شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهثواب| اجمل پسرلی

ثواب| اجمل پسرلی

د لمپې شیشې ته لوګی پورته شو. د کوټې رڼا یې تته کړه. ماما زما اړخ ته ناست و په مخامخ دیوال کې یې سترګې ګنډلې وې. عینکي یې د پوزې سر ته راغلې وې. ورته ومې ویل:

-ماما بې عینکو دا مخامخ عکسونه وینې؟

-په سترګو یې نه وینم خو چې تیاره شي ډير راښکارې

-څرنګه؟

په کوڅه کې نارې شوې، بریښنا راغله، ماما پر امسا خپل سر ته د څراغ سویچ ټینګ کړ. کوټه رڼه شوه. ده لمپې ته ورپو کړل. زه عکسونو ته ودریدم، د ماما د وژل شوي زوی عکس یې تازه زما د مور د عکس ترڅنګ راځوړند کړی و. د مور په عکس کې مې شاته ونه وه چې په ماشوموالې به زه پکې ناست وم. په دې ونه کې مې یو ځل د مرغۍ له ځالې هګۍ رااخیستې وې، مور راته ویلي و چې ګناهګاره شوې، ما دا هګۍ دستي تشې ځالې ته یووړې….ښه مې یاد دي په وړو هګیو مې زړه نه کیده چې بیرته یې په ځاله کې کیږدم، له ګناه ویریدم. په همهغه ورځ د ګاونډي زوی (روکی) چې تر ما مشر و ماته ویلي و، د مرغۍ په هګۍ چې د انسان لاس ولګیږي بیا چنچڼې نه کوي، په ځاله کې غنم کیږدئ. ما دا کیسه مور تیره کړه ، دې په قهر راته وویل، په ونو کې د مرغیو ځالو ته مار ورځي بیا دې ونې ته پورته نه شې.

اوس چې ورته ګورم دا ونه ټیټه ده هغه وخت ستره وه، که ستره ښکاریده. مخ مې واړاوه، ماما مې شاته کړوپ ولاړ و، د عینکو تر شا یې د اوښکو څاڅکي غټ ښکاریدل، راته ویې خندل، ده لکه چې ګومان کاوه چې زه د ده اوښکې د ډبلو عینکو تر شا نه وینم.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب