جمعه, اپریل 19, 2024
Home+یو عطر (لنډه کیسه) هیله پسرلی

یو عطر (لنډه کیسه) هیله پسرلی

سبا د قرطاسیو دکان ته دننه شوه. بیروبار دی. دکاندار له یو ښځې او درې لوڼو سره یې په سودا بوخت دی. د کتابچو په قیمت نه سره جوړېږي.

د ښځې پزه سورۍ ده خو مېخکی یې نه دی ایښی. پوست یې داسې وچ دی لکه کلونه چې یې کریم نه وي‌ لیدلي. زړه نه ده، که ډېره وي د څو څلویښتو کلونو به وي خو د دې وطن ښځې تر وخت مخکې ځوانې بلل کېږي او تر وخت مخکې ځان په زړو کې حسابوي.

لوڼې یې پېغلې دي. غلې ولاړې دي. د ښیښو له شا د څولو سیل کوي. مور یې له دکاندار سره په بیه نه جوړېږي…ته خو یې لږ ارزانې کړه ډېرې اخلم… په قران چې عینې شی په منډوي کې د دې په نیمه بیه پیدا کېږي…خو دکاندار نه راټیټیږي.

سبا په  ګوښه کې ودریده چې د ښځې سودا خلاصه شي او دا خپل فلش دکاندار ته ورکړي او خپله سي وي  پرنټ کړي. نجلۍ نیت کړی چې سږ کال کار ومومي.

۲۴ کلنه سبا چې وړه وه، په دې پلورنځي یې د پېریانو دکان نوم ایښی و. اوس یې د دوی په کور کې ټول په همدې نوم یادوي.

د پېریانو دکان چې د دوی له کوره ۱۰ – ۱۲ دقیقې د پښو لاره ده، د  سبا د مور خبره « شیر مرغ جان ادم»  پکې پیدا کېږي: قلم، کتابچې، د فیشن سامان، مصنوعي زیورات، د کور د دیکور شیان، د ماشومانو د لوبو سامان، د پرنټ ماشین، ځینې بازاري کتابونه او داسې نورې بلاوې.

دکان تنګ دی خو له وړو شیانو ډک او همېشه په رنګه چینايي ګروپونو څراغان. تل پکې بیروبار وي، البته پنځه کسه مشتریان پکې په اسانه نه ځایېږي.

 دکاندار به یې  ښايي څو پینځوس کلن وي. خریداران یې معمولا ښځې او نجونې دي. د منطقې د خلکو ځکه دا دکان خوښ دی چې دکاندار یې ګواکې سنګین سړی دی او بې ادبه هلکان دکان ته نږدې لا نه پریږدي.

سبا اته کلنه وه چې پلار یې د کابل په کارته پروان کې کور واخیست. د پیریانو دکان لومړی پلورنځی و چې پلار یې سبا او د دې  وروڼه وروستل او د نوي  کور په شیریني کې یې دوی ته د لوبو شیان واخیستل.

له هغې ورځې تر ننه د پېریانو د دکان نه سایز بدل شو او نه یې د دکاندار په نریو لاسونو او غټه خیټه کې تناسب پیدا شو، البته  د کلونو په اوښتو د پېریانو په دکان کې د مالونو رنګارنګي زیاته شوې ده. سبا چې کوچینۍ وه دلته څو محدود رقم کتابچې وې مګر اوس چې یو شی نن مشهوره شي په سبا د هماغه شي له عکس سره قلم و کتابچې راوځي. دا نور شیان هم دغسې درواخله.

د سبا د اته کلنۍ له هغه ماښامه چې پلار دې قرطاسیه فروشۍ ته راوسته، تر ننه پورې د پېریانو په دکان کې د احمد ظاهر سندرې په ټیټ غږ اورېدل کېږي.

سبا احمد ظاهر د کابل په کوڅو کې دومره ډېر اوریدلی چې اوس اصلا غوږ ورته نه نیسي. د کابل په یوه دکان کې د احمد ظاهر اوریدل داسې دي لکه د کابل غرونه چې له ښاره یې غیږ را تاو کړې ده یا لکه د شاه دوشمشیره د زیارت کوترې چې شتون یې نوې خبره نه ده، بلکې باید وي.

– – – –

سبا په ښیښه یې المارۍ کې ایښي پایزیبونو ته ګوري.

ښځې دکاندار ته وویل: کتابچې خو دې قیمته راباندې خرڅې کړې، یو ښه مردانه عطر خو را وښيه، زوی مې یې غواړي.

دکاندار: په کوم رېت چې ته روانه یې ښه عطر نه پیدا کېږي.

– وۍ توبه، ته خو یې راوښیه، که ښه وي په قیمت به یې جوړ شو.

دکاندار یو عطر راواخیست، د  بوتل په سر پوښ یې لږ وواهه، بیا یې سرپوښ ښځې ته ورکړ. نجلۍ خپلې مور ته نږدې شوه: نه مور هر ځلې دغه یو ډول ورته اخلې، نوي ورته واخله.

دکاندار بل عطر ورکړ.

ښځې وخندل:  دا خو سم هغه زموږ د کلي د ملک ماما عطر دي. لوڼو به یې ورپسې وخندل.  ‌

دکاندار: د ښه شي خو بیا دغسې قیمت وي.

 یو عطر یې له سور قوتي راویست. لږ یې وشینده.

سبا ژوره ساه واخیسته، په زړه کې یې وویل:  اه، دا عطر..

ښځې وویل:‌ نه همهغه اول عطر اخلم. ښه دا ټول څو شول؟

یوې لور یې ورغږ کړ: مور دا دی شنه ګلدانونه یې هم راوړي دي‌.

 ښځې خپله سودا د میز یوې خوا ته کړه. پلاستکي ګلدانونو ته یې وکتل.

سبا په همدې وخت کې خپل فلش دکاندار ته ورکړ:  (فایل سي وي نومېږي، درې کاپیانې مې پکار دي.) او

د میز په سر ایښي عطر ته یې لاس ونیو چې اخلم یې.

دکاندار ورقې پرنټ کړې: دوسیه هم ورته اخلې؟

–  نه،  نه مې ده پکار.

سبا عطر واخیستل. دکاندار ورته ورقې په یو اخبار کې کېښودې چې قات نه شي.

– مننه

– حاجیاڼۍ ته مې سلام رسوه.

سبا له دکانه راووته. دستکول یې پرانیست عطر یې لږ په خپل لاس وواهه. خپل لاس یې بوی کړ او ویې ویل: اه همدا عطر دي. له ځان سره مسکه شوه.

پینځه کاله مخکې سبا د کابل په یوه شخصي پوهنتون کې د انګریزي د زده کړې یوه کلن کورس شروع کړ. د صنف په اوله ورځ چې د شاګردانو اراده ډېره قوی ښکاریده،  معلم هم غټې غټې خبرې وکړې. مثلا: زه به بیا په ایمیل کې تاسو ته درسي مواد لېږم.

 د عادت له مخې د ټولګي په سر کې اول نجونې ناستې وې بیا ښاته د هلکانو ځای و. معلم سپینه ورقه نجونو ته ورکړه چې خپل ایمیل ادرس یا هغه ایمیل ادرس چې کتلی یې شي، که د هر چا وي‌، ویې لیکلي. نجونو خپل برېښنالیکونه ولیکل، بیا یې ورقه شاته هلکانو ته تیره کړه.

سبا د کال تر پایه له معلم نه درسي مواد په برېښنا لیک کې تر لاسه نه کړل.شاګردان او معلم دواړه تر دې ډېر هوښیار ول چې د انګریزي د ویډیوګانو په ډونلود خپل انترنټ مصرف کړي. شاګردانو به د صنف په پای کې درسي مواد له معلمه په فلش کې اخیستل.

د کورس له پیله څو وخته وروسته به د اونۍ څو ځلې سبا ته  په ان باکس کې اوږده پړپړه پرته وه. دا ایمیلونه به سبا ته د هغې ټولګيوال استول. ظاهرا عاشقانه ایمیلونه ول. سبا ټول لیکونه لوستل خو هیڅ وخت یې نه ځوابول.

له لومړیو ایمیلونو نه وروسته لیکونه چندانې هم عاشقانه نه ول: هلک به کله د کابل  پوهنتون د فضا تعریف لیکلی و‍‍‍،  ته وا سبا د کابل پوهنتون نه و لیدلی بیخي له غره ښکته وه؛ او کله به یې بیا د اقتصاد پوهنځي د استادانو غیبت لیکلی و. هلک د سرطان په ۱۶ مه  له خپل تر ټولو ښه ملګري سره جنګ کړی او د جنګ تفصیل یې سبا ته ایمیل کړی و… او داسې نور عجیب غریب لیکونه خو تقریبا ټول د سبا په لنډ تعریف شروع کیدل او پای ته رسېدل.‌

سبا د ایمیلونو لوست نه قضا کاوه خو ځان یې نه پوهاوه لکه بیخي چې ترې خبره نه وي.

 هلک په صنف کې مودب و. د کورس تر پایه یې سبا داسې حرکت حس نه کړ چې په بې ادبي کې دې حساب شي.

هلک به د سبا شاته څوکۍ کې کښېناسته. هره ورځ به یې دغه یو ډول عطر وهل. عطر ښه وو خو ده به تر اندازې لږ ډېر استعمالول.

د انګریزي د کورس له ختمېدو وروسته هم هلک کابو څو میاشتې ایمیل لیکلو ته دوام ورکړ. بیا یې پرته له دې چې ووايي ولې، ایمیلونه بس کړل. په وروستي ایمیل کې یې له خپل تره شکایت کړی و چې ګواکې د دوی په ژوند کې مداخله کوي.

سبا یو څو وخته یو رقمک احساس کاوه. تقریبا یو نیم کال یې ایمیلونه لوستې ول نو اوس چې دفعتا نه ول، یو عجیب حس یې درلود، ښايي د کنجکاوي حس و. ولې یې لیکل؟  ولې یې بس کړل؟.. خو‌ په هر حال دا له هغو کسانو نه ده چې په یو شي تر ضرورت ډېر فکر وکړي. د سبا د پلار خبره لور یې د سلو وزیرانو عقل لري.

– – – – –

سبا له خپله کوره د پېریانو تر دکان پورې دومره ډېره تللې راغلې چې اوس په دې لاره روانه وي اصلا په لوري فکر نه کوي. قدمونه یې پخپله په سمې خوا روان وي.

د کابل د کارتې پروان په دې کوڅه کې د پسرلی وږم پوره خپور دی. پسرلی میین موسم دی یا دې مینوي یا مینه دریادوي او که د مینې لپاره زړه او د یاد لپاره مینه نه وي بیا دې نو خلق در تنګوي. سبا ته ځینې ایمیلونه ور یادېږي‌ او په زړه کې خاندي. دې بیا خپل لاس بوی کړ. عطرو خوند ورکړی و‍.

– – – – –

سبا کور ته ورسېده. عطر یې  خپل ۱۷ کلن ورور ته ورکړ:

–  واخله عطر مې درته واخیست. خدای دې زما خیرات قبول کړي.

– هسې دې پیسې ضایعه کړې، دا نو عطر شو؟

– که یې نه غواړې بېرته یې راکړه!

– ځه اوس خو دې راوړي دي. مننه.

– – – – ‌

د حمل له هغه مازدیګره وروسته به چې هر ځلې د کابل په یوه دوه منزله کور کې د سبا ورور عطر وواهه سبا ته به یوه نه پیل شوی پای ته رسیدلې کیسه وریاد شوه او په زړه کې به یې خندل.

پای، پراګ

د ۲۰۲۰ کال د  دسمبر دومه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب