جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبکره کتنهپښتو ژبه او ژبپوهنه اثر ته لنډه کتنه او لنډیز

پښتو ژبه او ژبپوهنه اثر ته لنډه کتنه او لنډیز

لیکوال: اجمل “میاخیل”

پښتو ژبه د زرو هغه کاڼې دی چې تر اوسه پورې په بشپړ ډول ثیقل شوې نه ده خو که چیرته ثیقل شي نو روښایي به یې دې ژبې ته خپل اصلي ځای او ارزښت ور وبښي. که څه هم په دې ژبه باندې د کورنیو او بهرنیو څېړنوالو او لیکوالو له خوا لیکنې او څېړنې تر سره شوي او په تر سره شویو کارونو سترګې نه شو پټولی خو زه د دې ژبې د یو ویوونکي او زده کړیال په توګه وایم چې تر اوسه هغه بنسټیز او اړین اړخونه لکه: پښتو ژبې لپاره یو بشپړ او جامع ګرامر، دې ژبې لپاره بشپړ، جامع او معتبر قاموس، د معیاری او کره څېړنو نشتوالی، د پښتو ژبې د عامیدلو لپاره د هڅو نشتوالی (آن دا چې د پښتنو ځینو لیکوالو له خوا هم پښتو عام وییونه (لغتونه) نه کارول کیږي او هم په پښتنو سیمو کې یې نه مکتوبي کېدل او په دفترونو کې یې نه کاریدنه)، د یوه ټول منلی لیکدود نه کارونه او ځینې نورو ته کار نه دی شوی او نه هم په کره او معیاري توګه څېړل شوې چې په تېره بیا د ادبیاتو، ژبپوهنې برخې پورې اړوندیږي او همدا مهمه څانګه یې باید را وسپړی او ورته کار وکړی.

دا چې په نړیواله ژبپوهنه کې کومې کړنې تر سره شوي او هرې یوې ژبې باندې یې په بېلابېلو اړخونو کې څومره اغیز لویدلی شي زه په دې باندې بحث نه کوم خو په پښتو ژبه کې د ژبپوهنې مخکښان د پخوا په څېر لا هم په څېړنو او لیکنو لګیا دي تر څو خپلې ژبې ته د پام وړ خدمتونه تر سره کړی او ګونګ اړخونه یې په خبرو راولي چې په یاده برخه کې د ښاغلي استاد مولاجان تڼیوال تازه څېړنیز اثر (پښتو ژبه او ژبپوهنه) د بیلګې په توګه یادولی شو، حال دا چې زموږ په هیواد او یا په ټوله پښتنې سیمه باندې د ناامنیو خور والی په یادو برخو کې د لیکوالو مخه په پلټنه کې ډب کړې او د نورو امکاناتو ستونې ته یې هم د دار رسۍ ور په غاړه کړې ده.  په ژبپوهنه کې د ښاغلي استاد مولاجان تڼیوال له خوا د پام وړ چاپ او ناچاپ او هغه آثار چې لا پرې باندې کار کوي لیکل شوي که څه هم ټول د قدر او ارزښت وړ دې خو ما یې (په پښتو ژبه او ژبپوهنه) باندې د کتاب د ارزښت له مخې، د “پښتو ژبه او ژبپوهنه” اثر ته لنډه تحلیلی کتنه او لنډیز) تر عنوان لاندې، لیکل کړي.  

خو که د کتاب په ژبپوهنیز اړه باندې بحث ته راشم نو په سر کې به دا ووایم چې د یوه ژبپوه او څېړنپوه په لیکنو او آثارو او په ټوله کې د ژبپوهنې په ډګر کې بحث ګران کار دی، د دې برسېره خپل نظر په لنډو ټکو کې داسې بیانوم چې ښاغلي استاد تڼیوال په ژبپوهنه کې هغه څېره او کان دی چې وروسته به يې بیا نه شتون حتمي پښیماني له ځان سره ولري، ځکه اوس مهال له نوموړي او هغه ته ورته نورو استادانو او لیکوالو څخه په ژبپوهنه کې د کمیو د پوره کولو په موخه اړین کار نه اخیستل کیږی. تر څو په دې سره راتلونکو څېړنوالو او لیکوالو ته د څېړنو لار هواره او پښتو ژبې ته یو لوی او نه هیریدونکي هڅه او خدمت وکړلای شي.  

د (پښتو ژبه او ژبپوهنه) ژبپوهنیز ارزښت په دا ټکو ارزوم چې لومړی خو دا کتاب په ژبپوهنه کې یو لوی او د پام وړ کار بللی شو، په دې برخه کې استاد زیار ایستی تر څو د ډېرو مأخذونو په باور (استناد) او د کلونو پلټنې په پایله کې د کتاب د عنوان په یادو دوو لویو اړخونو او ور پورې تړلو نورو وړو عنوانونو لنډه او پښه لیکنه تر سره کړې او اصل مطلب په کې په دریغه او مخامخ روښانه کړې. په ژبپوهنه کې د یوه ژبپوه په توګه لیکنه او بیا ژبپوهنیزو معیارونو ته پام نه کول، د لوستونکو په سترګو ننوتل دي ځکه ښاغلي تڼیوال په استادۍ سره دې ټکې ته پاملرنه کړې ده تر څو ژبپوهنیز اصول په معیاري توګه وکاروی لکه د ښاغلي استاد هڅې په دې موخه تر څو یو معیاري لیکدود څخه ګټه واخلي چې د کتاب په لیکنه کې ښکاري، له دې ور اخوا په دې کتاب کې یې د لهجوي توپیري لیکنې څخه په کلکه ډډه کړی ده، پښوییزې (ګرامر) خوا ته یې هم پام کړي، په دې باندې هم کوښښ شوی تر څو پښتو عام لغتونه وکارول شي، جملي یې روانې دي او له پیچلتیا څخه خالي دي، په لیکنه کې یې سلاست له ورایه معلومیږي.

په یاد کتاب کې په ډېرو کره، په زړه پورو او د مطالعې وړ موضوعګانو باندې بحث او څېړنه تر سره شوې. ښاغلي استاد پوره زیار ایستی تر څو پښتو ژبه او هم ژبپوهنه او هم د دغو دوو لویو موضوعګانو تر منځ نښتون، اړیکې، د پښتو ژبې په اړه د پوهانو نظرونه، فونولوژیکي او فونیټیکي ارزښتونه، د پښتنو ژبې او قوم په اړه څرګندونې،  پښتو لیکل شوي قاموسونه او ګرامرونه او دې ته ورته نور مهم لویې او وړې موضوع ګانې د پنځو پراخو عنوانونو لاندې (۱. د موضوع شالید، ۲. د پښتو ژبې په اړه د پوهانو دریځونه، ۳. پښتو ژبه او فونولوژیکي څېړنې، ۴. پښتو ژبه او مورفولوژي ۵. لغت او د هغه ډولونه) په داسې پښه او کره څېړنه او لیکنه واضحه کړي چې یاد کتاب د هرې یوې پورتنۍ موضوع د روښانولو لپاره یوه ډیره ښه منبع ګڼلی شم، همدا شان په کتاب کې د څو مهمو عنوانونو روښانونه د کتاب اهمیت را په ګوته کوي چې لاندې هر مهم عنوان او لیکنه یې په لنډه توګه راخیستل شوې ده.

اوس به د کتاب پیژندنی ته راشم خو په سر کې دا ویل غواړم چې په ژبپوهنه کې زما مطالعه ډېره کمه ده خو له دې مخکې مې داسې یو کره او پوخ، واضع  کتاب په دې برخه کې نه و لوستی. دغه کتاب چې (پښتو ژبه او ژبپوهنه) نومیږي د ښاغلي څېړنپوه مولاجان تڼیوال له خوا په ۲۸۵ مخونو کې لیکل شوی. کمپوز او ډیزاین یې د ښاغلي عبدالظاهر شکیب په مرسته تر سره شوي، د علومو اکاډمي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا په کال ۱۳۹۷ هـ.ش خپور شوی او چاپ چاری یې شمشاد هاشمي مطبعې پر مخ بیولی دي. له یاده دې ونه وځي چې کتاب ښاغلي استاد تڼیوال د خپلې څېړنپوهۍ علمي رتبې د تر لاسه کولو په خاطر لیکلی دی.

یاد کتاب په پنځوو څپرکو باندې سمبال دی، چې بیا هر څپرکی د یو لوی عنوان په لرلو سره نور واړه او کوچني عنوانونه له ځان سره لري چې د هغې په مرسته يې د کتاب موضوع په بشپړه توګه روښانه کړې ده.

په یاد کتاب باندې ښاغلي څېړنپوه علي محمد منګل د لارښود استاد په توګه نظر څرګند کړی، هغه لیکلي چې ژبه یو لوی نعمت دی چې په برکت یې نړۍ روښانه شوې او زیاتوي چې څېړنوال مولاجان تڼیوال، د خپلو ژبنیو با ارزښته تحقیقي هڅو په رڼا کې اوس د (پښتو ژبه او ژبپوهنه) تر جامع سرلیک لاندې، علمي ډېره با ارزښته پروژه، چې له پنځوسو کلونو را په دېخوا په دې برخه کې داسې یو لوی ژبنی بشپړ تحقیقي او تحلیلي کار کوم ژبپوه نه و تر سره کړي. همدارنګه په کتاب باندې څلورو مشرانو لیکوالو او استادانو هر یو پوهاند محمد صابر خویشکي، څېړنپوه نعمت الله اندړ، څېړنپوه ډاکټر خلیل الله اورمړ او څېړنپوه نصرالله ناصر له خوا تقریظونه لیکل شوي چې هر یوه د استاد تڼیوال کار ارزښت مند بللي، د مأخذو شمیر، د استاد پوهه، تجربه او شپږ کلن زیار، د سرلیک او منځ پانګې پوخ والی يې د کتاب د کره توب او د څېړنې او تحقیق ارزښت او دروندوالي لپاره استناد ښودلی، دا کتاب یې د څېړنوالو او ژبپوهانو لپاره یوه ګټه وره منبع او زده کوونکو لپاره یې یو ښه ادرس بللي او هم هر یوه کتاب له خپل نظره را پیژندلی دی او د کتاب په ارزښت باندې غږیدلي دي.

خپله استاد تڼیوال په سریزه کې د ژبپوهنې د ارزښت بر سېره د څېړنې په کره والي او اهمیت غږیدلی او هم یې د کتاب د منابعو او هغو مهمو موضوعګانو ته اشاره کړې چې په کتاب کې روښانه شوي دي. له دې ور اخوا د موضوع مبرمیت او اهمیت تر عنوان لاندې وایې چې د ژبپوهنې په پراخه ورشو کې په ډېرو موضوعګانو لکه پښتو ګرامر، پښتو قاموس او نورو باندې بېلابېلو لیکوالو قلمونه چلولي او آثار یې پنځولي دي خو زما د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې په دې اړه دغه ډول څېړنه، نه ده تر سره شوې.

اوس به د کتاب د هر څپرکی مهم ټکي او لنډیز را واخلم، لومړی څپرکی د موضوع په شالید را څرخیږی. د موضوع په شالید کې د موضوع د اهمیت بر سېره هغې موضوع ته نغوته روښانوونکی خبرې چې د څېړنو او پلټنو په پایله کې تر لاسه شوي وي، لیکل کیږي له همدې مخې ښاغلي تڼیوال وایې چې د یوې موضوع شالید په واقعیت کې د هغو موادو راټولول دي چې د هماغې موضوع په باره کې د پوهانو او څېړونکو د څېړنو په پایله کې رامنځ ته شوي وي او په متفرق ډول په مختلفو خپرونو، کتابونو، مجلو او نورو آثارو کې تر سترګو کيږي. کله چې یو څوک د لیکنې او څېړنې په وخت کې د یوې موضوع شالید ته وګوري نو د دې پته ورته لګیږي، چې د هغې موضوع په باب پوهانو څومره څېړنې او کار کړی دی او اهمیت یې په کومه اندازه دی.

نوموړی د خپلې علمي څېړنې د اهمیت برسېره په پښتو ژبه کې د کتاب په ژبپوهنیز ارزښت باندې ګړیدلی دی. استاد دا هم ورزیاتوي چې په څېړنه کې باید د څېړنې اړتیا په پام کې ونیول شي او هم باید دا واضع وي چې لیکنه په کومه موخه تر سره شوې.  

لومړی څپرکی د لاندېنیو وړو او لویو عنوانونو په لرلو سره بشپړ شوي چې د مهمو عنوانانو مهم ټکي هم په لاندې توګه راخیستل شوي دي:

پښتو ژبه او ژبپونه: ژبپوهنه هغه علم دی چې د ژبو تاریخ، پیدايښت، جوړښت، تحولات، بدلونونه او بلآخره ژوند او مرګ تر مطالعې او څېړنې لاندې نیسي. ژبپوهنه په لومړي سر کې په دوو سترو او خاصو څانګو وېشل کېږي: ۱. نظري ژبپوهنه (تاریخي ژبپوهنه، مقایسوي ژبپوهنه، مقابلوي ژبپوهنه، تشریحي ژبپوهنه، ډیالکتولوژي، ټولنیزه ژبپوهنه او سایکولوژیکه ژبپوهنه) یې څانګې دي او ۲. تطبیقي/عملي ژبپوهنه ده: د دې څانګې په اړه په کتاب کې همدومره راغلي چې د نظري ژبپوهنې پرته منځ ته نه شي راتلای. زه غواړم دا هم ور زیات کړم چې دا دواړه څانګې له یو بل سره نښتې دي، یو د بل په مټ پر مخ ځي او یو د بل په نشتون کې یې کاریدنه نا مکملې پایلې لاس ته راوړی. د تطبیقي ژبپوهنې نورې څانګې زده کړییزه ژبپوهنه، ټولنیزه ژبپوهنه، مقابله یي ژبپوهنه، فلسفې ژبپوهنه، سیمه ییزه ژبپوهنه، جغرافیایي ژبپوهنه او اروایي ژبپوهنه ده خو لکه مخکې چې وویل شوه په کتاب کې ورته اشاره نه ده شوې، نه پوهیږم استاد به ولې نه وي تشریح کړي خو دا هم د ژبپوهنې یو اړین اړخ دی چې زما په اند څېړنه یې په همدې کتاب کې ضرور وه.  

د ژبپوهنې تاریخچه: د ژبې تاریخ دومره اوږد دی لکه د ټولنې تاریخ، چې د ژبپوهنې د تاریخ په اوږدوالي هم دلالت کوي. افلاطون (۴۲۷-۳۴۷ ق،م) د یونان نامتو فیلسوف چې د ژبې د حقیقت او څرنګوالي په باب یې څېړنه کړې او له همدې امله د ژبپوهنې بنسټ ایښودونکی او د سیسټماټیک ګرامر جوړوونکی ګڼل شوی دی.  

هغه ګرامرونه چې په هېواد کې دننه لیکل شوي دي، ځینې هغه ګرامري اثار چې په پښتونخوا کې لیکل شوي دي، هغه ګرامرونه چې بهرنیانو لیکلي، هغه قاموسونه چې په هیواد کې دننه لیکل شوي دي، هغه قاموسونه چې په پښتونخوا کې لیکل شوي دي، د هند په نیمه وچه کې لیکل شوي قاموسونه، او هغه قاموسونه چې لویدیځوالو لیکلي دي د دې څپرکی نور عنوانه دي.

دویم څپرکی هم لاندې عنوانونه په ځان کې لري اواستاد په ډېر ښه مهارت سره هر یو واضع او روښانه کړی دی: د پښتو ژبې په اړه د پوهانو دریځونه، د بهرنیو پوهانو څرګندونې، د کورنیو پوهانو څرګندونې، د څرګندونو د پرتلې پایله: د پښتنو او د دوی د ژبې په باره کې ډول ډول نظرونه، روایات او افسانې نه يواځې دا چې خوله په خوله له یوه نسل څخه بل نسل ته لیږدیدلي، بلکې کتابونو ته یې هم لاره پیدا کړې ده، پښتانه چا قطبیان، چا ارمنیان او چا هم بني اسرائیل بللي دي، او له نورو ځایونو څخه افغانستان ته راغلي دي. د پښتنو ژبه هم چا عبري، چا سامي، ایراني او هندي  ژبو کورنۍ ته منسوبه بللې ده او چا هم د ایراني او هندي ژبو کورنیو تر منځ د اتصال کړۍ نومولي ده. ښاغلي تڼیوال دې ته اشاره کړي ده چې په پورتنیو نظر ورکوونکو کې داسې کسان هم شامل و چې د تعصب له مخې یې لیکنې کړي، د علمي څېړنو صلاحیت یې نه لرله او داسې خبرې یې کړي چې په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي دا ځکه چې هیڅ علمي پایله نه لري او زه خو وایم چې نه هم ورته کوم ثبوت راوړلی شي.

په هر حال دا جوته شوې ده  چې پښتو ډېره زړه ژبه ده چې د اریایانو د مورینې ژبې پخواني توکي يې په ځان کې ساتلي دي، د اندو اروپایي ژبو د کورنۍ په اړوندو ختیځو (اریاني) ژبو کې په شمال ختیځ ګروپ کې یواځینۍ ژبه ده چې ډېره څېړل شوې ده.  او پښتو ژبه په کومې ژبنۍ کورنۍ پورې تړلې ده.

درېیم څپرکی په یو لوی او جامع عنوان پیل چې څلور پنځه نور ورپورې تړلو عنوانو په لرلو سره پای ته رسیدلی دی: پښتو ژبه او فونولوژیکي څېړنې (فونولوژي څه ته وايي، فونیټیک څه ته وايي، د فونولوژي او فونیټیک په اړه د پوهانو څرګندونې، د فونولوژي او فونیټیک د کار او فعالیت چاپیریال).

څلورم څپرکی هم د یو ډېر په زړه پورې او جامع عنوان او نورو ور پورې تړلو اړینو عنوانونو په لرلو سره خپل اهمیت څرګند کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې هر یو عنوان یې مهم او د بحث وړ دی خو په هر یوه عنوان باندې بحث به لیکنه ‌ډیره اوږده کړي:

پښتو ژبه او مورفولوژي، (مورفولوژي څه ته وايي، د مورفولوژي دندې، پښویه څه ته وايي او کومې دندې لري؟، د پښویې ډولونه، نحوه څه ته وایي او څه دنده لري؟).

پنځم او اخرنې څپرکې کې هم په لاندېنیو موضوعاتو باندې بحث شوی: لغت او د هغه ډولونه (لغت څه دی؟، هغه توکي چې لغت ورڅخه جوړیږي کوم دي؟، د نویو لغتونو د جوړلو اړتیا او دهغوی د منځ ته راتلو اصلي لاملونه، ژبه د نورو ژبو د اغېزو څخه خوندي پاتې کېدای شي؟، د ژبې د نږه توب پروسه په برید درېدای شي که نه؟، “د پورېزم د پیاوړتیا په اړه د استاد نظر”.

ښاغلی استاد په پایله کې د پایلې لپاره د پلټنو په ترڅ کې د علمي کړنو د تر لاسه کولو لپاره د پلټنو ترسره کول او د موضوع د ښه روښانولو لپاره د با اعتباره منابعو راوستل او ترې ګټه اخیستل مهم بللي دي. همدارنګ یې په پښتو کې د بهرنیو او کورنیو ژبڅېړونکو کارونه د پام وړ او مهم بللي دي، تر څنګ یې دا خواشیني هم ښودلی ده چې پښتو ته هغومره کار چې باید شوی وی او هغه ځای چې باید پښتو ژبې لرلی، تر اوسه یې نه دی تر لاسه کړی….

همداسې په وړاندیزونو کې د ژبپوهنې په برخه کې د څېړنو او زده کړی د سیسټماټیک کېدو او په دې برخه کې د لیکوالو او چارواکو د پام غوښتنه شوې ده. استاد په دې برخه کې خپل تر سره شوي کار پوره نه ګڼي او د نویو زیاتونو ملاتړ بریښي او دا ور زیاتوي چې نور لیکوال دې د هیواد څخه بهر چاپ شوي منابع چې خپله استاد پرې بریالی شوی نه دی باید ترې ګټه واخیستل شي. په پای کې دا هم باید ووایم چې د پښتو ژبې پر اهمیت او ځای باندې غږیدلی دی.  

راځم د خپلې لیکنې پایلې ته نو په زغرده ویلی شم چې د هیڅ چا کار پوره نه دی که څومره هم علمي او سیستماټيک ولې نه وي، خو په دې باندې پوره باور لرم چې هر لیکوال به د خپل تر وس پورې هڅه کوي تر څو یوه ښه لیکنه تر سره کړي، ما هم په همدې خاطر کوښښ کړی تر څو سمه لیکنه وکړم، بل دا چې زما لپاره خو د پښتو ژبې او ژبپوهنې په برخه کې کار او لیکنه نه ستړې کیدونکې او په زړه پورې تمامیږي، هم دې دا روښانه وي چې ښاغلي استاد په مسلکي توګه خپله ټوله وړتیا په کار اچولې او لګیا دی تر څو وکولی شي پښتو ژبې او ژبپوهنې ته نه هیریدونکي کارونه مثال یې همدا اثر تر سره کړی.

ما چې هر څومره د استاد کتابونه او مقالې ولوستلې په ډېره کمه کچه په کې نیمګړتیاوي موجودې وې. لکه هغه کمیانې چې په ټوله ژبپوهنه کې لیدل کیږي، د کره او پښو موادو نشتوالی، سیستماټیکه څېړنه نه تر سره کیدل چې په نړیوالو معیارونو برابره وي او په لیکنه کې ځینې تخنیکي ستونزې چې کېدای شي د ټایپ کوونکي له خوا تر سره شوي وي.

خو ضرور یې بولم تر څو هغو ټکو ته هم کتنه ولرم چې زما په اند په کتاب کې یې نه ځایونه نیمګړتیا بللی شم، لکه د دې کتاب منځ پانګه او اصلی دبحث هغه لوی دوه عنوانونه چې د کتاب نوم (پښتو ژبه او ژبپوهنه) ترې را اخیستل شوې او ټوله لیکنه پرې باندې را څرخیږی او بیا هغه نور اصلي او فرعي عنوانونه چې په کتاب کې را اخیستل شوي استاد په استادۍ سره تشریح او واضح کړې، خو لازمه وه تر څو د پښتو ژبې د څېړنې په لړ کې ځينو نورو مهمو عنوانونه ته هم پام شوی وی او په کتاب کې ځای پر ځای شوي وی لکه د پښتو ژبې اره او ریښه، داچې له کومې ژبې څخه څنګه را جلا شوی، د پښتو لیکدود، لهجې، تلفظونه، خاص تورې….. او په ژبپوهنه کې بیا د ژبو ډلبندي، ویشنه، د ګرامر میتودونه، د نړۍ ژبو کورنۍ او د پښتو ځای د نړیوالو ژبو په کتار کې، همدارنګه د ژبپوهنې دوه اصلي څانګې په کتاب کې هم راغلي، چې یوه یې نظري او بله یې تطبیقی ژبپوهنه ده، نظري ژبپوهنه او څانګې یې تشریح شوي خو د تطبیقي ژبپوهنې په اړه یوه کرښه راغلی هغه هم داچې د نظري ژبپوهنې څخه جلا نه شي کاریدلی، حال داچې دا لویه برخه ځانته جلا د کاریدنې ځای او سټراکچر لري او هم یې څانګې نه دي تشریح شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب