دوشنبه, جولای 8, 2024
Home+د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې څه منعکس شول؟

د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې څه منعکس شول؟

په دې لیکنه کې له چین پلوه زاویې د شانګهای سرمشریزې ته کتنه شوې ده

محمدشفیق رشید

د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو مشرانو په داسې حال کې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې خپله ۲۴مه غونډه وکړه چې نړۍ له اقتصادي او امنیتي لحاظه په یوه پېچلي پړاو کې قرار لري.

په دې غونډه کې د چین، روسيې، بلاروس، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان، ازبکستان، ایران، پاکستان او هند هېوادونو مشرانو او د شانګهای د همکارۍ سازمان عمومي منشي ګډون کړی او د کوربه هېواد قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکایف په ریاست ترسره شوه.

په دې غونډه کې که څه هم په مختلفو موضوعاتو بحثونه وشول خو اصلي او د پام وړ مسئله يې دا وه چې ټولو د چین د دولت د رییس شي جین پينګ دې خبرې ته د تایید سرونه وخوځول چې وايي د دغه سازمان ټول غړي هېوادونه باید په سیمه کې د پردیو له مداخلو سره مخالفت او په ګډه يې مقابله وکړي.

د شي جین پينګ دا ځل په خپله وینا کې د امریکا نوم واخیست او ويې ویل چې دغه هېواد د چین د علم او ټکنالوژۍ د پرمختګ د مخنیوي سياست خپل کړی او ویلي يې دي چې دوی باید د پرمختیا لپاره له خپلو مشروع حقونو څخه ساتنه وکړي.

هغه وویل چې بشري ټولنه یو ځل بیا تاریخي څلورلارې ته رسېدلې او زیاته يې کړه چې د شانګهای د همکارۍ سازمان چې سم تاریخي لور يې انتخاب کړی او د انصاف او عدالت ملاتړ کوي، د نړۍ لپاره حیاتي اهمیت لري.

هغه دغه راز د سړې جګړې له ذهنیت څخه را ولاړ شويو ګواښونو سره په مقابله کې د سرې امنیتي کرښې ساتنه اړینه وبلله او ويې ویل، باید له هغو پېچلیو امنیتي ننګونو سره چې د ژورو بدلونونو لامل شوي، د نړیوالې تبادلې د «برد- برد» عملیاتو او هماهنګۍ او خبرو اترو او پایدارې همکارۍ او پر ګډ امنیتي ذهنیت په تکيې سره مقابله وشي.

نوموړی وايي چې د بهرنیو مداخلو او بې اتفاقۍ سره د مقابلې لپاره باید خپل ځواکونه تر پخوا پياوړي کړي او په ګډه يې مقابله وکړي.

 هغه وايي چې دوی باید یو د بل اندېښنو ته پام وکړي او په سازمان کې د ننه له اختلافونو سره د سولې د روحيې پر بنسټ عمل وشي.

نوموړي همدارنګه د ټول شمولیت تحقق او د اختلافونو له منځه وړلو اصلي لار همکاري وبلله او زیا ته يې کړه چې باید هر څوک د خپل هېواد برخلیک په خپله وټاکي او د سیمې پرمختیا او سوله باید تل په خپل کنټرول کې ولري او هېڅ هېواد دې د نورو په کورنیو چارو کې مداخله او تېری نه کوي.

افغانستان هم د شانګهای همکارۍ سازمان د سږنۍ سرمشریزې د بحث مهمه او برجسته برخه وه.

شي جین پينګ وویل چې افغانستان د سیمې د امنیت نه بېلتونکې برخه ده نو ځکه دې د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د دغه هېواد د ګاونډیتوب د همغږۍ او همکارۍ میکانیزم له لارې افغانستان ته ډېرې بشردوستانه مرستې ورکړي او هلته دې پراخ او ټول شموله سیاسي جوړښت رامنځته کېدو لپاره ګډې هڅې وکړي څو سوله ییزې بیا رغونې په لاره کې رول ولوبول شي.

د روسيې ولسمشر ولادیمیرپوتین هم وویل چې د افغانستان لپاره د شانګهای همکارۍ سازمان د تماس ډلې له جوړېدو هرکلی کوي او د شانګهای همکارۍ سازمان د تماس ډلې جوړېدل افغانستان کې د وضعیت لا عادي کېدو ته ګټور دی.

نتیجه:

په مجموع کې د شانګهای همکارۍ سازمان سږنۍ سرمشريزې اجنډا او د ویناوالو د خبرو محتوا په نړۍ کې دعدالت او انصاف تامینېدل او د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو او په مجموع کې په سیمه کې د پردیو د مداخلو مخنیوی وی.

د دغه سرمشریزې روحیه او پکې بیان شوي نظرونه دا په ګوته کوي چې جنګ جګړې باید ودرول شي او نړۍ باید په امن کې ژوند وکړي او دا کار د ټولو په ګټه دی.

په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره شوه چې تر ټولو مهم ټکي يې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه، په سیمه کې د پردیو مداخلو مخنیوی، د سیمې او نړۍ اقتصادي وې لپاره هڅې، علمي او ټکنالوژيکي نوښتونو زیاتېدل، ټرانسپورټ، تجارت، ساینس او … برخو کې پر ګډې همکارۍ ټینګار او له اوس یعنې ۲۰۲۴څخه تر ۲۰۲۵ پورې به چین د شانګهای همکارۍ سازمان نوبتي ریاست پرغاړه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب