سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېدرید یوه نمکه حرام د مړینې تلین | عبدالرووف لیوال

د یوه نمکه حرام د مړینې تلین | عبدالرووف لیوال

د مرغومي د میاشتې دیارلسمه 1372کال هغه ورځ وه چې دیوه وطنپاله دوهم بریدمن محمدعثمان له خوا دجنرال مومن چورلکه پهR.P.G7 راکټ وویشتل شوه، چورلکه دوه نیمایی او مومن پکې ومړ.

مومن چې د تخار ولایت په قاسان سیمه کې زیږدلی و، له نهم ټولګی نه حربي ښوونځي ته راغی او وروسته له عسکري زده کړو چې د افغان خوار ملت په لګښت یې سر ته ورسول، له هماغه لومړی سره یې په نمک حرامۍ پیل وکړ، هغه کله چې آن لا د جګړنۍ رتبه یې په اوږه وه او د نیمروز ولایت د څلورمې سرحدي لوا قومندان وټاکل شو، ډګرمنۍ رتبې ته یې ارتقا وکړه.

 د نیمروز ولایت څلور ولسوالي لري کنګ، خاشرود، چخانسور او چاربُرجک په دې ولسوالیو کې د څلورمې لوا کنډکونه ځای پر ځای وو له هغې جملې د اندرابي په سپارښتنه د۹۴۴م او۹۳۶کنډک ځینې پوستی د ایران د پاسدارانو په ځواک خرڅې شوې چې یوه پوسته یې د کنګ ولسوالۍ په نی زار سیمه کې وه (هامون هیرمند) دا نۍ زاره سیمه ډیر خنځیر لري ـ لیکوال او ښاغلی پُردلی په سپاه پاسدارانو باندې د ډګرمن مومن اندرابي د پوستې خرڅولو عینی شاهدان یو- د دې خیانت له وجهې ایراني سپاه زموږ خاورې ته راتلل اوتلل.

په ۱۳۷۰کال کې کله چې مومن د۶۱مې میکانیزه لوا قومندان وو د ډاکتر نجیب له مخالیفانو سره یې اړیکې ټینګې کړې، کله چې د همغه کال په وروستیو شپو کې د حیرتانو ۶۱ مه میکانیزه لواپه ۷۱ مه لوا بدله شوه، د مرکز له خوا ستار بشرمل د مومن د ځای ناستی په توګه وګمارل شو، خو مومن، بشرمل بندي او ډاکتر نجیب ته یې سپکې سپورې راولیږلې، له همغې ورځې د ده وسلوال یاغی توب پیل شو.

ګزارشنامه افغانستان د هغه په هکله داسې لیکی:

[بعد از پرواز هواپيمای جنرال مومن، برای مسئول مؤظف در سنگر مربوط به سربازان اكه ياسين، به زبان ازبيكي امرانداخت بالاي طياره جنرال مومن، از طرف جنرال جوره بيگ قوماندان فرقه 18 صادر گرديد! انداخت صورت گرفت و مرمي راكت (RPG7) در قسمت وسطي هليكوپتر اصابت نمود و سقوط كرد. سپس آتش گرفت، جريان انداخت راكت و اصابت آن به هليكوپتر را جنرال سيد احمد «هراتي» كه در قرار گاه اكه ياسين بود مشاهده نمود و با افشای اين امر، همه گمانه زني هایی که طياره در اثر عوارض تخنيكي و يا تصادم به كوه سقوط كرده است را منتفي ساخت. مرمي هاي راكت انداز خودشان در چرخبال پي در پي انفجارنمود و باعث تلفات بيشتر گرديد! شخصي كه راكت را فيرنموده بود بنام «عثمان» ياد ميگرديد وي دوم بريد من و قوماندان تولي مربوط كندك تانگ در فرقه 18 بود. بعد از شهادت جنرال مومن عثمان را عاجل به كشور تركيه فرستادند، چگونگي هدايت دادن در ارتباط به انداخت بالاي طياره بعداً معلوم گرديد.]

جنرال مومن هغه څوک وو چې، د کابل په سخت سوړ ژمی کې یې چې ولس له فاقې سره مخامخ وو، ده د خوراکی توکو (داوړوله بوجیو، دتیلوله بیلرنو) ځان ته مورچلونه جوړول او د سون او خوراکی توکی یې پرې نه ښودل چې کابل ته راشی، له همدې کبله د ده کړنې د ولس د کرکې لامل شول، تر څو چې د یوه وطنپال دوهم بریدمن له خوا ووژل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب