یکشنبه, مې 19, 2024
Homeټولنیزد سوسور ژبنی لید | محمد مصطفی سمون

د سوسور ژبنی لید | محمد مصطفی سمون

دا کتاب د شلمې پېړۍ په هغو نایابو کتابونو کې راځي، چې په ژبپوهنه کې يې انقلاب راوستی. د دې کتاب ځانګړنې ډېرې دي. لکه: جاناتان کالر په خپل کتاب کې چې «فردینان دو سوسور» نومیږي، د مېشل فوکو په حواله د هغو متفکرینو یادونه کوي، چې د علم او فکر د تاریخ لپاره ګټور تمام شوي – نیوټن، مارکس او فرویډ. نیوټن چې د فزیک د علم بنسټ ایښودونکی دی، کله چې د فزیک مطالعه کوو؛ نو طبعي ده چې د نیوټن له نظریو سره به مخ کېږو. له بله پلوه مارکس د مارکسېزم د فکري بهیر بنسټ ایښودونکی دی؛ مګر مارکسېزم يوازې د مارکس مفکوره ده نه بل څه.

همدارنګه روانشننه د فروېډ له نظریو پرته بل څه نه دي. په دوی کې د سوسور ځای چېرته دی؟ سوسور په حقیقت کې له نیوټن څخه کم نه دی؛ د ژبې په برخه کې چې د ده له علمي استدالال سره مخ کېږو، نو د ده له هغو نظریاتو سره مخ شو، چې د ژبپوهنې اړه یې درلودل. د سوسور کتاب «د عمومي ژبپوهنې دوره» په نامه د کلاسیکې دورې د نوې ژبپوهنې په برخه کې یو مهم او ګټور اثر دی او سوسور د هغو ژبنيو ښوونځیو د زوکړې لامل هم دی، چې تر ده، وروسته منځته راغلي. که څه هم سوسور د دې کتاب پر لیکلو خبر نه دی. د ژباړن په نظر «که دی ژوندی وای، شاید د چاپ اجازه به یې نه وه ورکړې.»  دا کتاب د سوسور د درو لېکچرونو مجموعه ده، چې په «ژینو پوهنتون» کې یې ورکړي. د سوسور ملګرو «البرسه شه او شارل بالي» يې لېکچرونه راټول او په کتابي بڼه تر موږ را رسولي. په ځینو برخو کې يې راټولوونکو زیاتوانې هم کړې – لکه «د غږپوهنې بحث» چې د سوسور له لېکچر سره اړيکه نه لري.

د دې کتاب په پاڼو کې د تاریخي او رغښتوالې ژبپوهنې په اړه ګټور معلومات او نظریات نغښتي دي، چې د ژبپوهنې له تاریخي بهیره نیولې، د ژبپوهنې تر موضوع، د ژبپوهنې ژبې او ګړېدا، د ژبې داخلي او بهرني عواملو، غږپوهنې، د غږپوهنې اصولو، د ژبنۍ نښې ماهیت او نورو ګڼو ژبنيو بحثونو څخه مالامال دی.  په تېره د سوسور د دال او مدلول بحث، چې د ژبپوهنې ترڅنګ په ادبیاتو کې هم د بحث وړ دی. نو په ټوله کې ویلی شو، چې د نوې ژبپوهنې اساس تقریباً د سوسور پر نظریاتو ولاړ دی – سوسور ژبه یو کلي نظام وباله، چې له دې سره یې نورو ژبپوهانو ته د څېړنې او شننې لارې پرانستلې.

ژبه په اصل کې داسې پدیده ده، چې د علومو پر روابطو او اغېزمنتیا کې مهم رول لري. لکه په ادبیاتو کې چې یوه کلمه استعاره او کنایه کېدای شي، په ژبپوهنه کې هم یوه کلمه استعاره، کنایه، تشبېه او سېمبول کېدای شي.

د ژوند له تحول سره په هر څه کې بدلون روان دی. دا ځکه چې بدلون له نوښت او پرمختګ سره نورې لارې هم پرانیزي. اوس دا پلټل کېږي، چې ګنې ژبه د انساني ژوند له ټولو اړخونو او علومو سره اړیکه لري او که یوازې تر وینا پورې محدوده ده؟ د دې پوښتنې په رڼا کې ویلی شو، چې د ژبې په وسیله د وینا ترشا هغه پټ مزي سپړل کېږي، چې د همدې ژبپوهنیزو اړیکو له مخې یې له نورو علومو سره لري او دا خبره ورو ورو اثباتېږي هم. همدا ژبني توکي دي، چې موږ په ذهني لحاظ له وړو مشاهداتو سره مخ کوي او راته وایي: سمه مشاهده هغه وي، چې تضادونه پکې کم وي، ذهني تصویر ته د رسېدو لپاره په عمل اشاره او ژبنيو فعالیتونو کې ښودل کېږي، چې بیا وینا خپلې موخې ته رسوي. دا کار د مفاهیمې او مکالمې له لارې هم کېږي. مفاهیمه او مکالمه د معلوماتو شریکول دي، د مکالمو قطع، نه ویل یا نه کول د مکالمې ډولونه دي، دغه مکالمه د انساني ژبې خاصه ده، چې بل ځای نشته؛ نو د ژبې په رسونه کې همدا الفاظ دي، چې د خبرو او مفهوم لپاره لوری ټاکي، یعنې کېدای شي، چې ځینې خبرې په شعوري توګه زموږ له خولې په ذهن کې جوړښت ومومي او بیا مقابل لوری راسره د همدې مکالمې له لارې د نورو خبرو لپاره لار پرانیزي.

په ټوله کې داسې نشو ویلی، چې ټول له خولې راوتي الفاظ په شعوري او منسجمه توګه راوځي، بلکې دا هر څه بل ډول دي؛ یعنې کېدای شي د حالاتو یا د چاپېريال زېږنده وي، چې اوس اوس زموږ لپاره په یو مانادار واحد بدل شوي، چې له تېرو خلکو څخه موږ ته په فرهنګي میراث پاتې دي. که غواړو چې د سوسور له نظریاتو او د ژبې په اړه له تاریخي مباحثو او خصوصاً د تاریخي ژبپوهنې په اړه څه نا څه معلومات ترلاسه کړو، د دې کتاب په لوستو سره به مو د ژبې مختلفو اړخونو ته پام شي.

که څه هم په دې کتاب کې د کلمو په تاریخي تحول کې ډېری بېلګې د لاتیني، انګلیسي، الماني، او فرانسوي ژبو لیدل کېږي، خو بیا هم له موږ سره د کلمې په تاریخي تحول کې ډېره مرسته کوي، چې د وخت له بدلون سره په کلماتو کې څنګه بدلون راځي. د کلمو په بدلون کې جغرافیوي، زماني او مکاني بدلونونه ډېر ښکاره وي.

د دې کتاب ژبه که څه هم سخته ده، خو بیا هم ژباړن تر خپله وسه په روانوالي کې هڅه کړې. دا کتاب د تاریخي او رغښتوالې ژبپوهنې په برخه کې له ګڼو علمي استدلالونو او معيارونو ډک دی؛ په تېره هغه لوستونکي چې غواړي د تاریخي ژبپوهنې له اصولو او د سوسور له نظریاتو سره ځان اشنا کړي، نو د دې کتاب محتوا دې د ژوند له څو شېبو سره ملګرې کړي، چې ډېره مرسته ورسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب