شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبګلداره مشاعرې / سلیم سلیمان

ګلداره مشاعرې / سلیم سلیمان

 څو ورځې دمخه په میدان کې د مڼې ګل کالنۍ مشاعره وه. تر هغې دمخه په لوګر کې سینځل ګل او په کندز کې ریدي ګل کالنۍ مشاعرې جوړې شوې.

 ګومان کوم د سږ کال لویې پسرلنۍ مشاعرې چې په نارنج ګل پیل شوې ، د پسرلي د موسم تر ختمېدو دمخه په مڼې ګل پای ته ورسېدې. د نارنج ګل او مڼې ګل په منځ کې مو څو نورې ګلدارې مشاعرې هم لرلې: بادام ګل، انارګل… سوال دا دی چې ولې  ټولې کالنۍ مشاعرې په پسرلي کې او ولې اکثره  د ګلونو په نوم؟ ایا وجه خو به یې دا نه وي چې موږ په ادبیاتو کې هم نوښت ګر نه یو ، مقلد یو؟

په ادب او هنر کې چې ابتکار نه وي، ملا یې ماتېږي. البته، تاسې به ووایاست چې نوم یې څه کوې، له شعرونو یې نوښت غواړه؛ خو زه وایم هغه خلک چې په نوم ایښودلو کې د نوښت حوصله نه لري ، په شعر ویلو کې به یې له کومه کړي؟ زما دا خبره به په هغو ځوانو شاعرانو بده ولګېږي چې نوي خیالونه ورسره دي او د ابتکار لمن یې ټینګه نیولې ده. ولې دغه ځوانان دې له  ځانونو  پوښتنه وکړي چې د دوی شمېر څومره دی؟ په هغو لسګونو او کله نا کله سلګونو کسانو کې چې په لویو مشاعرو کې نوبت نیسي، څو کسه یې د رښتیا شاعران دي؟

 دغه کسان چې په واقعي معنا شاعران نه دي خو په مشاعرو او ادبي غونډو کې برخه اخلي، د ادب واقعي مینه وال دي. واقعي مینه وال یې ځکه بولم چې اکثره وخت نه دي تشویق شوي او بلکې نیوکې یې هم اورېدلې دي ، خو بیا یې هم په ساعتونو انتظار کړی دی چې نوبت تر لاسه کړي او خپل اواز نورو ته ورسوي.  که زموږ په ټولنه کې د ابتکار کمی نه وای، دغو کسانو به له شعره پرته د ادب او فرهنګ په لسګونو نورو ساحو کې خامخا د خپل ذوق او استعداد ساحه پیدا کړې وای او په دې ډول به یې هم د هېواد فرهنګ ته او هم خپل ځان ته خدمت کړی و.

 شاعري زموږ پخوانی او ډېر عام هنر دی. څرنګه چې په ټولنه کې نوښت کم دی نو زلمي چې کله د هنر خدمت ته مخه کوي، سترګې یې په شاعري لګېږي او بې له دې چې په خپل اصلي استعداد غور وکړي، شعر ویلو ته مټې راونغاړي او تر اخره پورې په همدې یوې لارې روان پاتې شي.

د وروسته پاتې ولسونو او پرمختللیو ولسونو یو فرق دا دی چې په پرمختللیو ټولنو کې د داسې کسانو شمېر زیات وي چې په خپلو چارو له سره غور کوي او وخت په وخت نوښت پکې راولي. همدا د نوښت کلتور دی چې کابو ټول اختراعات په لویدیځو او پرمختللیو هېوادونو کې کېږي.

 څو ورځې دمخه مې د ابتکار د اهمیت په باره کې یو حکایت واورېد چې  په لوستلو ارزي. حکایت داسې و:

د لارې په غاړه د ناست سوالګر مخې ته په ایښې تخته باندې لیکلي وو: زه ړوند یم، له ما سره مرسته وکړئ!

 یو ځوان چې غرمه مهال هورې تېرېده، د تختې څنګ ته ایښې خولۍ ته یې وکتل، پام یې شول چې له نابینا سره چا مرسته نه ده کړې. ځوان د تختې په شا بل څه ولیکل، همدا شاتنۍ خوا یې رامخې ته کړه او لاړ. مازدیګر چې ځوان راستنېده، د نابینا مخې ته په ایښې خولۍ کې یې ډېرې پیسې ولېدې. نابینا له اوازه وپیژاند او پوښتنه یې ورنه وکړه: تا په تختې باندې څه لیکلي دي چې معجزه وشوه او هر څوک پیسې راکوي؟

 ځوان ورته وویل ، ما لیکلي دي چې : پسرلی دی خو زه یې نه وینم.

  نابینا لا د دې جملې په باره کې فکر کاوه چې ځوان زیاته کړه: په ژوند کې هر برکت په تغییر کې دی. که هر وخت پوه شوې چې روزګار دې په ټپه ولاړ دی، لاره بدله کړه، یو څه تغییر راوله، چارې به خامخا سمې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب