چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeټولنیزتاریخپه دې ورځ د فرانسې شپاړسم لويي اعدام شو

په دې ورځ د فرانسې شپاړسم لويي اعدام شو

تاند(شنبه/دسمبر۱۱) دوه سوه اتلس کاله پخوا د ۱۷۹۲ کال د دسمبر په یوولسمه، یعني په همدې ورځ د فرانسې د پرزول شوي پاچا شپاړسم لويي محاکمه د فرانسوي انقلابیانو له لوري پیل شوه.

د هغه محاکمه د کونشن (کنوانسیون) د جرګې په نوم له لوري ترسره کېده.په دې وخت کې، چې د شپاړسم لویي پاچهي برزول شوې وه، ماکزیمیلیان دو ربسپير واک ته رسېدلی وو. روبسپیر د ۱۷۹۲ ع کال د دسمبر په درېمه په یوه وینا کې د شپاړسم لويي د محاکمې وړاندیز وکړ.

کله چې محاکمه پیل شوه او شپاړسم لويي پر محاکمې واکمن وضعیت ولید، د خپلو مدافع وکیلانو له ډاډ سره سره پوی شو چې ژوندی نه شي پاته کېدای.

شپاړسم لويي په دې محاکمه کې ،چې د ۱۷۹۳ د جنورۍ تر ۱۵ پوري یې دوام وکړ، په راز راز خیانتونو لکه له هیواد  او بشریت سره په غدارۍ تورن شو.

د همدې کال د جنورۍ له ۱۵ تر ۱۹ پوري د کنوانسیون غړیو له یوه بل سره سلامشوره وکړه، بالاخره یوازې د یوې زیاتې رایې له امله فیصله وشوه چې شپاړسم لويي باید په ګیوتین اعدام شي.

د لوېدیځ پرمختللو هیوادونو په دې ډول د پرمختګ پړاونه کچ کړي او حتي له نن څخه څو پېړۍ پخوا یې هم د یو چا د اعدام لپاره محاکمې په کلونو بحثونو ته دوام ورکاوه. دا هغه څه دي چې باید ترې زده کړه وشي. البته دې ته په پام سره چې په اسلامي قوانینو کې د محاکمې لپاره تر دې سخت شرایط په پام کې نیول شوي دي خو عملاً یې هغه کسان نه عملي کوي چې تر نورو د اسلام زیاته دعوه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب