شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبشعرد عبدالباري جهاني یو (ذوالقافیتین) غزل

د عبدالباري جهاني یو (ذوالقافیتین) غزل

(ذوالقافیتین)

د سرې لمبې له ژبي یې رازونه رسوا نه دي

د شمعي له مذهب سره ګلونه اشنا نه دي

چي ګرځې له کچکول سره پر ښار د ګناهکارو

زاهده په خلوت کي دي سوالونه ریشتیا نه دي

چي هره شپه د نوي صنم لور ته قبله اوړي

یارانو په دې ښار کي مو لمونځونه روا نه دي

ساقي خپلو رندانو ته پیغام دی استولی

مخفل به اجاره وي خو جامونه د چا نه دي

سبا به دي مختوری د جانان پر کوڅه تیر کي

رقیبه تر اجله دي کلونه په خوا نه دي

تر څو به دي په کاڼو له ناکامه ماتومه

تندیه په اورغوي کي فالونه پخلا نه دي

راځه جهاني مات کو د غزل په خُم کي غشي

پر زړو د غمازانو دي وارونه رسا نه دي.

د ۲۰۱۳ کال د جون اته لسمه    ویرجینیا

3 COMMENTS

  1. جها ني صا حب سلام
    ستا قافتين کې د پښتو ژبې ادب نغښتى،
    هغه ادب چې زمونږ دفرهنګ لپاره چراغ
    ګڼل کيږي او د ادب لپاره
    د پوهې معيار.
    Expressing Beliefs in Sentences
    With respect and honor I would like to bring the following suggestion to your attention; I really like your zowal qafyatain which means the possessor of , owner of,holder of qafyatain = 2 . Crack and somtimes break,under the burden,Under the tension, slip,slide, perish,
    Decay with impresion, will not stay in place,
    Will not stay still.
    This is a valid argument.
    نور دې په خداى سپارم
    په درنښت

  2. جهانی صاحب سلام
    هیله ده چی جوړ او روغ به یاست
    ستاسی د شعر سیمبولونه می ډیر خوښیږي؛ لکه پانوس، شمع، کچکول، ذاهد، تقوای…….او داسی نور
    الله دي ژوندی لره
    په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب