یکشنبه, جولای 7, 2024
Home+غاړه| دوکتور لعل پاچا ازمون

غاړه| دوکتور لعل پاچا ازمون

غاړې د عامو سندرو په ډله کې هغه سندرې دي چې مشخص ویونکی یې څرګند نه دی. د سهیلي پښتونخوا له غرونو رغونو او سردرو اوبه څښي. د غاړو ویناواله د نورو عامو ولسي نظمونو په څېر زیاتره مهال ښځه وي، خو نارینه هم پکې برخه اخلي. پښتنې ښځې د پښتني چاپیریال په محدودیتونو کې د خپل محرومیت، مینې او ژوند  بېلابېل مخونه په منظومه، موزونه او آهنګینه انځوریزه شاعرانه ژبه بیانوي.
ټپه او غاړه زموږ د تاریخي پېښو، جغرافیوي بریدونو، ذوق، د پښتانه د ژوند لوړو ژورو هنري انځوریز بیان دی چې له مخې یې دغه قوم په هنري ژبه پېژندل کېږي.
په لنډه توګه داسې ویلای شو چې: غاړه د پښتو هغه لوړ انځوریز شعر دی چې په کېښکلې او آهنګینه تشبیهي، استعاري، سمبولي ، هنري او شاعرانه انځوریزه ژبه پښتون قام او پښتون چاپیریال را پېژني.
غاړه د پښتانه پېژندنه او د ژوند بیان دی.
د غاړې لوړ ارزښت هم په دې کې دی چې په غاړه کې د یوې پښتنې او پښتون ژوند، درد ، وفاداري، مینه او قرباني نغښتې. په ښکلې، کېښکلې او پارونکې ژبه د پښتانه د ژوند بیان کوي چې هم ذوق خړوبوي او هم د پند خبرې کوي. پند د خوند په تخییلي او تصویري ژبه بیانوي. لوی ارزښت یې په دې کې هم دی چې د شاعرانه کیفیت په جام کې د ژوند او فکر خواږه وېشي.
په غاړه کې د مینې دنیا آباده ده، محبوبه پخپل محبوب د مینې غږ کوي او په بېلابېلو نومونو یې نوموي: (( … د خپلې پښتنې مینې په اساس د خپل محبوب او محبوبې د پاره ډول ډول د مینې او نازنامې غوره کړی دی، د مثال په توګه و خپل محبوب ته، د ګران سپين، لویان ګلان، لویی جن، سړوبن، نازک، ځوان، صرتمن، مسافر هوډی، طوطی، نامې ورکړل شوی دی.
هم دغه رنګه د پښتنې مینې او عشق په لیار کې یو سپېځلی پښتون خپله قدرمنه محبوبا، د غاړو په اساس په بېخي ښایسته نومونو سره ستايي لکه تورپېکۍ، سور ټکرۍ، ژړو، نازکه، نرۍ، سرې! شین خالۍ، غرقه، بوره، وړکۍ، نجلۍ، چورۍ، لوی جنه، لیونو، ګړدۍ، ګرانو، بنګړی واله، لړاکه، وړه، لړزانکه…)) ( عارف، سیدمحمد، د غاړو ادبي څېړنه، ۱۹۹۵ع، ۱۵م)
د غاړې لغوي او اصطلاحي شننه
د غاړې لغوي شننه به بیا عبدالصمد دراني داسې کړې ده : (( د غاړې لغوي معنی غاړه ده او دې صنف ته د غاړې د آواز نامه ورکړل شوې ده )) ( عارف، سید خیرمحمد. د غاړو ادبي څېړنه، ۱۹۹۵ع، ۲م)
سلطان محمد صابر بیا لیکي چې : (( د لنډو لنډو مصرعو او مختلفو قافیو شعرونو چې کاکړۍ غاړو په نامه مسمی دی او اثار یې د بېستون په غره او د ویدونو په سرودونو کې موجود دی او د خپل وطن غرونو او ښکلو مېړنو انسانانو د ستاینې هغه زوړ تصور یې لا نه دی بدل سوی او د رښتینې مینې له جذباتو ډکې سندرې لا هم هغسې د کسې په لمن کې ویل کېږي…)) ( عارف، سید خیرمحمد. د غاړو ادبي څېړنه، ۱۹۹۵ع، ۴م)
د غاړې عروضي یا څپیز خجیز( سېلابوتونیک) جوړښت
غاړې زیاتره دوه مسرییز یا یو بیت وي. د دویزې یا مثنوي بڼه لري، هره غاړه ځانته یو ځانګړی انځور او موسیقیت لري. غاړې په ترنم او موسیقۍ کې رامنځته شوې دي. غاړې د مسرییز جوړښت له مخې زیاتره دوه مسرییز دي، د څپیز جوړښت یا انډول له مخې غاړې په عام ډول دوه ډوله دي:
۱ـ  انډولیزې
هغه غاړې چې دواړه مسرې یې د څپو د شمېر له مخې برابرې وي.
لومړۍ مسره ۸ څپې = دویمه هم ۸ څپې
۲ ـ ناانډولیزې
هغه غاړې چې مسرې یې د څپو د شمېر له مخې سره برابرې نه وي.
یا لومړۍ مسره لنډه دویمه اوږده وي او یا لومړۍ اوږده دویمه لنډه وي.
د کټا پر وینو مه اوره (۹ څپې)  تک سری سې بارانه (۷څپې)
زه نرۍ لیلی له ځم ( ۷څپې)   د ږوب لوړې که د لیار راکه ( ۹څپې)
د خجیز جوړښت له مخې: په خجیز جوړښت کې بیا ټولې په یوه بحر برابرې دي، د هرې مسرې درېمه او اومه څپه خجنه ده.
مقیدې او ازادې غاړې
غاړې قافیه وال او ناقافیه وال  جوړښت له مخې په لاندې څلورو ډولو ویشلای شو:
1- ازادې یا ماتې غاړې
هغه موزون نیمه منظوم یا معری شعر  ته ویل کېږي چې د قافیې له قیده خلاصې وي، مسرې یې په څپیز خجیر وزن برابرې وي. دغه غاړې د معری یا سپین نظم په بېلګو کې هم راوستی شو. ارزښت یې په دې کې دی چې په پښتو کې د نیمه ازاد او یا معری نظم او شعر مخینه څرګندوي، دا په ډاګه کوي چې پښتو کې د نورو ژبو تر نیمه ازاد نظم او شعره وړاندې نیمه ازاد او معری منظوم شعر و. په دغه نیمه آزاد منظوم موزون شعر کې د پښتانه د ژوند بېلابېل اړخونه، د پښتني ژوند محرومیتونه او په ټوله کې د پښتني کولتورانځورونه بیانېږي.
لکه :
لو کوې و ماته ګورې
کودې به دې باد یوسي

لو کوم و تاته ګورم
خدای دې ګردې په باد یوسي
«««
(( تر مړو لویدلی لمر دی
بخت نامه له قامه باسي
سپین پټکیان دلې ښورږي ( ښورېږي)
بخت نامه د مچ بندي ده  ( عارف، سید خیرمحمد، د ماتو غاړو فولکلوري او تاریخي پس نظر، ۲۰۱۲ع، ۱۱۵م)
د کټا پر وینو مه اوره
تک سری سې بارانه
کټا به یو ځای ناست وي
ګرده ږوبه و تا جارسم
د کټا ګای (ځای) درکې نسته

سر تر پایه ګونګ سې ږوبه (ژوبه) ( عارف، سید خیرمحمد، د ماتو غاړو فولکلوري او تاریخي پس نظر، ۲۰۱۲ع، ۱۱۸م)
2- قافیه والې غاړې یا بندې (مقیدې) غاړې
بندې یا مقیدې غاړې هغه غاړې دي چې د قافیې په لومو کې بندې دي.
دغه غاړې چې قافیه پکې شرط ده، د څپیز جوړښت له مخې په دوو برخو وېشلې کېږي، یوه یې ناانډولیزه او بله یې انډولیزه.
الف- ناانډولیزه قافیه واله هغه غاړه ده چې مسرې یې د څپو د شمېر له مخې برابرې نه وي، خو قافیه لري.
لکه:
خوب ظالم دی تر مرګي
بې ګرانه کم دی ځي راځي
لومړۍ مسره اوه څپیزه او دویمه اته څپيزه ده.
ب- انډولیزه قافیه واله غاړه: هغه غاړه ده چې مسرې یې په څپیز جوړښت  برابرې وي یا
هغه قافیه والې غاړې چې مسرې یې په څپیز او خجیز جوړښت برابرې وي.
لکه:
((په ګنډم دزړه زخمونه
ستا دسر راکه تارونه
په وډر دي ستۍ کورونه
رب د ږلګي کي لوی غرونه
وس مه نسته دپیسو
پر سپین کنکڼ ږدم دلاسو
له کښې رالې پرته تلې
په دید د ډېرې مړېدې
خپل به کم په تا پردي
که دباور وي په یاري…))
(۱۵: ۲۶).
زه له شپې وینم خوبونه
پر ګران اچوم لاسونه

خیر به غواړمه د ژوند
لګوم ستا پر مړوند

پردیسي د اور له ذاته
اور لړم لمبه یې زیاته

3- قافیه والې – ردیف والې غاړې:
هغو غاړو ته ویل کیږي چې  قافیه او ردیف دواړه په کې مراعت شوي وي.
لکه:
ستا پر غونډه زنه خال دی
ما دې سم نیولی حال دی
کډې ځي نری باران دی
په هلمند کې مې جانان دی
4- ردیفوالې غاړې:
هغو غاړو ته ویل کیږي چې یوازې ردیف پکې پالل شوی وي.
لکه:
(( سر مه یښی ستا په غېږ کي
خدای د لوی خیر را پېښ کي
ازلي قلم  مه خوار دی
سپینه زوند مه په زاوال دی
یوار یې خور کم بیا یې ټول کم
ستا دسمال به دلې زوړ کم
…))
(۱۴: ۲۷)
د غاړو ځمکې
غاړې د کاکړیو غاړو په نوم هم ثبت شوي دي، لامل یې دا ښودل کېږي چې لومړی پل یې په کاکړو کې واخست. ورو ورو نورو سیمو ته وغځېدې.

دغه سندرې یا نظمونه په لویه کې د سهیلي پښتونخوا په بېلابېلو سیمو( لورلایي، زیارت، پشین، سنځاوۍ، قلعه سیف الله، مسلم باغ، ارنايي او…) کې ویل شوې دي، خو ځینې یې لویې پښتني قبیلې (کاکړو) ته هم منسوب دي.
د غاړې د رامنځته کېدو او ویلو  په باب یو ولسي روایت دا دی چې : (( … په ابتدا غاړې له نړه یعنې (نی) سره په ستوني کې ویل کېدې چې ور ته د ( ستوني اچول) نامه ورکړل شوې ده، په هم دغه مناسبت ور ته د غاړو نامه ورکړل شوې ده ـ یعنې په غاړو کې د ویلو په مناسبت ور ته غاړې ویل شوي دي. )) ( عارف، سید خیرمحمد. د غاړو ادبي څېړنه، ۱۹۹۵ع، ۲م)
له کاکړو چې غاړه نورو سیمو ته ووته نو په یو شمېر سیمو کې د غاړو په آهنګ داسې غاړې پیدا شوې چې د څپو شمېر یې د ټپې په څېر و: یعنې لومړۍ مسره یې نهه او دویمه یې دیارلس څپې وه، خو خجیز یې جوړښت یې بیا د غاړې په څېر و، د سیمې خلکو د لنډۍ نوم هم ور کړی دی: (( … په ابتدا کې د فولکلوري شاعرۍ دې صنف یوازې په کاکړو پورې اړه لرله ـ خو وروسته چې دا صنف و نورو پښتني سیمو ته ورسېد، نو هغوی د ټپې په څېر غاړو ته هم د لنډۍ نوم ورکړو، ځکه چې موږ د غاړو اولنی شکل د ټپو سره په مقایسه کې ايښوولای شو، مثلا دا ازاده غاړه د لـی او وزم په پرتله د سېلابونو په اړه له ټپې سره بېخي یووالی او مماثلت لري ـ
تر مست ګیلان لیونۍ نسته
د ښوراوک پر تپو ځي سملی غواړي.)) ( عارف، سید خیرمحمد. د غاړو ادبي څېړنه، ۱۹۹۵ع، ۲م)
د غاړو مضمون
زیاتره غاړې د مضمون له مخې عشقي، تاریخي، مذهبي، ټولنیزې، حماسي او … خواوې لري، یوه ځانګړنه یې دا ده چې دغه منظوم فورم زیاتره مهال فې البدیهه رامنځته کیږي او د سوال و ځواب بڼه هم لري.
غاړې دشین خالو نارې او کاکړيو په نومونو هم ثبتې شوې دي. دشین خالۍ نارې په نوم خو لا یو روایت دی چې ((… شین خالۍ دارغستان اوسېدونکې وه او لویه غله وه چې خپله ډله یې درلوده دارغستان، کدني او دکندهار دښار لویې لارې به یې نیولې او کاروانونه به یې لوټل نو به دې اړه ځینې غاړې دغې شین خالۍ ته منسوبې دي او دکندهار خلکو به له همدغه  دشین خالو یا شین خالۍ نارې ورته ویلې…
شین خالۍ په قد ګړدۍ
په پښو به څنګه وړې بېړۍ
نو دا دشین خالۍ نارې نه بلکې کاکړۍ غاړې دي.))
( ۱۵: ۱۴).
یوه مسلسله شین خالۍ غاړه ده چې ځانګړی سندریز شور او شرنګ لري، کله قافیه واله شي او کله هم قافیې قیودات مات کړي، خو یو وزن او اهنګ پالي:
توره شپه ده توره خونه
شین خالۍ نه ده معلومه
+++
توره شپه په خدای سبا کړي
شین خالۍ به خدای پیدا کړي
+++
شین خالۍ په کنډو لاړه
یا به لېڅ راوړي یا غاړه
+++
نه به لېڅ راوړي نه غاړه
د خپل یار کلي ته لاړه
+++
شین خالۍ دې ماته راکړي
قوم دې ټول وسلې راواخلي
+++
شین خالۍ تر ګل نازکه
دبل چا نه ده لایکه
+++
دغه پورې کېږدۍ ښې دي
شین خالۍ نجونې پکښې دي
+++
سپینه خوله لرم ملاله
خرڅوم یې دکانداره
+++
ما وتا دې خدای لري
سرک به جوړ شي سرکاري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب