دې راننوتي.

زموږ هیوادوال یا نوره هم ښه، لیکونکي په پښتو د مایع په انډول نه پوهیدل اودا چې مسلکي نه وو، نو پوهیدلی هم نه شو یا په دې هکله له ستونخوځانونه ژغورل، نو دې ته یې یعنې مایع ته یې په پښتو کې د انډول له پاره اوبلن نوم وټاکه. په وټاکه باندې ځکه زوراچوم یا لیکم، چې انډول یې ورته ونه شو کارولی له دې امله یې داسې ناسم اوبلن وباله.

اوبلن نوڅه شی دی؟

اوبلن په ژبه کې د شیانو  یا تنونود یوه ټولګي یو پیداېښتي خوي یا وی  دی او په نورو ژبوکې هم انډول باید ولري. دا چې اوبلن لا بهیدونکي نه دۍ،  زموږ ادیبان په دې نه پوهیدل او د نورومرستي ته یې هم غوږ نه نیوه، نو له دې امله د عربي مایع انډول هم نه شو کیدلی. دا نوم ورته ټاکل شوی یا غوره شوی دۍ اونه په پیداېښتي توکه دا انډول دۍ.

موږ د دباندني وی یا نوم له پاره پښتونوم نه ټاکو اوباید ویې نه ټاکو، موږ یې انډول پیدا کوو، چې دا کار کیدونکی دۍ.

پښتو یوه ډېره توانمنده ژبه ده او په هره ژبه کې چې په پیداېښتي توګه څه وي، هغه هرومروپه پښتو کې هم شته.

دې ته د ټولولوستونکوپام رااړوم، چې د داسې پیداېښتي ویونو له پاره لکه مایع هرو مرو پښتو انډول باید وي او موږ هغه باید په دا خپله لرلې ژبه کې ومیندلی شو، داسې نه لیکم، چې پیدا کړو، شته دۍ باید د پوهنې په بنسټ ولټول شي.

زموږ ژبپوهانو فکرکاوه، چې ګوندې موږ د مایع له پاره پښتو انډول نه لرو او باید یو ښه، لنډ او ښه غږیزنوم  یا انډول ورته وټاکو، نو له دې امله یې مایع ته اوبلن نوم وټاکه.، چې په همدې غږېږو.

زه د پوهنې وزارت په نصاب او دې خبروکې وم، خو زما توان نه رسیده، ځکه چې زه د پښتوڅانګه کې نه وم.

موږ ډېرتنونه لرو، چې مایع دي، دا په دې مانا، چې دا د تنونو ګډ خوي مایع د تنونویو ټولګی جوړوي، نو له دې امله داسې مخ ته ځو او فزیک څخه ګټه پورته کوو یا اخلو:

موږ تنونه یا اجسام د خویونو له مخې یاد زرو سره ټینګ نښتوالي له امله ( چې د جوړښت له امله یې غوره کوي)  یا د تودوخۍ په بنسټ په درې ټولګیو وېشو( فزیکي پیژند):

لومړی:

کلک بدنونه، د بدنونو هغه ټولګی، چې بې له باندنۍ اغیزي یې زرې سره کلکې نښتي وي او بې له باندني زوره ځاي په ځای وي.

لکه: تیږه، لرګی، یخ، واوره او اوبلنه واوره (دا هم لا اوبه نه دي) اونور

دویم:

تښتیونکي – یا غاز ډوله بدنونه: د بدنونو هغه ټولګی دۍ، چې زرې یې سره نه وي نښتې اوزرسره بیلیږي او یا  دا چې بې له باندنۍ اغیزې تښتي( هرې لور ته ځغلي). دا نو د ژبې د قانون اود دې خوي سره سم تښتیدونکي یا تښتیدوني  بلل کیږي ( نه ! ښه یې: تښتیدونکي دي) او سم اندیز هم ځکه دۍ، چې هرې لورې ته تښتي لکه غازونه. د اوبوبوخار اونور

دریم:

د بدنونو هغه ټولګی چې زرې یې داسې نښتې وي، چې کلکې نه وي اویوبل ټیلوهي یعنې مخ ته بیایي یا چې بې له دباندني زور یا اغیز بهیږي. دا بهیدنه یې خوي دۍ اوله دې امله بهیدونکي یا بهیدوني بلل کیږي یا د بدنونو بهیدونکی ټولګی بلل کیږي.

نورهمداسې مخ ته ځو:  اوبه، شدې، شرومبې، تیل او ورته شیان یعنې تراوسه مایعات  څه خوي لري،

دا هر څه د همغه  خوي له مخه ټولګیز کیږي. اوبلن غازنه شته، خو بهیدونکی غاز شته.

لنډ: که تاسو یو په عربي پوه اوداسې لږد فزیک سره بلد کس څخه وپوښتۍ، چې مایع ته په پښتو څه وایي، هرومروبه درته ووايي، چې بهیدونکی.

دا داسې د بلې ژبې نوم یا وی ته د انډول میندلو  پاره باید په هغه بلې ژبې اومسلک پوه افغان وي، نه توکلي کسان.

جبه اوبلنه ده، هغه څه چې اوبه یې زغملې وي، اوبلن دی، مګر یوڅه مایع اوبلن نه دی، پخپله اوبلن لا نه بهیږي، یعنې دا اوبلن لا اوبه نه دي.

دا ګاز یا غاز، چې تاسو ورته ګوته نیولې ده او ناسم یې،، اوبلن غاز،، بولۍ، د اوبو سره ګډ خوي یې یواځې دا بهیدل دي، نور بل کوم خوي ورسره ګډ نه لري او نه یې اوبه زغملي، چې اوبلن شي، دا بهیږي، چې له دې امله بهیدونکی غاز دی او نه اوبلنیږي.

بیا : اوبلن لا تراوسه کلک یعنې نرمه واوره ده، چې پسې ويلې کیږي اوله دې امله چې ټوټې  یا زرې یې سره نښتې دي بیا اوبه کیږي، چې بهیږي، دا په دې مانا، چې اوبلن اوبه نه وي، نو بهیدونکي یعنې مایع نه دي. اوبلن لا واوره ده  خونرمه.

څوک چې د تلنې توان لري، تلونکي دي. څوک چې د خوړنې خوی یا توان لري خوړونکي دي، څه چې د الوتنو خوي لري الوتوني یا التونکي دي او داسې نور لکه اوسیدونکی، لوستونکی او او… یعنې د بهیدلو توانوالو ته بهیدوني یا بهیدونکي باید وویل شي او دي،   او نه دا ناسم اوبلن.

اورغورځونه او اوربهیدنه:

ما یوه لیکنه ولوستله، چې لاوا یې ،،اوروبی،، بللی وو، چې زما اند یې زما د مخه لیکنې په بنسټ په دې هکله څه لیکلو ته راوهڅاوه، چې له تاسوسره یې شریکوم.

موږ اورغورځوني لرو، چې هغه اور راغورځونه یا غورځوي او دا اورغورځونه یې بیا داسې حالت ته ورسیږي، چې بهیږي.  د پورته روښانونې سره سم، دا هم دا د اورغورځونې لاوا، چې بهیږي، نودا اوربهیدنه ده یا ،، بهیدونکی اور،، دۍ.  

دلته ګورو، چې دا لاوا یا  اور نه اوبلن کیږي، دا اور بهیږي، نو له دې امله بیا هم په دې ټینګار کوم، چې د عربي مایع له پاره اوبلن کارول پوره ناسم دۍ او دا د پښتوسره تیری دۍ.

یادونه: دا د دې لیکونکي ته دومره درناوی لرم، چې داسې لږڅه یې د پوښتنې لاندې نه شم راوستلی. زه ترې بخښنه غواړم.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب