جمعه, اپریل 26, 2024
Home+لنډکۍ | نورکمال ارشاد

لنډکۍ | نورکمال ارشاد

“جار خوله را نږدې که، ما لونګ ژوولي دینه”
“و خدای دې دورباله که چې زۀ در لاندې شمه”
د پښتو ولسي ادب د شفاهي برخې یو ځانګړی او پۀ زړۀ پورې فورم دی، چې د بڼې لۀ مخې پښتو ټپې ته ورته دی، خو لۀ ټپې سره څو مشخص توپیرونه لري. لنډکۍ د غرنیو سندرو لۀ طرز سره برابرې او ښې ویل کېږي، غرنۍ سندرې د پښتو ملي نظمونو یو ډول دی چې پۀ خپل ځانګړي ترنمي طرز او آهنګ د ډېرو خلکو خوښېږي، غرنۍ سندرې د طرزونو لۀ مخې ډېر ډولونه لري، چې اکثره یې د سروکو، لنډیو او لنډه کیو پۀ بدرګه ویل کېږي، پۀ دې نظمونو کې زموږ خپل پښتني چاپېریال منعکس شوی، د پښتنو مینه، کرکه، بدي، کلی، ګودر او منګی، پښتنې مېرمنې او د ژوند نور ډېر او بېلا بېل اړخونه پکې پۀ خورا ډېر ماهرانه ډول را اخیستل شوي دي.
د لنډه کیو پۀ اړه څۀ ناڅۀ څېړنې شوې دي او د محمدعارف غروال د وینا لۀ مخې چې دۀ پۀ لومړي ځل لنډکۍ معرفي کړې او نوم هم ورته دۀ انتخاب کړی دی، دی وایي چې ماته د علومو اکاډمۍ لخوا دنده وسپارل شوه چې د پکتیا غرنۍ سندرې را ټولې کړم، پۀ همدې ترڅ کې د لنډه کیو لۀ فورم سره مخ شوم او د هغې د خوږ والي، ځانګړې ښکلا او لنډ جوړښت پۀ اساس مې ورته د لنډکیو نوم غوره کړ.
 زۀ وینم چې ډېر ځله کوم ملګری پۀ ټولنیزو رسنیو کې لنډکۍ ولیکي، نور ملګري یې فکر کوي چې دا به د ټپې/لنډۍ دویمه مسره وي، خو داسې نۀ ده، لۀ ټپې سره یې څو توپیرونه پۀ لاندې ډول دي:
۱- ټپۀ د پښتو ادب یو عام فورم دی، د هر ځای، هرې سیمې وګړي چې پښتانۀ دي، دا فورم پېژني او پۀ تخلیق کې یې ونډه لرلې ده؛ پښتانۀ د لر دي او که د بر، ټپۀ پېژني او ایجادوي یې، خو لنډکۍ د پښتنو پۀ مشخصو سیمو پورې محدودې دي، چې د رامنځته کېدو او ودې مرکزونه یې خوست، پکتیا او پکتیکا ښودل شوي دي، خو د دې تر څنګ ځینې تاریخي لنډکۍ هم شته چې پۀ مختلفو پښتني سیمو پسې اړوندې دي، لکه دا لاندې لنډکۍ چې د خټکو د سیمې اړوند یوې تاریخي پېښې ته اشاره کوي:
 څۀ قراره شپه ده چې خټکه زېبو ځینه
*
ورو، خټکه ورو ځه، صبحدم دی ستړې شومه
*
زۀ به تاته ورو تلم، شاته چیغې ګډې دینه
*
مه تښته خټکه، ما کارتوس راوړي دینه
*
جار خټک جنګېږي، زېبو شنه شي وخاندینه
*
جار خټک د شنو پاڼو برغو دی ړنګ به شینه
*
غرۀ پۀ بېخ یې پرې کړل د زېبو سپین مړوندونه
۲- ټپۀ د شکل لۀ مخې دوه مسرې وي، یوه لنډه چې نهۀ څپې ده او بله یې دیارلس څپې ده، چې د پښتو عروضو (وزن پوهنې) لۀ مخې یې لومړۍ مسره د پښتو اوږد رکني  بحرونو پۀ لړ کې د پنځم بحر دویم ښاخ کې ویل شوې، خجونه یې پر څلورم او اتم سېلاب راځي، دویمه مسره یې د همدې بحر پۀ درېیم ښاخ کې ویل شوې چې خجونه یې پر څلورم، اتم او دوولسم سېلاب راځي، لنډکۍ بیا که څۀ هم پۀ پښتو عَروضو کې معرفي شویو بحرونو کې سمه نۀ برابرېږي، خو موږ یې د دې لۀ کبله چې خج یې پۀ لومړۍ څپۀ راځي، د لومړي اوږد رکني بحر پنځم ښاخ بولو، د موضوع د اسانۍ لپاره یې یوه ښکلې لنډکۍ پۀ څپو وېشو:
و خدای دې دورباله که چې زۀ درلاندې شمه
و/خدای/دې/دور/با/له/که/چې/زۀ/در/لا/ندې/شـ/مه
پاس د لنډکۍ تقطیع ته پۀ کتو، هره لنډکۍ لۀ درې روغو رکنونو او یو نیمګړي رکن څخه چې دوه څپې دی، جوړېږي، روغ رکن څلور څپې دي، چې حتماً به یې پۀ یوه څپۀ فشار/خج راغلی وي، نو ویلی شو چې د لنډکۍ د هر رکن پۀ اوله څپۀ خج را درومي، ځکه موږ د لومړي اوږد رکني بحر اړوند وبللې او پنځم ښاخ چې عَروضو کې نۀ دی معرفي شوی، موږ ځکه ور ته انتخاب کړ چې لنډکۍ د لومړي اوږد رکني بحر پۀ څلورو بحرونو کې نۀ راځي، موږ یو پنځم ور ته را منځته کړ نو ټول هغه شعرونه چې د رکن پۀ اوله څپۀ یې خج وي، که د لومړي بحر پۀ ښاخونو کې برابر نۀ شول، موږ به یې پنځم ښاخ بولو.
۳- لنډۍ دوه مسرې وي، که یوه- یوه یې ووېشو خپله مانا لۀ لاسه ورکوي، یانې یوه مسره یې اکثره وخت پوره مانا نۀ شي ورکولی، خو لنډکۍ بیا یوه مسره وي او پوره مفهوم لېږدوي.
ما هڅه وکړه تر څو خوندورې لنډکۍ یې را ټولې کړم، دا دی سل ډېرې خوږې هغه یې ما را ټولې کړې، چې څۀ مې لۀ ملګرو، فېسبوک او یوه برخه مې یې د (غرنۍ سندرې) لۀ کتابه را اخیستې ده چې لیکوال یې محمد عارف غروال دی او پۀ ۱۳۶۰ هـ.ش کې چاپ شوی دی.
بله دا چې ما هڅه وکړه، کومې لنډکۍ چې مشخصو لهجو سره تړاو لري، پۀ هماغه لهجه یې ولیکم، هیله ده چې لوستل یې ستونزمن نۀ وي.
دا سل لنډکۍ دې همدلته خوندي وي، تر څو که راتلونکې کې چا غوښتل استفاده ترې وکړي، یا یې ولولي، پیدا کول یې ور ته اسانه وي.
ووړکي تور بوبري دي جلکۍ زیړې ګلې دینه!
*
نۀ به تل دره ګی وي نه بې (به یې) ډانډې ډاکې وینه
*
ړانګه بنګه توسې کره درتلم وغورځېدمه
*
خیال بازور لنډی دی جلکۍ ورو که قدمونه
*
جار بې غامه خدای دی، بنده تل پۀ غام کې وینه
*
زېړه ګله زۀ یم، یور مې بله لټوینه
*
غونډه، منډه زۀ یم یور مې بله لټوینه
*
ډېر روبوندې ګرون یې، پۀ راضو دې ستړیومه
*
ډېره مینه مه که، لېونی به شې مئینه
*
تۀ پۀ ډؤل جوړه یې، که زۀ در مئین شومه
*
سپینه خولۀ بو دېرکم کم، ووړکیه مه ژوړه مئینه
*
جګه شه لۀ خوبه، مېر ختلی دی پۀ غرونه
*
غونډې، منډې روشه، پۀ یور ووچوه لوسینه
*
پرېږده لوس مې پرېږده، کني چیغې ګډومه
*
جونې پۀ باغ ګډې شوې، تالا یې کړو مئینه
*
لوړې، رو خبونشې، که مو ډېر وکړل سوولینه
*
وژاړم که وخاندم بې یاره ناسته یمه
*
جار دیدن غونډاری کړه را ویې شړه مئینه
*
تۀ که ژوړې، ژوړه مو بو نۀ مومې شرینه
*
لمر پۀ غرو زېړای دی، مخ رو ووړوه شرینه
*
خدای دې لېونی که چې پۀ غرو لوړ شې مئینه
*
تل د خدای خدایي وي، بنده تل پۀ غم کې وینه
*
څۀ پۀ غم زاړۀ شول، ښکلي، ښکلي صورتونه
*
سور چار ګل دې مات شه، لکه نښه ولاړ وینه
*
حق دی مرګی حق دی ستا ځواني مې ژړوینه
*
جار فقیره مه غواړه بې وخته خیراتونه
*
جار مرګی ظالم دی، پنډې جمې ړنګوینه
*
جار ډېر مې زاییر کړې، ګناکاره دې خدای یمه
*
جار پاس مې لالی دی، کوزه زۀ ویلوړه یمه
*
لنډې، لنډې وایه، ماته خوب راځي مئینه
*
تۀ پۀ کنډو وا ووښتې را پرې دې ښؤل غمونه
*
جار د لوړ زانګییه شې چې بود دې زنګوینه
*
مه مرې ووړکیه، مه مرې، که نصیب دې پوتې وینه
*
مارګ پۀ مېړو پور دی خان غریب بې پرېکوینه
*
تۀ چې پۀ خندو شې، سپینې وورې تلې شینه
*
ټیټې شوې بلبلې د چندڼو پۀ سرونه
*
مه راوړه ساړۀ لاسونه خوب مې زنګوینه
*
مه راوړه ساړۀ لاسونه ډېر ساړۀ مې شینه
*
بیا دې سترګې سرې دي، چا ښکنلی یې مئینه
*
سرو سترګو دې جار شم، نن دې بیا ژړلي دینه
*
جار هغه یې کونډې کړې چې تور لوانګ ټومبینه
*
 تۀ پخیر راشې سپینه خولۀ بو درکومه
*
ټیټه یې ږلۍ کړه، پۀ دره ګي یې وروینه
*
جار دره ګی خالي دی، جونه غرو ته تللې دینه
*
تۀ پۀ خندا لاړې، زۀ دې هېره کړم، مئینه
*
زۀ لکه بلبله پۀ فریاد شپې تېرومه
*
سره لاسونه جګ کړه، یوره غېږې ته درځمه
*
سره لاسونه جګ کړه چې بنګړیو شرنګ دې شینه
*
جار د للمې ګله، پۀ دیدن دې پڼومه
*
جار پۀ ننګ مئینه ووړکیه غېږې ته درځمه
*
جار نرۍ، نرۍ اوبۀ راځي، ما ډوبوینه
*
جار خوست کې ګرمي ده ماته کېږده چینارونه
*
تورې سترګې سرۀ لاسونه تاته ناسته یمه
*
نه که دنیا ړنګه شي رضـــا به د خدای وینه
*
جار مرګیه خوار شې زۀ دې خواره کړمه مئینه
*
پورې وورې جنګ دی سره سټ یې کړل مئینه
*
مه ژاړه نادانې ووړکي تل پۀ تورو مرینه
*
جار سرۀ غوجېرۀ پۀ وینو رنګ لکه لالونه
*
تور ببری نسکور دی، زۀ پۀ بام ولاړه یمه
*
تۀ چې جواري کړې ما به وبایلې میئنه
*
جار ځان مې پۀ وېره کړې چې تا به ویرومه
*
پرېږده د دنیا غمونه، زۀ دې ډېره یمه
*
جار پۀ دیدن بیړه کړه سبا به شي مئینه
*
جار مئینه جامه ړنګوه سبا به شینه
*
پرېږده، لاس مې پرېږده ماته مور سورې وهینه
*
مه را پسې ژاړه ووړکیه نۀ مې درکوینه
*
جار کمکی دې مړ وای چې مې نۀ لیدی غمونه
*
صبر د زړۀ راکړې چې لالی نۀ یادومه
*
پورې مې لالی را پورې زۀ ولاړه یمه
*
تورې سترګې سرۀ لاسونه، خدای درکړې یمه
*
ټینګه غېږه راکړه، ړانګه بانګه درغلمه
*
څټ پۀ مخ مې ښکل کړه چې بیا نۀ کې ارمونینه
*
سپینه خولۀ مې ستا ده د بل خاورې شه مئینه
*
جار خولۀ را نږدې کړه، ما لوانګ ژوولي دینه
*
جار غمو ته اور ور واچوه چې وسیزینه
*
تۀ چې پناه کېږې، مخ راووړوه مئینه
*
مخ چې رو ړوې پښه وېلې نۀ نسې مئینه
*
جار ستا د دیدن پۀ تمه شپې سبو کومه
*
جار څومره دې ځنډ کړو پۀ پردیو وطنونه
*
سور سالو مې ورو، ورو جیګوه لۀ خوبه یمه
*
ټینګه خوبیولې ومه تو ارجګه کړمه
*
زۀ مئینه نۀ یم چا دروغ ویلي دینه
*
سرې سترګې را جګې کړه د مینې یار دې یمه
*
سرې سترګې را واړوه چې لاړ مې شي غمونه
*
سرې سترګې راجګې کړه لوګی شول وطنونه
*
خدای ته وکسه وخانده چې لاړ مې شي غمونه
*
سپین مړوند دې کېږده جلکۍ سر پرې لګومه
*
ړانګه بنګه راشه پر ما واچوه لاسونه
*
کله خولګۍ راکړې کله ډېر کړې جنجالونه
*
بیا جلکۍ وهلې پۀ لنډۍ زنې خالونه
*
سرې دې اوربخولې ځونډي دې کلي خبروینه
*
جار کږه وږه ګودر ته ستا لپاره ځمه
*
تورې سترګې سرۀ لاسونه، بر ګودر ته ځمه
*
جار زېړ مازدیګر دی زېړه زۀ ولاړه یمه
*
پرېږده چې ګرځېږم لېونی پۀ جګو غرونه
*
پرېږده چې ښورېږم لېونی پۀ ګودرونه
*
لاړله ګودر ته جلکۍ زړونه پرې کوینه
*
پاس پۀ هوا راشه، کوزې لیارې بندې دینه
*
ټکنده غرمه ده، عاشقان لۀ تندې مرینه
*
څڼې دې را ټیټې کړه چې ګل در وټومبمه
نورکمال ارشاد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب