مورې
مورې ، مورې خوږې مورې
راته غوږ شه درته وایم
د خوږمن وجود خبرې
د خپل ستړی زړه سندرې
مورې ، مورې خوږې مورې
دا دنیا ډیره بدرنګه
ادې هر چا یو غم راکه
هر یو چا مې لمن پرې کړه
هر یو چا مې زړه ګی مات که
ټولو تور باڼه را مات کړه
چا چارګل راته ذرې کړ
چا امیل دانه وانه کړ
چا مې اوښکې ملغلرې
په سینه را واچولې
چا مې سره لاسونه سپین کړه
ماښامونه یې غمګین کړه
بس په غم مې شپه رڼه کم
په دردونو ورځ را شپه کم
مورې هر یو هډ مې ستړی
مورې ژوند مې ډیر نیمګړی
مورې ، مورې رڼا راکه
مورې بیا تمنا راکه
هله! مورې زه ډاریږم
خپل ټیکري کې مې که پټه
مني زه خزان ، خزان کړم
په سپرلي کې مې که پټه
مورې ، مورې خوږې مورې
د ځوانۍ شیبه خوږه که
زمانې کړم ستړې ، ستړې
ما په غیږه کې ویده که
شفيقه خپلواک