چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبلنډه کیسهشړېدلې خبرونه| ایمل پسرلی

شړېدلې خبرونه| ایمل پسرلی

غرمه مهال وْ، خو په خونه كې رڼا د غرمو قدري نه وه. په كړكيو ميخ شويو كارتنونو لـه يوې نيمې چولې رڼا پرېښوده. دهليز ته خلاص ورهْ هم د غرمني لمر رڼا نشواى راننيستلى. دوى غلي ناست وو. پلار يې تسبيح ښورولې. پلتۍ يې وهلې وه. لاندې يې كتل كله كله به يې را رسيدلې ږيره ګروله. مور يې د وړې لور شاته ناسته وه. په زنګانه يې سر ايښى وْ. لور يې په يوه شكيدلې اخبار كښينولې وه. هغې ته يې اوږد كميس وراغوستى وْ خو نوره لوڅه وه. هغې اخبار په خپلو وړو لاسونو كلك كلك واههْ، ته وا لـه توريو سره يې جنګ وي.

دوى د خونې په يوهْ سر او بل سر كې غلي ناست ول. خو يو بل ته به يې كتل. په سترګو سترګو او وړوړ اشارو يې سره خبرې كولې. البته پلار ته به يې هم ژر ژر كتل، چې ور پام يې نه شي. په دې وروسيو كې يې پلار بې حوصلې و ژر ژر به قهرېدهْ. په خپله خبره كې يې خبره نه منله. اوس يې دوى ته ويلي وْ چې د باندې به نه وځي. دلته به غلي ناست وي. دوى ځكه په اشاره خبرې كولې. كله كله به يې مور ته په سترګو سترګو كې زارۍ وكړې چې د دباندې تلو اجازه ورته واخلي خو هغې به په زنګانه ايښى سر پورته نه كړ منفي ځواب به يې وركړ. حتى دا ځواب به هم په خولـه نه وْ. لكه چې خبرو ته يې لـه وسه نه كېدل، يا يې زړهْ نه غوښتل چې څه ووايي، او دا سكوت مات كړي.

–        الله خير.

–        غټ درز وْ.

–        اغا د ټانك غږ وْ.

–        نه نه اغا دى په څه پوهېږي، راكټ وْ.

–        خاورې راكټ وْ ته څه پوهېږې، ټانك وْ ټانك.

–        ټانك داسې كوچينى غږ نه لري.

–        دا خو يې يو كوچينى او اول ډز وْ.

–        ځه وبه يې ګورو، ته ودرېږه دې دوهم ډز ته.

– چوپ شئ، څه شي دي، شور مو جوړ كړى، لعنت شه درباندې.

بيا ټول غلي شول. دوى لا په اشارو سره شاربل. وړې خور يې دوى ته كتل. ته وا د دوى د شوي بحث په هكله چورت وهي. خو چې دوى غلي شول دا هم بيرته لـه اخبار سره په جنګ شوه البته اخبار اوس لوند وْ.

او خبرونه يې شړيدلي و.

94 د اكتوبر 29 مه

لندن

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب