جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهمجبوره قاچاقبر(لنډه کیسه) نصرت ارمان

مجبوره قاچاقبر(لنډه کیسه) نصرت ارمان

د ژمي ورځې شپې وې، هسې خو په ژمي کې يخني زياته وي، خو دا دوه ورځې کېدې چې د خلکو له خولو د يخنۍ د زياتوالي شکايت ډېر شوى و، هوا ګردجنه وه، د ورېځو سپين څادر د اسمان لمنه نيولې وه او د واورې د ورښت پيشګويي کېدله.

بخارۍ ته مې د لرګو توتڼي ورواچول، د تلويزون ساکټ مې کېښود، ښه وه بريښنا وه، کمپله مې په ځان کش کړه، څه ښه په کې نه تر سترګو کېدل، خو ناڅاپه مې د تلويزون په مخ په دې خبرتيا سترګې ولګېدې.

سبا شپه اوه نيمې بجې په ژوندۍ بڼه د هغه قاچاقبر مرکه، چې د قانون له خوا ورته د ټول عمر بند سزا ورکړل شوې.

په اندېښنه شوم، زړه مې د مرکې ليدو ته بې قراره شو، خو تر اوسه لا د مرکې پيلېدو ته وخت ډېر پاتې و، تلويزون مې بند کړو او کمپله مې په ځان کش کړه.

سهار له چايو وروسته د دفتر په لور وخوځېدم او په خپلو کارونو مې شروع وکړه، ٤ بجې وې چې راکړل شوي کارونه مې خلاص کړل اود خپلې کوټې په لور روان شوم.

د مرکې په اړه مې سوچونه کول، چې دا به څوک وي؟ ولې يې دا ناوړه کارونه کړي؟ ډېرې نورې پوښتنې مې په ذهن کې تلې او راتلې، چې کوټې ته ورسېدم.

ګروپ مې روښانه کړواو بخارۍ مې بله کړه، د ولږې احساس مې وکړو.

زر زر مې ځان ته پخلى وکړو او په مړه خېټه مې ډوډۍ وخوړه، د کاليو تر ټولولو وروسته مې تلويزون روښانه کړ او ځان مې کمپلې ته ورسولو.

د مرکې شېبې په لنډېدو وې زړه مې بې واره د مرکې ليدو ته درزا کوله، لکه کومه پېښه چې کېږي. د مرکې وخت راورسېده. يو ځوان او ښکلي نطاق په خبرو پيل وکړ، ګرانو ليدونکو په سلامونو مو لمانځم هيله مې ده تر پايه له مونږ سره پاتې شئ.

نن به هغه بندي تاسو ته خپله د ژوند کيسه وړاندې کړي کوم چې يو مياشت مخکې له ٧ کيلو ګرامه پوډرو سره د قانون منګولو ته لوېدلى او قانون ور ته د ټول عمر بند سزا ورکړې، اوس به مونږ له ده نه واورو، چې ده څه مجبوريت درلود او ولې يې د مخدره توکو کاروبار کولو.

زر مې خپلې سترګې ورپولې ما ويل ګنې خوب وينم، په تلويزون کې مې خپل پخوانى ملګری سمسور وليدو، ما ويل کيداى شي دا هم نطاق وي او يا به په کومه محکمه کې قاضي وي. خو زما فکر برعکس و، هغه بندي خپله سمسور و. سمسور زما د ماشومتوب ملګرى و، مونږ سره په يو کلي کې د ژوند شپې او ورځې سبا کړې وې، خو په ريښتيا هم چې انسان په يو حال نه پاتې کېږي.

زما پلار په ښار کې په کومه اداره کې ځان ته د وظيفى غم خوړلى و، نو ځکه مو خپله کډه د کلي نه ښار ته يوړله او په ښار کې مو استوګنه پيل کړه، څلور کاله مخکې چې يو ځل خپل کلي ته تللى وم سمسور مې ليدلى و، له هغې ورځې وروسته مې نو بيا سمسور نه و ليدلى.

زه لا په همدې سوچونو کې وم چې سمسور په خبرو کولو پيل وکړو.

زه په محکمه کې هم څو څو ځل له دې پوښتنې سره مخ شوى يم، تا څه مجبوريت درلود؟ چې دمخدره توکو کاردې کولو، زه په خپله هم غواړم چې د خپل ژوند کيسه او هغه مجبوريتونه تاسو او ليدونکو ته ووايم د کومو مجبوريتونو له لاسه چې ما د مخدره توکو کار کول شروع کړى و.

بيا يې کيسه شروع کړه: ښه مې ياد دي د کلي له امام سره به مې له سهار چايو څخه مخکې د ا ب ت سيپاره لوسته له سبق سره مې مينه درلوده.

ما به هم په مينه په يخنۍ او ګرمۍ کې له خوبه تر پاڅېدو وروسته په خپلو وړو لاسو د مور له لاسو سيپاره واخيسته او د کلي د جومات په لور به روان شوم، ښايسته وخت و د چا خبره باچاهي وه ژوند په خوشاليو تېرېدو.له خپلې ٥ کسيزې کورنۍ سره مې خوشاله ژوند درلوده، پلار مې هم لوستى و او مشر ورور مې له تعليم سره دومره جوړ نه و.

څومره چې وخت تېرېدو له ژوند سره مې خوشالۍ هم زياتېدې، د کور په ټولو غړو ګران وم د مور او پلار نازولى زوى وم.

د شپږو اوه کلونو به وم، چې پلار مې د کلي په نژدې ښوونځي کې شامل کړم.دا ښوونځى تر شپږم ټولګي پورې و، وخت ډېر زر تېرېدو، د شپږم ټولګي وروستۍ ازموينې مو خلاصې شوې له نتيجو وروسته معلومه شوه، چې په ښو نمرو بريالى شوى وم، د کورنۍ غړي مې هم په دې خوشاله وو. پلار به مې هم له ماسره ډېره خواري کوله او ويل به يې زويه خپلو درسو ته پام کوه کوشش کوه، چې تر اخره په همدغسې ښو نمرو بريالى شې او په راتلونکي کې خپلې ټولنې ته د خير ښېګڼې کارونه وکړې.

زه هم اوس له ښو او بدو سره بلد شوى وم، پلار مې د کلي له مخورو څخه و او ورور مې هم په يوه کارخانه کې د منشي دنده پر مخ وړله، له ما څخه کشره يو خور مې هم درلوده که څه هم په کلي کې د نجونو ښوونځى نه و، خو له پلار څخه به يې درس لوستلو.

ژوند مو ښه روان و زه نو په لېسه کې شامل شوى وم، د ټولګي له ملګرو سره مې ساعت تېر و. د ښوونځي دوره هم يوه ښکلې دوره وي او د انسان د ژوند ډېرې خوږې او ترخې خاطرې پکې تېرېږي. دا دوره هم ډېره زر تېره شوه لکه د خزان سپېره بادونه، چې د ونو اوبوټو پاڼې وړي.

زه له ښوونځي څخه فارغ شوم، چې په دې کې مې پلار ته ناڅاپي ناروغي پيدا شوه او زياتره وخت به سرې تبې نيولى و، د جمعې ورځ وه زړه مې هم تنګ و، نو په همدې خاطر مې د مور او پلار نه اجازه واخيسته او د ښار په لور روان شوم، په ښار کې مې د ماما کور و. غرمه وه، چې د ماما کورته ورسېدم، کورته له ننوتو وروسته مې د ماما زوى اورنګ او ماما مې زما په ليدو ډېر خوشاله شول، له هر کلي وروسته مې د ماما ښځه هم راغله په يوه ساه يې پوښتنې شروع کړې:

کورکې کلاري وه؟ مور، ورور او خور دې ښه وو؟ وخت ښه تېرېږي؟ ما هم په خوشالۍ سره ورته وويل: ټول ښه وو سلامونه يې کول، تاسو خپله څنګه ياست؟

د ماما ښځې مې د خير ويسې ويلو وروسته د څه کار پسې ووته، ماما مې هم لمانځه ته د تياري لپاره ووت، زه او اورنګ په کوټه کې يواځې پاتې شو.

اورنګ ډېر ښه هلک و هغه په دولسم ټولګي کې و، له ما سره يې ښه ملګرتيا هم لرله، تر ناوخته مو سره خبرې وکړې تر ډوډۍ وروسته مو له ماما څخه د ښار د تګ غوښتنه وکړه.

هغه وويل: زويه لاړ شئ چکر ووهئ خو ناوخته نه کړئ، د ښه په ويلو مو له ما ما اجازه واخيسته او د ښار په لور روان شو.

ما ما مې د لويې حوصلې سړى و، اورنګ د هغه يواځينى زوى و، د اورنګ څخه مشره يوه لور يې هم درلوده، چې پلوشه نومېده. چې زما له راتګ څخه دوه ورځې مخکې د خپلې ترور کره تللې وه.

مونږ تر مازيګر ناوخته د ډېرو ځايونو ليدو وروسته د اورنګ دوى د کور په لور قدمونه واخيستل.

کور ته په رسېدو مې په پلوشې سترګې ولګېدې پلوشه هم اوس لويه شوې وه، تورې غټې بادامي سترګې، ښايسته تورې زلفې د نګه ونه لکه چينار د ښايست کمى په کې نه ليدل کېده.

پلوشې زما په ليدو وويل و دا د انځر ګل د کومه شو؟ ډېره موده بعد په خير راغلې کور کې کلاري وه؟ مور دې ښه وه؟

ما ورته وويل: ټول ښه وو سلامونه يې کول خپله ښه يې؟ د خير ويسي له ويلو وروسته مې ماما هم راغى ويل يې راځه بچيه کوټې ته، بيا يې راته وويل، چکر دې ووهلو؟ خوند يې درکړو؟ ما ورته وويل: هو ښه خوند يې وکه.

ډوډۍ تياره شوه له ډوډۍ وروسته مو تر ډېره سره خبرې وکړې او بيا مو د خوب لپاره ځانونه تيار کړل، زه اورنګ او پلوشه سره په کوټه کې پاتې شو.

پلوشه ډېره ښه جلۍ وه له ما سره يې له ماشومتوبه جوړه وه، کله به چې مونږ کره راغلل، نو زياتره وخت به ما او پلوشې سره يو ځاى لوبې کولې او ما به هم لاس نيولې د کلي په ټولو کوڅو ګرځوله.

اوس پلوشه هغه پلوشه نه وه اوس نو هغه د ماشومتوب شوخي او له ماسره په نه خبره د جنګ خويونه ترې تللي وو. اوس د اقتصاد پوهنځي محصله وه ډېره لايقه جلۍ وه .

شپه تېره شوه سهار راورسېد چا ته د خوشاليو له زيرو سره او چا ته هم د غم له خبرونو سره، د دې ورځې سهار له ما څخه د پرونيو خوشاليو کسات واخيستو او ما ته يې زما د پلار د مرګ خبر له ځانه سره راوړ.

کاش چې ما هغه سهار له ژوند سره خداى پاماني کړې واى، په سرو سترګو مې د ماما دوى له کورنۍ سره يوځاى د کلي په لور حرکت وکړ.

زما پلار د شپې ناوخته له ژوند سره خداى پاماني کړې وه، د پلار د مړي په ليدو مې له پښو ځمکه وتښتېده ډېرې چغې مې وهلې، پلوشې او نوروخپلوانو مې د د لاسه کولو ډېر کوشش وکړو، خو زه مې د پلار په کټ پروت وم او چغې مې وهلې، پلاره مونږ د ې چاته پرېښودو ما هم له ځان سره يوسه.

مشر ورور مې د کلي له خلکو سره زما د پلار کټ پورته کړ او د هديرې په لور يې روان کړ، وړه خور مې کلکه د کټ پورې نښتې وه، مور مې هم په بد حال وه او له هغې وروسته زه هم په ځان پوه نه شوم.

د پلار خيرات مې تېر شو زه هم اوس هغه پخوانى سمسور نه وم پاتې، نه مې ډوډۍ خوړه او نه هم خوب راتلو، د کورنۍ غړي مې هم ټول بدل شوي وو، مور مې هم ډېره کمزورې شوې وه او له ځان سره به مې د پلار په سوچونو کې ورکه وه.

زمونږ د تسلۍ لپاره زما د ماما دوى له کورنۍ بغير نور هيڅوک هم نه و، څو ورځې وروسته هغوى هم په نه زړه له مونږه خداى پاماني واخېسته او خپل کور ته لاړل.

د هغوى له تللو وروسته راباندې دنيا تنګه شوه، د پلار د مرګ به مې لا مياشت نه وه پوره شوې، چې مور مې هم د هغه د جدايۍ غم ونه شو زغملى او له دې نړۍ يې سترګې پټې کړې، ډېر لوى غم و، زړه مې سورى سورى شو، کور راته تنور شو.

نور نو خوشاليو راڅخه کډه وکړه يو ځاى هم راته ښه نه ښکارېده، اوس راته کلي کې د خوشالۍ څرک نه ښکارېدو، همداسې مې له کلي خداى پاماني واخيسته او د ښار په لور مې حرکت وکړو.

د سمسور له سترګو اوښکې روانې وې، نطاق ورته د اوبو ګيلاس وروړاندې کړو، سمسور له ګيلاسه يو څو غړپه وکړل، ګيلاس يې په ميز کېښود او کيسه يې داسې وغځوله.

د پلوشې دوى کور ته لنډ شوى وم، ناڅاپه مې وليدل چې له يو ښايسته ځوان سره، چې د پلوشې ټولګيوال معلومېده پلوشه لاس په لاس روانه وه.

غم مې يو په دوه شو، يو ځل مې ويلې چې ورشه او دا هلک يو څو کلک سوکان په دا خوله خوله ووهه، خو هلک ملامته نه و، پلوشه هم له هغې سره خوشاله ښکارېده او ما ليدل چې څنګه ژوند زماپه يوه يوه خوښۍ خاورې اړوي.

ومې نه غوښتل، چې د پلوشې دوى کره لاړ شم، همداسې لېونی لېونی د ښار په کوڅو کې روان شوم، پام مې نه و کړى چې څه وخت دى خو د نا اشنا اواز په اورېدو مې فکر ځاى ته راغى شپه وه ډېر ناوخته و.

يو ځوان چې دنګه ونه يې درلوده راته يې وويل ځوانه ډېر راته خپه ښکارې خيرت خو دى څه شوي؟ مونږ او تاسو ټول په ژوند کې له مشکلاتو سره مخامخ کېږو، خو مونږ بايد له مشکلاتو څخه د ځان ويستلو محنت وکړو، دا غمونه په هر چا راځي ته راځه کېنه.

د سرک د غاړى چوکۍ کې ورسره کېناستم، پېژند ګلوي مو سره وکړه، هلک ويل چې نوم مې فرهاد دى، دلته کار کوم او له ژونده خوشاله يم.

ما هم خپل زړه فرهاد ته تش کړو او ټوله کيسه مې ورته تر پايه تېره کړه، هغه زما د کيسې په اورېدو ډېر خپه شو.

فرهاد وويل: ګوره سمسوره له نن څخه وروسته ما خپل ورور وګڼه زه له تاسره په هر غم او خوشالۍ کې شريک يم.

فرهاد له لاسه ونيولم او له ځانه سره يې روان کړم، زه په ښار کې دومره بلد نه وم، نه پوهېدم چېرته رسيدلي وو، چې فرهاد يوې دروازې ته ودرېد او له خلاصېدو وروسته يې ما ته هم د ننوتلو وويل.

په نه زړه له هغه سره کور ته ننوتم بله چاره مې نه درلوده. لا تر اوسه مې فرهاد پوره نه و پيژندلی، له ځانه به مې پوښتنې کولې دا څه کاره دى تر نيمې شپې بهر څه کوي؟

په ښايسته رنګ رنګ شوې کوټې ته يې ويوړم، فرهاد راته د رسيدلې کورنۍ ښکاره شو، خو په کور کې مې بغير له خدمتګار او فرهاد څخه نور څوک تر سترګو نه شول. شپه مې په همدې کور کې له فرهاد سره تېره کړه. لمر راختلى و چې سترګې مې وغوړېدلې کله مې چې کور ته پام شو نو په ريښتيا هم چې ډېر ښايسته کور و ما له کړکۍ څخه بهر د کور ننداره کوله چې فرهاد کوټې ته راننوت. د شپې د ښه تېريدو پوښتنه يې وکړه. ما ورته وويل مننه ښه وه، فرهاد رانه د حمام کولو غوښتنه وکړه، زه هم تشناب ته د حمام لپاره لاړم، په عصري سيستم جوړ شوي تشناب زما پام ځان ته راواړوه، له ځان سره مې د فرهاد په اړه رنګارنګ فکرونه کول چې فرهاد څه کاره دى؟

چاى تيارې وې، چاى مو سره وڅښلې او بيا فرهاد له ځان سره يو ښايسته موټرکې چې کله مې په خوب کې هم نه وکتلى پورته کړم.

د ښار په لور روان شو فرهاد ډېر خوشال طبعه هلک معلومېده، خوله به يې له خندا ډکه وه، غرمه نېږدې يې يو عصري هوټل ته يوړم ډېره قيمتي ډوډۍ مو وخوړه چاى يې هم راوغوښت. مونږه لا په چايو بوخت وو، چې د فرهاد موبايل وشرنګېده. له خبرو يې پوه شوم چې مقابل لوری د قاسم په نامه کوم کس دی، چې له فرهاد سره خبرې کوي.

تر خبرو وروسته يې موبايل په مېز کيښود او راته يې وويل: څنګه سمسوره له چکره دې خوند واخيست که نه؟

ما ورته وويل: ډېرخوند يې وکړو.

بيا يې راته وويل: که زړه دې تنګ شوى نه وي، همدلته به د يو چا انتظار وکړو.

ما ورته وويل: څه خبره نه ده، انتظار به شو.

ناڅاپه مې فکر شو چې زمونږ د مېز په لور يو د قوي مټو څښتن په تيزۍ سره راروان دى نېغ زمونږ په لور راغى. سلام يې واچولو او ستړي مشي مو سره وکړل.

فرهاد ورسره زما پيژندګلوي وکړه.

دا سمسور نومېږي کېداى شي له نن نه وروسته سره ډېر ووينئ. بيا يې ما ته مخ کړو سمسوره دا قاسم نومېږي، ده دا ٣ مياشتې په ايټاليا کې تېرې کړې پرون راغلى موږ يو ځاى سره کار کوو. زه چې لا نه پوهېدم دوى څه کاره دي حيران وم. درې واړه له هوټله ووتو د موټر په لور لاړو، فرهاد د موټر له ډالې څخه يو تور بيک راوويست، قاسم ته يې ورکړ او ورته يې وويل، هيله لرم په وخت يې ورسوې.

قاسم د ښه په ويلو له مونږه خداى پاماني واخېسته او د خپل موټر په لور لاړو.

فرهاد راته وويل: سمسوره ځه چې ځو، په موټر کې سره وختو، ډېره سودا مې وه، چې فرهاد څه کاره دى، د موټر له روانېدو سره مې فرهاد ته وويل: په دې بيک کې څه و؟

فرهاد له خندا سره يو ځاى وويل: پوډر، په ورخطايۍ مې ورته وويل ټوکې مه کوه!

فرهاد راته وويل: سمسوره زه درسره ټوکې نه کوم، زه د پوډرو کارو بار کوم.

ما ورته وويل ګوره فرهاده ما ښکته کړه، زه نه غواړم چې له تاسره يوه شېبه هم نور پاتې شم.

فرهاد زما لور ته مخ راواړولو او ويې ويل ګوره سمسوره ته يو هوښيار هلک يې خپله پوهېږې چې يو کار هم بې له پيسو نه کېږي، ته بايد له ژوند نه خوند واخلې، ته دې خپلې کورنۍ ته فکر وکړه څه په غمونو کې نغښتې ده بيا يې وويل: پلوشه خو هم درته ګرانه ده؟

ما ورته وويل :هو پلوشه ما ته ګرانه ده ولې؟

فرهاد په ارامۍ سره وويل ګوره سمسوره زه چې څومره فکر کوم پلوشه يې پلار تاته نه درکوي.

ما په حيرانى د فرهاد په لور وکتل او ورته مې وويل : ولې يې نه راکوي زه مې په ماما ډېر ګران يم.

فرهاد راته وويل: ګوره سمسوره زما خبره د کاڼې کرښه وبوله، ماما دې تا ته نه ګوري ستاسو پيسو ته ګوري. ته ورته ګران يي خو زه فکر کوم کېداى شي ماما دې هم نور له تاسو څخه ځان په کلاره کلاره راټول کړي، ځکه اوس نه ستا پلار شته او نه ستا موراو بله خبره دا ده، چې د مور او پلار د مرګ وروسته دې نور ورور هم په کيسه کې نه کېږي که باور نه کوې يو ځل ټول امتحان کړه.

ما ورته وويل: ګوره تا له ما سره ښه کړي، خو د دې مطلب دا نه دى، چې زه مې په خپل ورور او ماما بدګومانه شم، زه درنه ځم.

فرهاد راته وويل: زه دې نه ايساروم هر وخت چې دې زړه وغوښتل زما خواته راتلى شې.

د فرهاد له موټره ښکته شوم، حيران وم چې په کوم لور لاړ شم، په نه زړه مې د ماما د کور په لور روان شوم.

د ماما دوى کور ته مې ځان ورسولو، له ډوډۍ وروسته مې ما ما له کوټې ووت، له ځان سره مې فکر کولو، چې زه څنګه پلوشې ته د مينې اظهار وکړم، که هغه يې ونه مني نو بيا به څه کوم؟

همدا سوچونه مې کول چې د اورنګ موبايل وشرنګېده اوله کوټې بهر شو.

همدا ښه موقعه وه پلوشه نو له ماسره په کوټه کې يوازې پاتې شوه.

پلوشې ته مې وويل څنګه يې پوهنتون سره؟

پلوشې په ورين تندي راته وويل وخت دى تېرېږي درسونه يې لږ مشکل دي.

بيا چوپ شوم، هر څومره خواري مې چې وکړه، خو خبره مې له خولې نه راوتله، پلوشه پوه شوه چې څه ويل غواړم خو نه يې شم ويلى، راته يې وويل: سمسوره څه خو ويل غواړې، خو لکه چې نه يې شې ويلى.

ما په شرم سره ورته وويل: هو پلوشې زه تاته څه ويل غواړم خو نه پوهېږم چې ته به يې ومنې که نه؟

پلوشې وويل: ته خو يې ووايه!

ما ورته وويل: ګوره پلوشې ته په ما له ماشومتوبه ګرانه يې او زه له تاسره مينه لرم.

د دې خبرې په اورېدو د پلوشې مخ تک سورشو، په غوسه يې راته وويل: له خپلې بړستنې سره پښې غځوه! ته زما د ترور زوى يې او لکه د يو ملګري په څېر مې وې دا خبرې دې له زړه نه وباسه زه نه تا سره مينه لرم او نه به يې درسره ولرم.

د پلوشې د خبرو په اورېدو راباندې ځمکه تنور شوه، همداسې له ځايه راجيګ شوم، د پلوشې هغه پخواني يادونه مې سترګو ته ودرېدل او له هغه کوره راووتم.

د پلوشې خبرې مې هېڅ له زړه نه وتلې، له هغې څخه مې داسې اميد نه لرلو يو ځل مې ويل راشه ځان د موټر مخې ته وغورځوه او ځان وژنه وکړه، خو بيا مې راته خپل ورور او خور را په ياد شول او له دې تصميمه تېر شوم.

شپه مې د سرک د غاړې په چوکۍ تېره کړه، د لمر تېزو شغلو مې سترګې وبرېښولې، له ځايه پورته شوم او د کلي په لور روان شوم.

کورته مې لاړم، خو اوس له کور نه هديره جوړه وه، نه هغه خندا وه او نه مې د مور اوازونه چې ويل به يې: چرته يې سمسوره زويه راشه د دوکان نه لږه سودا راوړه.

د کوټې په لور لاړم خو هلته مې هم څوک تر سترګو نه شول، ورخطا شوم ما ويل، ورور او خور به مې چرته وي، هملته په کوټه کې کېناستم، د ودرېدو طاقت مې نه درلوده، د پلوشې خبرو مې زړه له ژونده تور کړى و.

ماښام ناوخته مې مشر ورور راغى ما ويل ورور به مې ما په خپله غېږه کې ونيسي ما ته به ووايي چې سمسوره زه لا ژوندى يم ته هيڅ غم مه کوه، ته خپل درسونه وايه، خو دا زما خيال و.

نطاق د سمسور خبرو کې وروغورځېده او ورته يې وويل: وړه خور دې دا وخت چرته وه؟

سمسور وويل: زمونږ له کلي سره نزدې يو بل کلى و چې په هغې کې زما د پلار څه خپلوان و، ورور مې هغوى کره بوتللې وه.

بيا يې په خپله کيسه پيل وکړو: ورور مې له راتلو سره ما ته په کنځلو شروع وکړه، سپيه! خره تر اوسه پورې چېرته وې؟ تا ته لکه چې ميدان خالي شو، چې څه دې خوښه وي هغه به کوې، که بل ځل له کوره بې اجازې چرته لاړې پښې به در ماتې کړم، سر له سبا به ځان ته د کار غم وخورې.

په تياره دې خوړلې غم درسره نشته، ما ورته وويل: ګوره وروره نور به ستا له اجازې پرته چېرته هم نه ځم، زه به خپل درسونه ووايم، دا مې د مور او پلار ارمان هم و، چې زه پوهنتون ووايم.

له دې خبرو سره مې ورور راباندې شروع وکړه، بد کوې چې درسونه وايي، دوه درې څپېړې يې ووهلم، دا لومړى ځل و، چې زه مې خپل ورور وهلم.

ورور مې له کوټې ووتلو، د شپې تر ډېره مې له ځان سره وژړل، هېڅوک هم نه و، چې زه يې په غېږ کې نيولى وى او د لاسه کړى يې وى، تر ډېره مې مور او پلار سترګو سترګو ته کېدل او بيا همداسې پسې ويده شوى وم.

ناڅاپه مې درد احساس کړو او ورسره مې د ورور چغې واورېدې، سپيه! تر غرمې خوبونه کوې! د خوراک او څښاک غم درسره شته که نه؟

په وېرې راپورته شوم، د پلوشې او ورور خبرو مې ماغزه خراب کړي وو، نور مې نو د صبر کاسه ډکه شوه، زه هم يو انسان وم همداسې مې په ورور حمله وکړه، يو څو درانه سوکان مې په خوله او پوزه ورکړل د هغې له پوزې او خولې وينو دارې وهلې او پر ځمکه ولوېد.

نور مې نو شاته ونه کتل او له کوره په منډه شوم، تر ډېره مې منډې ووهلې، پښو مې کار پرېښود او پر ځمکه کېناستم، نه پوهېدم چې څه وکړم او چرته لاړ شم.

مور او پلار مې سترګو ته ودرېدل، څومره خوشاله ژوند مو درلود، هر څه په يوه شېبه کې بدل شول د تګ کوم ځاى مې نه درلود.

فرهاد مې راياد شو هغه راته هر څه ريښتيا ويلي وو، د هر درد دوا راته فرهاد ښکاره شو، د ښار په لور مې حرکت وکړو او ځان مې د فرهاد خواته ورسولو.

فرهاد راته وويل: سمسوره لکه چې زما خبرې دې امتحان کړې، په ژړا مې ځان د هغې غېږ ته واچولو.

فرهاد راته وويل: ګوره سمسوره ژاړه مه، که غواړې هر څه ته بدلون ورکولاى شې، ولې ته د خوشالۍ حق نه لرې!

ما به څه کړي وى؟ بيا يې د نطاق په لور وکتل، تاسو خپله فکر وکړئ د يو انسان، چې په يو ځاى يې هم څوک قدر ونه کړي، خوشاليو ترې کډه کړې وي بله لار نه لري، نو هغه به څه کوي؟

زه مجبوره شوى وم بله لاره او ګودر راته نه و پاتې شوى، نو له فرهاد سره مې د پوډرو کاروبار پيل کړ.

د سمسور له سترګو د اوښکو رودونه روان ول، نطاق هم د مننې له ويلو وروسته خپرونې ته د پاى ټکى کېښود.

تلويزون مې د زړه په زور بند کړ، د سمسور د کيسې په اورېدو ډېر خپه شوم، هغه په ريښتيا هم چې ډېر مجبوره شوى و، تر ډېره مې په مغزو کې د سمسور په اړه فکرونه کول او بيا همداسې پسې ويده شوى وم.

10 COMMENTS

  1. وروه سلام ! دقصه نوم دی له قصی سره دیر توپیر لری. لندی قصی خو داسی نوی داسی قصی زمویز دویلو لری خبره ده.

  2. دا یو څرګند حقیقت دی چی څوک له ښی ورځی بد کارونو ته مخ نه اړوی په هر صورت ډیره د عبرت نه ډکه کسیه او خدای د وکړی چی زمونژ ځوانان دی کارونو ته مخه نه کړی او د دی کیسی نه عبرت واخلی

  3. شغله
    سلام ټولو لوستونکو ته
    زما په نظر ضروری خو نه ده چې د کیسی نوم دی کیسی سره هرو مرو تړاو ولری نوم باید داسی وی چې د لوستونکی پام ځان ته راواړه وی البته سمه ده چی يو څه تړاو دی ولری خو څنګه چی حبیب ورور ورته اشاره کړی چی بیخی تړاو نه لری داسی هم نه ده او کیسه ډير ښایسته وه زما خوښه شوه او پاتی شو جمشید ورور که یو څه خپلو خبرو ته پام وکړی ښه به وی فکر کوم دا ده دی وخت ندی چی په یوه کیسه دی موږ ټوکی وکړو چی کیسه اوږده ده نو ته به څومره …په هر ضورت مننه د ارمان صیب نه قلم په قلم دی برکت

  4. سمسور ورور چه له غریبی سره فقر او مظلو میت سره مشت او ګریوان وه مجبوریت وه
    که په وطن کی قراری وه امن امان وای سوله ارامی وای مینه او مخبت وای نه به قا چا ق وای او نه قا چا قبر

  5. کیسه خو په رښتیا سره خورا په زړه پورې وه خو دا په دي مانا نده چې هر مجبور کس دې د بدو کارونو لمن ونیسي انسان باید د هر ډول ستونزو سره مبارزه او صبر وکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب