Homeخبرونهد کورونا له کبله ګلتوني ګازونه کم شوي

د کورونا له کبله ګلتوني ګازونه کم شوي

تاند(یکشنبه، د جدې ۲۸)  د انرژۍ نړیوالې ادارې په یوه راپور کې ویلي، په نړۍ کې د ګلتوني ګازونو تولید کم شوی دی.

د کورونا وایرس له خپرېدو او د نړۍ په ګڼو سیمو کې پر تګ راتګ له بندیزونو وروسته، له فوسیلي سونګ موادو لکه تېلو څخه استفاده خورا کمه شوې او په نتیجه کې یې د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کې ګلتوني ګازونه په سلو کې کابو ۷ کم شوي دي.

د انرژۍ نړیوالې ادارې دې حد ته د ګلتوني ګازونو کمېدل یو تاریخي ریکارډ بللی دی.

ګلتوني ګازونه د مځکې د تودېدا یو تر ټولو مهم سبب بلل کېږي.

نېچر ساینسي مجلې هم په وروستیو کې راپور ورکړ چې ښايي په ۲۰۲۰ م کال کې په نړۍ کې ګلتوني ګازونه د وړم کال په پرتله کابو ۳ اعشاریه ۳ ملیارد ټنه کم شوي وي.

د دغو ګازونو یو لوی دلیل دا بولي چې د کورونا وبا د خپرېدو له کبله د الوتکو الوت تر نیمايي کم شوی، له موټر او نورو نقلیه وسایلو تر پخوا کم کار اخیستل کېږي په دې ډول چې په ۲۰۲۰ کې د موټرو پلور په سلو کې ۱۴ لږ و.

خو له دې وقفې سره سره باور دا دی چې د کورونا وبا له ختمېدو سره سم به یو وار بیا د ګلتوني ګازونو خپرېدا د پخوا په شان زیاته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...