شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبماجرا / اسدالله غضنفر

ماجرا / اسدالله غضنفر

  شل، دوه ویشت کاله پخوا مې د کیسو د لیدلوري او راوي په باره کې یوه مقاله لیکله. هلته راته ضرورت پېښ شو چې د امریکایي ناول لیکونکي مارک توین د ناول (Adventurers of Huckleberry Finn) چې په فارسي باندې  د ( ماجراهای هکلبری فین ) په نوم  ډېر تکړه ژباړن نجف دریابندري ترجمه کړی دی، یو مثال راوړم .د (ماجرا) کلمه په پښتو کې راباندې ښه ونه لګېده، د کتاب نوم مې ( هکلبري فین ته ورپېښې پېښې ) وژباړه.

 درې کاله پخوا مې وغوښتل چې د European military adventurers په نوم یوه مقاله په پښتو وژباړم. د adventurers کلمې فارسي معادل( ماجراجویان) په پښتو کې تر ( ماجرا) هم بې خونده را ښکاره شو. شاید وجه یې دا وي چې د ( جو) روستاړی په پښتو کې نه استعمالیږي. انګلیسي- پښتو قاموس مې پسې وکوت. هورې یې د ذکرشوي انګلیسي لغت معنا په جمله کې بیان کړې او ورسره یې د ( خطرمنونکي) کلمه هم راوړې وه. ما په ترجمه کې په نه زړه ( ماجراجویان) او ورسره په لیندۍ کې (خطرمنونکي) ولیکل.

 په تېرو دریو کلونو کې مې په پښتو کتابونو کې د (ماجرا جو) درې معادلونه: (بلا غواړی، بلا پېری او واقعه طلب) پیدا کړل. د حمید مومند په ( نیرنګ عشق ) کې لولو چې:

  ولې ناست و یو رقیب د ده همغاړی

  ناست و دېو غوندې بدشکله بلا غواړی

دا هم د نیرنګ عشق یوبیت دی:

هغې زالې، بلاغواړې، ناترسانې

دا دشوارې په سر واخیستې اسانې

خوشحال خټک فرمایي:

بلا پېری زړه لرم دا یې عادت دی

غم و بل لوري ته درومي زه یې خپل کړم

څو میاشتې پخوا مې په (تاریخ مرصع ) کې ولوستل: ( نور که هر څو مغلو بللم، نه ورتلم، ورته ومې ویل چې دې ما اولس هم واقعه طلب دی، چېرې نه فساد وکا. د خپل اولس په بندوبست مشغول یم.)

 ( واقعه طلب ) پښتو لغت نه د ی خو نه ( طلب ) په پښتو کې نا اشنا دی او نه ( واقعه) ، ځکه خو که  څوک  دا کلمه په ړومبي ځل هم اوري، په معنا یې پوهېږي. (جاه طلب یا داوطلب په افغانستان کې عامې کلمې دي. د پېښور خوا ته مثلا وایو: دا موضوع بحث طلب ده.)

  ژبپوهان ځینو کلمو ته روڼې (transparent) او ځینو نورو ته تتې (opaque) وایي. روڼې کلمې هغه دي چې  ترکیب یا اشتقاق یا غږ یې داسې وي چې په مطلب باندې یې په اسانه پوه شو. مثلا د (زده کوونکي) کلمه که په لومړي ځل هم اورو، معنا ورنه اخیستی شو ځکه د (زده ) او (کوونکي ) په معنا پوهېږو. تتې کلمې دغه ځانګړنه نه لري. مثلا د اپرېټر کلمه به په انګریزي کې روڼه وي خو په پښتو کې تته ده. دغه راز د (لښتلیک) کلمه چې ګومان کوم د جدول ، ګراف یا شاید لست او فهرست د معنا د رسولو لپاره جوړه شوې ده، په پښتو کې تته کلمه ده، ځکه ( لښت) چې شاید له ( لښتي) رااخیستل شوی وي، او ( لیک) په رابطه نه پوهېږو. ما چې د (ستاینلیک) ترکیب په لومړي ځل لوستی دی، په مطلب یې پوه شوی یم، ځکه روڼ ترکیب دی خو په (لښتلیک) مې تر اوسه سر نه خلاصېږي. ګومان کوم ( لښتی) یې له ( جدول) څخه رااخیستی دی چې په عربي کې ویالې ته وایي. که زما شک سم وي نو جدول خو حد اقل په فارسي کې  د دیاګرام او هندسي شکل په معنا راځي او د ویالې د غاړې پاخه دیوالګي ته هم وایي . په هر حال، د ( لښتلیک) ترکیب که د هرمنطق په اساس جوړ شوی وي ،په تتو کلمو کې حساب دی. د تتو کلمو زد ه کړه مشکله وي او دا یې منفي اړخ دی. د ( خطرمنونکي)، ( واقعه طلب) ، (بلاغواړی) او (بلا  پېری) کلمې په پښتو کې  تتې نه دي.

 (بلا) خطرناکه وي او په ماجراجویي کې ریسک او خطر نغښتی دی. خوشحال خټک او حمید مومند د خطرناکې حادثې په ځای د (بلا) کلمه راوړې ده او استعاري ترکیبونه یې جوړ کړي دي چې د شعر ښکلا ورسره زیاتېږي. مونږ وایو د غره سر ته وختم او د دریاب غاړې ته لاړم. غر او دریاب سر او غاړه نه لري خو د انسان له بدنه ورته پور شوي دي او د وخت په تېرېدو سره مو د هغو تشبیهي او مجازي اړخ هېر کړی دی. د پوهانو په نظر، استعاره د ژبې د وسعت او د نویو کلمو د جوړولو خورا مهمه ذریعه ده.

 (خطرمنونکی)، ( بلا پېری)، (بلا غواړی) او (واقعه طلب) کلمې ډېرې اوږدې نه ښکاري چې دا یې یو بل امتیاز دی. دغه راز د ویلو په وخت ورسره نه په تکلیف کېږو، روانې او سلیسې دي.

(ماجرا جو) ستاینوم دی .څلور واړه ذکر شوي معادلونه یې هم طبعا ستاینومونه  دي خو د ( واقعه طلب) امتیاز پکې دا دی چې ( اسم) هم ورنه په اسانه جوړېږي. مونږ ماجراجویي ته واقعه طلبي ویلای شو مګر له هغو نورو  څخه  اسمونه بې جنجاله نه جوړېږي. (مننه) یا (غوښتنه) مستقلې کلمې دي او په همدې وجه که ماجراجویي ته خطر مننه یا بلا غوښتنه ووایو، ښه نه لګېږي. موږ مجبوریږو  چې ( ماجراجویي ) ته نوې کلمه ومومو او د ژبې د ویونکو په حافظو باندې یو بل بار واچوو. هغه کلمې چې ګردان یې کېږي، تر هغو کلمو بهتره دي چې ګردان یې مشکل دی.

 خو ( واقعه طلب) بیا خپل عیبونه لري. دغه کلمه په دې سربېره چې پښتو نه ده یا حد اقل په اوسنۍ پښتو کې عامه نه ده او اوسنی ذوق به یې منلو ته چندان تیار نه وي ، د معنا په لحاظ د ( ماجراجو) پوره معادله نه ښکاري، ځکه منفي اړخ پکې پیاوړی دی او د تاریخ مرصع په کتاب کې هم تر ډېره حده د جنجال جوړوونکي او بلواګر په معنا استعمال شوې ده، حال دا چې ( ماجرا جو) که څه هم خپل هدف ته د رسېدو لپاره د اخلاقي اصولو پروا نه ساتي خو زړه ور دی، ریسک مني او خطر ته غاړه ږدي.

 په کلمو  کې پښتو تر غیرپښتو، لنډه تر اوږدې، سلیسه تر غیرسلیسې، روڼه تر تتې، د معنا په لحاظ دقیقه تر نادقیقې،  صرف کېدونکې تر نه صرف ( ګردان) کېدونکې او د اوسنو له ذوق سره برابره تر هغې کلمې بهتره ده چې یوازې د پخوانو له ذوق سره برابره وي.

 د یوې کلمې انتخاب مختلف عوامل لري. زه چې په پښتو کې د ( ماجراجو) کلمه راوړم، داسې انګېرم لکه نثر چې مې ورسره بې خونده کېږي خو تر اوسه لا په دې نه پوهېږم چې ډېر مناسب معادل یې شته که نشته؟

2 COMMENTS

  1. غضنفر صاحب ډېر ښکلي ټکي ته مو اشاره کړې ده. زه خپله هم چې کله له پاړسو، انګلېسي، ترکي یا هم آلماني څخه ژباړې کوم نو له ډېرو داسې کلمو سره مخ شم چې په پاړسو کې ورته معنا پیدا کړم خو پښتو کې نه. په همدې خاطر اکثره کوښښ کوم خپله ورته داسې یوه پښتو کلمه یا هم یو ترکيب پیدا کړم چې لږ تر لږه له اصلي کلمې سره اړخ ولګوي، ځکه نه غواړم پاړسو کلمه ولیکم او خپله لیکنه راته بیا بې خونده ښکاري. دا هغه ستونزه ده چې زه ورسره هره ورځ مخ کېږم او دا ستونزه ټولو هغو ملګرو ته ښکاره ده چې ژباړې کوي.
    د (ماجراجو) کلمې سره زه هم په وار وار مخ شوی یم چې کله مې تېر ځان تېر کړی او کله مې یې مطلب په یوې جمله کې بیان کړی. د حمید بابا (بلاغواړی) کلمه مې خوښه شوه او (واقعه طلب) مې خوښ نشو،‌ ځکه دا ترکیب هیڅ قسم ته پښتنی رنګ نلري او خوند هم نه کوي سره د دې چې شاید مطلب ولېږدوي.

  2. ډېره ښکلې، منطقي او اموزنده لیکنه ده. وبخښئ چې اموزنده مې وویل. دا هم د ماجرا جو په شان په پښتو کې خوند نه کوي خو که زده کوونکې یا روزونکې ووایم مطلب سم نه شي رسولی.
    غضنفر صاحب دې سلسلې ته دوام ورکړئ
    خوښ اوسې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب