موږ لکه له غره رابهیدونکی سيلاب یا سیل، په دې ښه پوهېږو چې مخ پر ځوړ ځو او د فنا پر لور روان یو، مګر بیا هم په زړه کې هوس لرو او له مستۍ لکه سیلاب شور کوو. زموږ مثال هغې وچې او بې حسه امسا ته ورته دی چې د ړندو په لاس کې وي. په دې هیڅ نه پوهېږو چې چیرته ځو او چیرته روان یو:
لکه د غره سیل چې مخ په خوړ ځو
په هوس درومو که څه په ځوړ ځو
د ړندو لاس کې وچې امسا یو
ځو، نه پوهېږو، چیرته څه وړ ځو؟
هغه قومونه پرمختګ کولی او تاریخ جوړولی شي چې له ستونزو او مشکلاتو سره مبارزه وکړای شي، د پرمختګ پر وړاندې هر ډول خنډونه، برياوې او ماتې مخې ته راځي، مګر تاریخ له همدې ورانو او ماتو جوړېږي. همدا ناکامي او مشکلات په انسان کې د لا زور او او جذبې جديت راولاړوي. څپه چې د سمندر له منځه راپورته شي، که هر څو یې ګردابونه پښو ته غوټې ورواچوې، بيا هم ځان تر ساحله رسوي:
تاریخ له ماتو ورانو جوړېږي
مزل په هسکو ټیټو طی کېږي
د څپو پښو ته هم کله کله
د ګردابونو غوټې ورلوېږي.
زموږ تاریخ په زمانو کې هېر شو، ځکه داسې څه پکې نه موندل کېږي، چې د راتلونکې لپاره د چراغ کار ترې واخیستل شي، د مذهب اصلي روح ته نه ورننوځو، پخپله افسانې جوړوو او ترې تاوو یې. د مذهب اصلي او خدایي څیره، د نااهله انسان پر لاسونه مسخه شوه، له ځانه جوړې کړې افسانې یې په مذهب کې ورننویستې. همدا رنګه مو سیاست هم یوازې شعار پاتې دی، د خلکو د غولونې لپاره شعار وي، خو کار نه تر سترګو کېږي:
تاریخ مو هېر کړ په زمانو کې
مذهب مو ونغښت په افسانو کې
سياسي تګلارې مو خلاصه کړې
په شعارونو په ترانو کې.
د ملت خوله باید و نه تړل شي، هره خبره یې باید واوریدل شي، په ملت کې ډیر خلک اوسې او بیلا بېل نظرونه لري، د دوی ډیرې خولې د غلبېل سوريو ته ورته دي، چې ښه او بد ډېر ژر سره جلا کولی شي:
خېر دی که هر څوک هر وړ غږیږي
ملت تر هر چا ډېر ښه پوهېږي
دا ډېرې خولې دي د غلبېل سترګې
چې ښه او بد پرې ښه جلا کیږي.
هغه چې خنډ او مشکل یې لاره بندوي احمق دی، هوښیاران مشکلات ښه ګورې، مګر ترې تېرېږي، ورته درېږي نه. د چا چې د عقل سترګې ړندې شي، هغوی ته په لاره کې لوړې او خوړې(مشکلات) نه ورښکارېږي:
احمق هر خنډ ته ګورې، درېږي
هوښیار یې ویني ورنه تېرېږي
چې یې ړندې شي د عقل سترګې
لوړې او خوړې نه ورښکارېږي.
موږ وایو چې په یو حال دی، هغه یوازې الله دی، انسان هغه موجود دی، چې له حالاتو سره بدلون کوي، په کوم هیواد کې چې پرلپسې جنګ وي، هلته د وګړو عاطفه زيانمنه کېږي او زړونه سختېږي. انسان له اوله جنګ خوښی او سخت دريځه نه وي، بلکې حالات یې دې ته مجبوروي:
انسان په هر دم بیا بیا جوړېږي
وړ یې بدلېږي، لار یې بدلېږي
د سیند له ځایه فطرت کوږ نه وي
له مجبوریته کوږ ووږ بهېږي.