جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د ادبیاتو ارزښت

د ادبیاتو ارزښت

اخترمحمد ژوندون

سریزه

ادبیات د نورو ټولنیزو علومو له ډلې یو هغه دي چې ټولنه یې رامنځ ته کوي ټولنه یې پالي او د همدې ټولنې د هوساینې لپاره پنځول کیږي ، د پیژاند په اړه یې ادب پوهان او لارښودي په یوه خوله نه دي او هر چا ورته له خپلې زاويې پیژاند کړی دهخو د ټولو په خبرو کې همرنګي او یوشان والی شته او په دې ټول باور دي چې ادبیات له خورا زیات ارزښت څخه برخمن دي ،زما د مقالي سرلیک د ادبیاتو د ارزښت په اړه ده نو ځکه یې د پيژاند او پېژندلو په اړه نور څه نه وایم او د خپلېسکالو په شاربلو پیل کوم : ادبیات د ریښتینو احساساتو او فکرونو ټولګه ده ، د خیالونو او هنرونو د بیانولو او وړاندې کولو هنري لار ده او د هرې ټولنې د هیلو ، ارمانونو ، ریښتینو حقایقو او غوښتنو هنداره ده همدارنګه يې په خپله پراخه غیږه کې د ملتونو او انسانیت ژوند ، مینې ، دردونو او هوساینو ته ځای ورګړئ چې په ډیر ښکلي انداز سره یې تر نورو ورسوي . د ادبیاتو د ارزښت په اړه دومره هم بس دي چې د ټولو ملتونو ارزښتمنه فرهنګي شتمنۍ ده ، هره ملغلره کې یې د انسان او انسانست د جوړولو ناره نغښتې ده ، او تل یې انسانان مینې او ژوند ته رابللي دي ، هر لیکوال او شاعر په کې د ځان او د ټولنې مظلومې خبرې کړې ، د جنګونو او میړانو په میدان کې یې ستر انقلابونه رامنځ ته کړي ، د ظالم او سرزوري په زړه باندې یې لکه د نیزې د غشي په څير وار کړی ده ، او د هغو ملتونو د ژوند توکي دي چې له تمدن څخه برخمن وي ، ادبیات له نورو ډیرو علومو سره اړیکه لري او دا را په ګوته کوي چې ارزښت یې خورا ډیر او په یوه کوچنۍ او تنګه لیکنه کې پرې هر اړخیز بحث کول ناشونی ده.

اصلي متن

انسان چې ټولنیز پیدا شوی او په ټولنه کې ژوند کوي بیلابیلو انسانانو سره اړیکې لري هر ډول حالاتو سره مخ کیږي، د خپلو کړنو په پام کې د نورو انسانانو کړنې تر نظر ورځې ، د ټولنېاو شاعر دروني حالات په شاعر او لیکوال ژور اغیز ښندي او همدا د ټولنې حالات بیا د شاعر احساسات را پاروي او هغه یې د بیانولو کوښښ کوي ، شاعر دا هر څه په هنري انداز سره لکه د ملغلرو په څیر په تار کې پیایي او شرنګ ورکوي ، په دې دې ملغرو کې بیاهغه څه وي چې د شاعر ټولنه ورته اړتیا لري او ټولنه په همداسې یو حالات کې ښکیله وي لکه څنګه چې د شاعر او لیکوال لیکلی اثر ده ، همدا د ټولنې او انسانیت ترجماني د ادبیاتو د ارزښت یوه ښه نښه ده . د ادبیاتو د ارزښت په اړه دا هم ویلی شو چې خورا ښکلي او له هنرونو څخه ډک څه دي ، انسان په ښایست او ښکلا میېنه اروا ده او په هر څه کې په ښایست او ښکلا پسې ګرځي ، انساني تاریخ کې دا څرګنده شوې چې د انسانو په زړونو او ذهنونو کې هغه څه ډیر پاتې کیږي کوم چې په ښکلا او هنرونو مالامال وي او ادبیات له همدې توکو هنرونو او علومو څخه یو هغه دي ، د انسان دا ځانګړنې چې ټولنیز موجود ده ، ناطق حیوان ده او …. څخه ډیره یادونه کیږي خو د انسان یوه ځانګړنهچېکم ورته پام کیږي هغهدا ده چې په ښایست باندې زیات میېن مخلوق ده ، ډاکټر فریدون وحیدا په دې اړه وايي (( انسان ښکلا پیژندونکی ده او له هر ښایسته څیز څخه خوند اخلي او همدا د ښایست پیژندنه او خوښیدنه یې د ژوند په هر اړخ باندې اغیز ښندي))۱ نو له همدې امله ده چې ادبیات په هر ملت او ټولنه کې منلي دي . په ټولنیزو ، اخلاقي ، روزنیزو او نورو برخو کې د ادبیاتو ارزښت څرګند دي ، ادبیات که د خوند او لذت په پار لوستل کیږي او یا هم پنځول کیږي تر څنګ یې د ذهنونو او خلکو په بیدارۍ او روښانولو کې ستر او محسوس رول لري ،محی الدین هاشمي په خپل اثر ادبپوهنه کې لیکي چې (( ادب د ژوند په باب زمونږ تجربې زیاتوي او مونږ له واقعیتونو سره له نژدې آشنا کوي ))۲ بل لوري ته که تاریخ ته وګورو په هره تاریخي دوره او د هر واکمن په واکمنۍ کې د ادبیاتو لارویو ته ډیر پام شوئ او واکمن تل کوښښ کړئ چې ادیبان او لیکوالان په ځان راټول کړي د مثال په توګه د شاحسین هوتک په دربار کې ډیر زیات شاعران او لیکوالان را ټولیدل ، پاچاهانو ورسره نژدې اړیکه درلوده او په هغوئ پام کاوه ، همدا ډول تاریخ پوهان او لرغون پیژندوکي د ملتونو او قومونو په پیژندنه کې د ادبیاتو څخه ډیر کار اخلي. تاسو به ډیر لیدلي وي چې عالمان او ملا امامان بیا په خپلو وعظونو او نصیحتونو کې د ممبرونو په سر او د دریځونو تر شا په خپلو بیانیو کې د لویو شاعرانو عبدالرحمان بابا ، خوشحال خټک ، حافظ سعدي او مولینا شعرونه بیا بیا لولي دا ددې لپاره چې شعرونه او اهنګینه ژبه په ذهن ښه لګیږي ، دوی اوریدونکو ته د خپلو خبرو د ثبوتاو د لا ټینګار لپاره شعرونه او بیتونه زمزمه کوي همدا بیتونه د ادبیاتو د فورمونو او قالبونو له ډلې څخه دي ، ما ډیر ځله په ممبرناستو ملا امامانو څخه بیلابیل بیتونه اوریدلي دي . ځینې بیا په همدې ادبي فورمونو کې د خپلې حقیقي مینې په لټې پسې ګرځي ، د هغې د بیان او د ښکاره کولو هڅه کوي ، د مینې له زوره ادبیاتو ته رامنډه کړي د زړه غوټې سپړي او ادبیاتو ته پناه وړي.

د ادبیاتو د ارزښت په اړه د عبدالله خجستاني دا لنډ حکایت ډیر مشهور ده : وایې چې عبدالله خجستاني به خرکاري کوله او ډیر ساده ژوند یې درلود خو کله چې یې د حنظله بادغیسي دغه بیتونه ولوستل نو له خرکارۍ بیا امیرۍ ته ورسید:

مهتری ګر به کام شیر در است شو خطر کن زکام شیر بجوی یا بزرګی وعـــزت نعمت و جاه یا چو مردانت مرګ رویا روی۳

هغه چې دا بیتونه ولوستل او درک یې کړل نو جرات یې وکړ او په ځان کې یې نرتوب ولید او د دوو بیتونه په زور تر آمریته ورسید. د ادبیاتو ژبه د نورو علومو اوفنونو له ژبې سره توپیر لري مونږ په ریاضي ، فزیک ، کیمیا ، بیولژي او نرو برخو کې توري او کلمې په خپله حقیقي مانا سره کاروو او که لږ هم د دال او مدلول حقیقي اړیکه ماته کړو نو له ټوله سره به مو علمې عملیه له تیروتنو ډکه وي خو ادبیات ددې ټولو سره په توپیر کې دي په ادبیاتو کې شاعر او لیکوال کلمې د خپلې حقیقي مانا سره سره په مجازي او خیالي ډول کاروي او هر څه ته له یوې نوې زاویې ګوري همدا ده چې د ادبیاتو لمن له نورو علومو څخه پراخه ده او خپلې خبرې ، احساسات او غوښتنې په کې په ښه توګه وړاندې کولئ شوو . ادبیات له ارواپوهنې ، تاریخ پوهنې ، ټولنپوهنې ، لرغونپوهنې او نورو علومو سره نیغه اړیکه لري او همدا د ادبیاتو په ټولنوالي باندې دلیل کیداشي . ادبیاتو ډیر ځله نوښتونه او اوښتونونه رامنځ ته کړي دي د ټولنو په برخلیک کې ډیر کار کوي او د جنګ جګړې او مقابلې په ډګرونو کې بیا ملتونو ته بریاوې ورکوي ، په دې اړه خو د میوند د جګړې هغه ټپه د ټولو په خوله کې ده چې ملالۍ د افغانې لښکرو د کمزورۍ په وخت کې زمزمه کړه او لښکرې په جوش راغلې او بریا یې ترلاسه کړه :
که په میوند کې شهید نه شوې خدایګو لالېه بې ننګۍ ته دې ساتينه

پایــــــله

د ادبیاتو د ارزښت په اړه مو څه ناڅه بحث وکړ په دې اړه مو وویل چې ادبیات د هر شاعر او لیکوال د هغو احساساتو ټولګه ده چې ده د خپلو دروني او د ټولنې د روان تیر او راتلونکو حالاتو د اغیزمن کیدو له امله په هنري انداز سره په ادبي قالبونو کې بیان کړي دي ، همدا ډول د ادبیاتو د ارزښت په اړه مو بله خبره په هغو کې د ښکلا او ښایست شتون یاد کړ او له همدې امله ده چې په هره ټولنه کې منل شوي ارزښتونه بلل کیږي ، په ټولنیزو ، اخلاقي او روزنیزو برخو کې د ادبیاتو ارزښت ښکاره او خورا څرګند ده ، د ملتونو او ټولنو له سترو فرهنګي شتمنیو څخه دي ، ادبیات په خپل ښکلي جوړښت سره په ذهنونو او فکرونو کې ژر ځای نیسي او بدلونونو رامنځ ته کوي ، په جنګي او جګړیزو حالاتو کې له همدې اهنګینې ژبې کار اخیستل کیږي ددې هنر درلودونکي مخاطبان په جوش او دبدبه راولي او بریالیتوبونه له ځان سره لري ، شاعر او لیکوال د ریاضي پوه ، فزیک پوه ، کیمیا پوه او لرغون پوه په نسبت ډیره پراخه ژبه لري او د خبرو د لیږد لپاره ډیر څه په لاس کې لري ، بلاخره په درک کولو سره یې شونې ده چې له خرکارۍ امیرۍ ته ورسیږئ .

اخځلیکونه

۱ـــ وحیدا ، ډاکټر فریدون: جامعه شناسي در ادبیات ، پاڼه ۲۱ لومړئ چاپ ، تهران ، خپرندویه ټولنه ( کتابخانه ملی ایران ) ، کال ۱۳۸۷
۲ـــ هاشمي ، سرمحقق سیدمحی الدین ، ادبپوهنه ، پاڼه ۸ ، دوهم چاپ ، ننګرهار جلال اباد ، میوند خپرندویه ټولنه ، کال ۱۳۹۴
۳ ـــ قویم ، پوهاند دوکتور عبدالقیوم ، تاریخ ادبیات دري( از دوره های باستانی تا پایان قرن چهارم هجری ) ، پاڼه ۱۳۴ ، چاپ دریم ، کابل افغانستان ، سعید خپرندویه ټولنه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب