ډاکتر حیم
په۱۸۵۰ میلادي کال کي د انسانانو متوسط عمر ۴۰ کاله وو، د بې بې سې د راپور په اساس په 2014 کال کې په نړۍ کې د انسانانو د عمر متوسط 80 کلونو ته پورته شوه.
د جنیټک د متخصصان اټکل کوي چې د یوویشتمي پیړۍ د دویمي نیمایې په وروستیو کې به د انسانانو د عمرونو اوسط د ۱۲۰ کلنو په شاوخوا کې وي.
په تیرو پنځلس کلونو کې جنیټيک ساینس د ساینس د نورو برخو په څیر خورا چټک په مخ روان دی.
د جنیټک وروستي پرمختګونو په جینونو کي لاسوهنو ته زلاره هواره کړې، د جینیټک پوهان وایې ممکن دا لاسوهنه په جنین کي ترسره شي یا د عمر په مختلفو پړاوونو کي د واکسین په ډول وي.
د جینیټک پوهان وایې دوي به د جنیټیکي لاسوهنو په وسیله د فعالو جینونو او هغه جینونو چې ددي جینونو ساتنه په غاړه لري د تخریب مخنیوي وکړي،او وخت په وخت به یې ترمیم کړي. همدارنګه به وتوانیږي چې یو شمیر وژونکي او ارثي ناروغۍ له انساني جینونو پاکې کړي څو انسانان له هغو ناروغیو چې په ارثي توګه ورته د پېښیدو زیات امکان دی خوندي شي.
د جینیتک د برخې ساینس پوهان ګومان کوي چې د جینونو د اصلاح او سمون پروسه که په بریالۍ توګه پر مخ ولاړه شي، تر څو لسیزو به نړۍ کې د انسانانو د عمر متوسطه کچه دوه چنده پورته شي.
خو په ورته وخت کې دا هم د یادونې وړ ده چې د انسان پر اوږدمهالې روغتیا او سلامتۍ ځینې نور فکټورونه هم اغیز لري، لکه پاک چاپیریال، ښه خواړه، سالمه ژوند بڼه، اقتصاد، سوله او کلتور …
په جینونو کې د لاسوهنې په اړه اندېښنې
د جینتیک ساینس د پرمختګ سربیره ساینس تر اوسه د جینونو د فعالیت په اړه په ډیره کمه اندازه پوهیږي.
ځینې پوهان په دې باور دي چې په انساني جینونو کې لاسوهنه ښايي د انساني ژوند لپاره نور ناوړه عواقب هم ولري، ځکه تر اوسه پورې دا ډاډمنه نه ده چې دا لاسوهنه دې هرو مرو د انسانانو په ګټه وي.
له علمي اړخه دا مهال تر یو حده دا ممکن ښکاري چې ساینس پوهان به وکولی شي په جینونو کې لاس وهنه وکړي، خو دا ډاډمنه نه ده چې دا لاسوهنه تر کومه حده د بشري ټولنې په ګټه ده.
همداراز د جنیټیک له دي پرمختګونو سره ځیني اندیښنې هم شته، لکه یوه ډله خلک چې دي پرمختللي امکاناتو ته به لاس رسی نه لري او له دې بهیر او پروسې به بې برخې وي. په ځانګړې توګه په بې وزلو او وروسته پاتې هیوادونو کې.
ځینې دا ویره هم لري چې په دې کار سره به په اوږدمهالې توګه د انسان اوسنۍ بڼه او ژوند ژواک بدل شي، چې ښايي د بشري ټولنې د نابودۍ سبب شي.
په نړۍ کي ورځ تر بلی د نفوس زیاتیدل، په قطبي سیمو کي د یخونو ویلي کیدل، په نړۍ کې د سرچینو کميدل او داسي نورې اندیښنيې،…
خو زما په نظر دا پرمختګ یو بل اړخ هم لري چې که په جینونو کې اصلاحات د ژوند د اوږدوالي لپاره وکارول شي، نو دا پرمختګونه به د لويو پوهنتونونو، شرکتونو، کمپنیو او پرمختللی هیوادونه په لاس کي وي.
له دې سره دا په یو لوي بزنس(تجارت) او د عاید په یوه قوي سرچینه بدلیږي. ممکن ډیر ناوخته وړیا او عام شي، ځکه هرڅوک غواړي تر ډيره ژوند وکړي، ولو که په هر قیمت وي.
نو په نورو اړخونو سربیره یې په سوداګریز بازار بدلیدل ښايي د بشري ټولنې د تعادل او مساوات لپاره هم یوه اندېښنه و اوسي.