پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبلنډه کیسهموسیقي / اجمل پسرلی

موسیقي / اجمل پسرلی

په شپږم پراګ کې زړې کلیسا ته څیرمه د موسیقي اوریدو ته بابانیک بلنه راکړه. مازدیګر شپږ نیمي بجې وې چې د بلنلیک له وخت سره سم ورورسیدم. هلته شل پنځه ویشت تنه په کتار چوکیو غلي ناست وو.

د بابانیک زوی پیانو غږوله او لور یې چې له امریکا تازه راستنه شوې وه د ترومپیت غوندی یوه اله پوف کوله. کله چې به یوه نغمه ختمه شوه چک چکې به شوې. وایي چې اوسې په خوی به د هغو شي نو ما هم لاسونه پړقول.

د نغمې د غږیدو په وخت به د یوه نیم ناست سړي سر له خونده زنګیده خو زه چې له موسیقي سره اشنا نه یم دا بې سندرې وچه نغمه راته عادي ښکاریده.

یوه نیمه نغمه لږ تیزه وه او د پیانووال به یې په اخره کې یو دم لاسونه لوړ کړل چې د ناستو کسانو له چک چکو سره به د موسیقي والو خولې ویړې شوې.

د محفل له خلاصیدو سره ما له بابانیک څخه مننه وکړه او له نورو سره یو ځای راووتم. یو بوډا تر ما مخکې و سر یې خوځاوه او داسې مې وانګیرله چې دې نغمو ډیر خوند ورکړی دی. لږ وړاندې زه پرې تیر شوم او خداي پاماني مې ورسره وکړه د مخه ښه په وخت بوډا راته وویل، په ژوند کې داسې ورځې ډیرې لږې دي چې مفته خوند واخلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب