دوشنبه, جولای 8, 2024
Home+استاد پژواک، د خپل پنځ په پرتم کې| همت عمرزی

استاد پژواک، د خپل پنځ په پرتم کې| همت عمرزی

ادب د تخلیق د پنځېدو او غوړېدو ډېر کره او مناسب بستر دی، چې د خوځنده او ویښ ادیب لپاره د خپلو فکري_ تخیلي تراوشونو د لا بهېدو او زیاتېدو چانسونه او فرصتونه برابروي، ادیب د ادبي ظروفو په ورېښمين او پرتمین لباس کې د خپل ناقراره او عاطفي زړه درد اوتاثر په خورا لوړ هنر او ادبي لطافت خپلي ټولني او آن انساني کهول ته په ښه شان وړاندي کوي، خپله ټولنه او غونډ انسانیت مخاطبوي، لوی ادیبان او متفکر ليکوالان د ټولني څخه درد اخلي او بېرته يې له یوڅه تخیلي_ فکري_هنري سکڼولو وروسته په اغېزمنه او دردمنه توګه همدې ټولني ته آن د اوږدو زمانو لپاره ور غبرګوي.
مهم ټکی دا دی چې د لوی زړه او لوی فکر خلک خپل فکري_ هنري تخلیق د انسان له لاسه، د انسان له غمه او د انسان لپاره ځانګړی کوي، د درد منبع یې د انسان ناکردې وي او همدارنګه د درد چغه يې هم د انسان پر مظلومیت، بې غوری او نابودی ورڅرخي، دی د یو متفاوت او حساس انسان په توګه  له انسانه پر انسان ژاړي، (په دې سودا کې سوداګر ښه یمه = د تاواني قمار جوارګر ښه یمه).
(چا له دې بازاره سود موندلی نه دی)، هو د خپل قام، ټولني او آن انسانیت په غم غمجن انسان له سود سره تربګني اوحساسیت لري، نه يې پرګټي حساب کړی او نه يې پرتاوان باک، نه د مادې په تلوسه دی اونه د فایدې، نه په شهرت پسې روان دی او نه په ثروت… ګروهه او عقیده يې د انسانیت نېکمرغي او سوکالي ده، هره ادبي_ هنري چغه يې د انسان پر غاړه ورچورلي اوهر درد يې له دې زخمه منشا اخلي.
من آن شمع حقیقت که نمیرد پژواک
زنده ام تا ازمن یک دوسخن می ماند.
هو؛ د ګران او ویاړلي وطن له سپېرو دښتو، لوړو غرو، حماسي سردرو او تاریخي پرګنو څخه کله کله زمانه لویه لورینه او تلپاته پېرزوینه وکړي او ددې ګیله مني مقولې په خلاف چې وايې: (زمانه د نوابغو په هستېدوکې ډېر کله بخٌل کوي)، ولي کله کله په دې برخه کې ورکړه او سخا هم کوي، شلمي مېلادي پېړی د خپل زماني بهیر د دوهمي لسيزي له پيل سره دا معنوي سخاوت پر موږ وکړ چې د عروس البلاد په تاریخي_حماسي غېږه کې يې یو بل ډېر، مستعد، ژمن، فکرمن او ویاړمن بچی راپېرزو کړ، هغه بچی چې غزنی یې لا تراوسه په منور او متبحر وجود ویاړي، د علم او ادب کور لوی ننګرهار پري مثبت غرور کوي، د سیستان، نیمروز او فراه لوی دښتونه يې د معناداره پژواک د ښکلي وږم روح حسوي، اشرف البلاد شاهي کندهار يې په کار او کردار بالیږي، د هندوکش له لوړو څوکو ورهاخوا د لويې آریانا او بخدي تاریخونه یو ځل بیا پرې متحرک سوه، او د ده د قلمي_ تحقیقي زیار په پایله کې يې د نړی پر ډګر د خپل تېر پرتم تاریخي آصالت محسوس کړ، د لرغوني هرات د افتخار تله لا پرې وزنداره او معناداره سوه، د ویاړمن او دردمن کابل مورنی لمن يې په پاللو او روزلو يو ځل بیا ستانه او زرغونه سوه… اوبلآخره ټول افغانستان يې په ویاړلي او منلي نامه لا نور هم وزین او زرین سو، او د دې حکمتي وطن ذره ذره خاوره پرې درنه او ښایسته سو.
ارواښاد استاد پژواک د سیاسي، اداري، ژورنالیستیک او دپلماتیک درایت، کاراوچوپړ ترڅنګ له ادبي_ هنري لحاظه هم د لاډېر قدر، درنښت، منښت، شنني او ارزوني وړ شخصیت دی، بایده ده چې له دې زاوې د نوموړي ادبي پنځوني لا وڅېړل او وشنل سي، مونږ د هغه په هر ادبي_ هنري پنځ کې د وطن تاریخي اولرغونی ملي خوی اوبوی، اصالت او قدامت ګورو، ملي ویاړني او وطني کړني ترې څرګندېږي، د ملي یوالي او انساني ښېرازی پېغامونه ترې منعکسېږي، د نړیوال عدالت ايډیالي او عملي فکرونه او مضمونونه پکښې ثابتېږي، او په ټوله کې د خپل ادبي رسالت لویه مبارزه پر دغو مهمو انساني اړتیاوو ورټولوي.
مرحوم استاد پژواک د خپل غوره انساني_ ملي کردار سره جوخت د ادب په مټ انساني ټولني ته تابناک او اغېزناک مباحث په هنري پېرایه کې د شعر په ژبه وړاندي کوي، انسان ته فکر او شعور ورکوي چې موږ څه یو او څه کوو؟ بلنه يې د انساني کرامت او عروجي شرافت په لور ده، نیاومن او ګروهمن ژوند ته هڅونه او ورستنېدنه د استاد د شعر ټولیزه محتوا جوړوي.
سعادتی به ازین نیست در جهان پژواک
که از دل تو برون آورند آرمان را
دا چي د لویو انسانانو لویې موخي او لوی آرمانونه وي، نو طبیعي ده چې اوږدې مبارزې او اوږدې زمانې غواړي، د انسان عمر لنډ او تنګ دی، بناً د ارواښاد استاد پژواک غوره کړي آرمانونه لا هم پاته دي او د ده د لارې او مکتب شعوري لاروي به پرې پايي.
من بحر بی کرانه، عشقم نه کوه خاک
من سیل آرزویم و طغیانم آرزوست
د دې لیکني د پایلي او نچوړ په توګه په لنډو ټکو کې دا ورزیاتوم چې د ادبي رسالت په تناسب د استاد پژواک ادبي هستوني خورا لوړ پېغام او عالي مرام لېږدوي، له ادبي زاوې د دې تخلیق سپړنه او ارزونه د څېړني، ځيرني او شنني وړ تحقیقي اړخونه او بابونه لري، بایده ده چې اهل ادب پر دې ډګر قلم چلونه او څېړنیزه سپړنه وکړي، تر څو د دې لوړ ادبي مېراث څخه زموږ ملي روح په ملي روحیه لا نوره هم برخمنه او غښتلې سي، ملي_ میهني تومنه د استاد پژواک مرحوم په تخلیق کې لکه لمر شغلې کوي راځئ چې استاد عبدالرحمان پژواک له دې زاویې هم وپېژنو.
د ګران استاد پاکي روح ته په دعا، د ابوالمعاني بیدل په دې مغتنم بیت خپله دا لیکنه پای ته رسوم.
قدردانی چه خیال است در ابنای زمان
بیدل اینها همه از عالم نشناخته اند.
په پېرزوینه او درناوي.
همت عمرزوی، هرات، افغانستان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب