څېړندوی حمایت الله ښاد
لنډیز
د راکړې ورکړې او په ټوله کې د ژوند په ډېرو برخو کې به مو د بازارموندنې په موخه ډېرو پدېدو ته ښکلا ورکړې وي چې وځلېږي، د لیدونکيو سترګې وبرېښوي، نظرونه راکاږي او پام رامات کړي. متن هم په خپلو خاصو نندارو لوستونکي پر ځان مینوي، که څه هم په علمي او ادبي لیکنو کې تر ښکلاییز اړخ منځپانګیزه برخه ډېره مهمه او اړینه ده چې له علمي، فرهنګي او ادبي بډاینې او ارزښت مالاماله وي، خو هر څومره چې ارزښتناکه موضوع او مضمون پر ښکلاوو پوښلی، مجمل او سینګار شوی وي، هومره یې ټولنه په مینه او لېوالتیا هضموي او مني.
څرنګه چې په سوداګریزو چارو کې د اجناسو تجلا د پېرونکيو ځانګړې پاملرنه جلبوي، دغسې چې لیکوال هم خپل متن په ډول ډول رنګینيو پسوللی او سینګار کړی ټولنې ته وړاندې کړي، هماغومره یې د لوستو تومنه ډېرېږي او ارزښت او ګرانښت پیدا کوي.
په دې مقاله کې د کتاب پر بازارموندنې سربېره د زړه وړونکي او په زړه پورې متن د وړاندې کولو پر لارو چارو او ځلندو برخو څېړنه شوې ده.
سریزه
د کتاب او مطالعې بېله دنیا ده او دا دنیا هم د راکړې ورکړې په ګرم بازار آباده او ځلانده ده، دا راکړه ورکړه که د علم ده، که د پوهې د انتقال او که په ضمني ډول د کتاب د پېر و پلور؛ په ټوله کې یې ټولنې ته ګټه رسولې ده. ټولنه د علم او پوهې په زور پرمختللې او متمدنه ګڼل کېږي او د دغو دوو ځواکونو له مجموعې کتاب رامنځ ته کېږي، پوهان ځکه وايي چې د انسان ښه ملګری کتاب دی. همدا کتاب چې په څومره ښېګڼو سمبال او په رنګینو سینګار وي، هومره به ترې ملګري کتار او پرې راټول وي.
د کتاب د ځلېدو او د نظرونو د راکاږلو دا برخه په پاراټېکسټ پورې اړونده ده، چې دا په واقعیت کې د کتاب کړکۍ ده، یا هغه اړینه او حتمي برخه ده، چې هر کتاب یې باید ولري، ځکه دا د کتاب هغه اړخ دی چې وار له واره مخاطب جلبوي او کتاب ځلوي. دا د کتاب په تړاو هغه معلومات دي چې د کیسې په شاوخوا چورلي او د کیسې په اړه هیلې ټوکوي، په دې ډول د ادبي ارزښت په ټاکلو او رامنځته کولو کې رغنده ونډه لري. دا پدېده کولای شي د متن د لوستو د درک او لګښت لوری بدل کړي.
د کتاب دا برخه د لوستونکو لار ده، په دې لارې لوستونکي اصلي متن ته ننوځي، که دا لار هر څومره په رنګونو ښایسته او په خوږو وږمو معطره وي، هومره پرې لوستونکي په مینه وردرومي.
د څېړنې اهمیت او مبرمیت
هر لیکلی اثر په حقیقت کې یو متن دی، خو دغه متن چې لوستونکو ته وړاندې شي او نظرونه یې راکاږي، باید یوه ښه بڼه ورکړل شي او نور څه هم پرې ورزیات شي، چې اصلي متن هم ښکلی او جذاب کړي او هم یې تفسیر کړي. داچې هر متن له ځان سره په څنګ کې یو لړ نور شیان هم لري، چې د همدغه متن په پرمختګ، نورو ته په وړاندې کولو، اسانه رسولو او ځلولو کې مرسته کوي، نو د دې موضوع اهمیت په دې کې دی، چې له اصلي متن څخه پر ورهاخوا شیانو بحث کوي او دا یې مبرمیت دی، چې لیکوال لوستونکو ته د خپل متن په رسونه کې خپل مسؤلیت او په متن پورې د تړلو شیانو او اشخاصو دندې وپېژني.
د څېړنې موخه
لوستونکو ته د متن په اسانه او اغېزناکه بڼه رسولو کې د متن پر ورهاخوا اړخونو پوهېدل، یا د متن او نه متن د پولو او بریدونو پېژندل د دې څېړنې ستره موخه ده.
د څېړنې پوښتنې
۱. پاراټېکسټ څه ته وايي؟
۲. د متن په بازارموندنې او اغېزمندۍ کې پاراټېکسټ څه ونډه لري؟
۳. لوستونکو ته د متن رسولو مسؤلین څوک دي؟
۴. د کتاب په پرمختګ او پېر و پلور کې کوم موضوعات مهم تمامېدای شي؟
پر دې سربېره په پارا متن پورې اړوندې ډېرې پوښتنې په دې لیکنه کې ځواب شوې دي.
د څېړنې میتود
د دې لیکنې میتود تشریحي او توضیحي دی.
اصلي متن
د پاراټېکسټ تر پېژندنې او سپړنې وړاندې اړینه ده چې ټېکسټ (متن) وپېژنو. لومړی پر متن پوهېدل ځکه اړین دي چې پر متن پوهېدل راته د پاراټېکسټ دروازې په اسانۍ پرانېځي او د پاراټېکسټ ودانۍ ته په اسانۍ ننوتلی شو. په اصل کې خو متن ماڼۍ ده او ظاهري ښکلا یعنې رنګ، لوړوالی، پلنوالی او ځینې نورې څرګندې ښکارندې چې ماڼۍ ځلوي او خلک اغېزمنوي، پاراټېکسټ ګڼلی شو، په هر حال دا به د پاراټېکسټ تر پېژندنې وروسته زبات شي.
اوس متن ته راځو:
د متن په اړه فرهنګ لغت داسې لیکي: (متن په لغت کې سختې او کلکې ځمکې ته ویل کېږي او مجازاً د مؤلفینو په نظر د شرحې او حواشې خلاف، د کتاب اصلي عبارت ته ویل کېږي. یا هغه لیکل شوی مکتوب چې حاشیې او زیاتونې و نه لري متن ګڼل کېږي.) (۵)
میرزا غلام محمد او پروفیسور ممتاز احمد په (Current English Dictionary) کې متن داسې راپېژني: د کتاب اصلي برخه چې له حاشیو او شرحو څخه بېله وي، د لیکوال اصلي کلمات چې بل چا بدلون په کې نه وي راوستی.
له پورته پېژندنې څرګندېږي چې په صفحه کې له اصلي او مرکزي لیکنې پرته نور لیکل شوي شیان د متن په دایره کې نه داخلېږي، خو د متن په اړه وروستنۍ څېړنې په پاسنيو پېژندنو د بطلان کرښه راکاږي او هره لیکنه چې مفهوم لېږدوي متن بولي؛ شرحې، حاشیې او نورې متني برخې له متن بېل توکي نه ګڼي، بلکې هره لیکنه متن بولي.
هر تر غور لاندې تحریر او تقریر ته متن ویلای شو. د شاعر شعر، د نثر لیکونکي نثر، د ناظم نظم، د مؤرخ تاریخ، د مکتوب نګار لیک، د منصف فیصله، د مفتي فتوا، د خطیب خطبه، دغه ټول د متن تر سرلیک لاندې راځي. (۴: ۱۴۲ مخ)
یعنې هره تحریري وینا چې معنا او مفهوم ولري متن بلل کېږي. متن یا ټېکسټ اوس یوازې د پخواني تعریف له مخې پر فلزاتو، ټوکر او یا د یوه کتاب د پاڼې او حاشيې پر مخ، څټ او خواو شا لیکلې بڼې ته نه وايي، بلکې د همدې تعریف په ګډون ټولو هغو لیکلیو او ګړنیو بڼو ته ویل کېږي چې د ژبې، فکر او پوهې پر بنسټ د انساني شعور برخه وي.(۱: ۶۵ مخ)
پر دې سربېره متنپوهانو د متن د ښې پېژندنې لپاره ځینې ځانګړنې په ګوته کړي دي چې دلته به یې لنډه یادونه بې ګټې نه وي.
د متن لومړۍ ځانګړنه دا ده چې متن باید لیکلی شکل ولري. کېدای شي متن منظوم یا منثور وي او یا هم چاپ یا ناچاپ او خطي وي. د متن له پاره د لنډوالي او اوږدوالي، زوړوالي او نويوالي پابندي نه شته او همدارنګه یوه بشپړه او نیمګړې لیکنه دواړه متن بلل کېږي. د متن لپاره ضروري خبره دا ده چې متن باید معنا دار وي او بې معنا لیک د متن له داېرې څخه بهر دی. (۴: ۸۷ مخ)
پاراټېکسټ له متن څخه منشأ اخیستې او له متن سره سروکار لري. په پورتنیو کرښو کې متن څه نا څه روښانه شو، اوس به د همدې متن پر ځلنده یعنې د پاراټېکسټ کلمې پر مفهوم او ځینې نورو اړخونو هم بحث وکړو چې دا کلمه کله راڅرګنده شوه؟ آیا اوسنۍ کلمه ده که پخوانۍ ریښې هم لري؟
د پاراټېکسټ کلمه په خپل جوړښت کې یو ډول ابهام لري. د يوناني ژبې(پارا) مختاړی د (سره)، (ورته، مشابه)، (ترې تېرې)، (تېروبېر)، (څنګ ته)، (نږدې)، (ورسره نښتی) او (مخالف) معناوې ښندي. لکه مخکې چې یادونه وشوه چې پاراټېکسټ مفهوم ساده مفهوم نه دی، ځکه یې د نومولو لپاره هم همداسې یو مبهم توری ټاکل شوی دی.( په پښتو کره کتنه کې دغه مفهوم لا تر اوسه سم نه دی څېړل شوی، که د اصلي نامه له تاریخچې څخه په الهام یې په پښتو کې(پورې متن) وبولو زیاتی به مو نه وي کړی.) (۳: ۴۷مخ )
که دا اصطلاح نوره هم ساده او اسانه معرفي کړو، غوره ده چې ووایو پاراټېکسټ په واقعیت کې د کتاب کړکۍ ده، یا هغه اړینه او حتمي برخه ده، چې هر کتاب یې باید ولري، د کتاب هغه اړخ چې وار له واره مخاطب جلبوي او کتاب ځلوي. په واقعیت کې د پلورنځیو هغو شیشهيي پنجرو ته ورته دی، چې له لیدو یې پېرېدونکي پوهېږي، چې په دې پلورنځي کې یې کوم شیان د اخیستلو شیبې شماري. (۶)
پاراټېکسټ ټول هغه معلومات دي، چې د کیسې په شاوخوا چورلي او د کیسې په اړه هیلې ټوکوي، په دې ډول د ادبي ارزښت په ټاکلو او رامنځته کولو کې رغنده ونډه لري. دا پدېده کولای شي د متن د لوستو د درک او لګښت لوری بدل کړي، آن د کتاب د لیک بڼه او د پاڼو سريښول کولای شي له ورایه کتاب ته د خلکو سترګې ورواړوي او احساس یې بدل کړي. (۱۰)
پاراټېکسټ د لومړي او اصلي متن لپاره دویم او ثانوي ګڼل کېږي، لکه: سرلیک، بیاکتنه، فوټ نوټ، پوښ، دا د هغه متن لپاره ځکه ثانوي ګنل کېږي، چې دا ورته اشاره کوي او له همدې لارې اصل متن حاصلېږي، په دې لارې لوستونکي اصلي متن ته ننوځي، که دا لار څومره په رنګونو ښایسته او په خوږو وږمو معطره وي، هومره پرې لوستونکي په مینه وردرومي. (۹)
په یو بل ځای کې بیا هر اضافه متن یا په متن پورې نښتې برخې چې د لیکوال یا خپرندوی له خوا په اصلي متن وربار شوي وي، پاراټېکسټ بولي. وايي: دا مواد د خپرندویې په یوه عادي اثر کې هم په ګوته کولای شو، لکه: د کتاب واسکټ یا پښتۍ، دننه یا شاته پوښ، د لیکوال پېژندیال، د کتاب بهرنۍ نورې برخې او د کتاب مخونه هم د پاراټېکسټ برخه ده. دې ټولو برخو ته په پاراټېکسټ کې پاملرنه کېږي، ځکه دغه بهرنۍ سرچینې دي، چې د موضوعاتو له مستقیمې همکارۍ پرته چاپي نسخې ته په ننوتلو کې مرسته کوي. پاراټېکسټونه د لوستوالو مینه زیاتوي او له دوی سره د متن په لوستو کې ډېره مرسته کوي. (۱۳)
پاراټېکسټ ترکیبي کلمه ده او په ګړپوهنیز چاپېریال کې مرکب یا ترکیبي نوم یا اسم دی چې له پارا (para) او ټېکسټ (text) څخه رغېدلې ده. پارا د سربېره، پرته، اضافه او ورها خوا معنا لري او ټېکسټ متن ته ویل کېږي. یعنې هغه څه چې له اصلي متن ورهاخوا د اصلي متن په تشریح او تفسیر کې برخه ولري د پاراټېکسټ په نامه يادېږي. په ادبیاتو کې پاراټېکسټ یو مفهوم یا نظریه ده چې متن تفسیروي، یعنې د یو چاپ شوي مطلب په ښه ځیرنه او نورو ته په ښه رسونه کې مرسته کوي. دا مفهوم تر ډېره په کتابونو (کتاب، مجله، جریده، ورځپاڼه، فلم، رسنۍ…) پورې اړه لري، خو ډېر سروکار یې له کتاب سره دی، ځکه کتاب د متن ټولګه ده او په دغه ټولګه کې د کتاب اصل موضوع یعنې د کتاب اصلي متن پر نورو توکونو پټ او پوښل شوی وي، ډېر وخت نور ښاغلي (مدیران سمونګران، چاپګران او خپروونکي) د کتاب بهرنۍ برخې چمتو او برابروي چې د پاراټېکسټ په نوم یادېږي.
د نورو له خوا دا اضافه شوي عناصر د اصلي متن لپاره چوکاټ راجوړوي او کولای شي د دغو عناصرو په مرسته د متن استقبال یا د خلکو له خوا د هغه تفسیر بدل کړي. پاراټېکسټ ډېر ځله په کتاب پورې ځان نښلوي او معمولاً د کتاب پښتۍ، د پاڼو شمېره، صحافت، د لیکوال نوم، سرلیک، مقدمه، وروستۍ نتیجه او داسې نور توکي چې د لیکوال د اصلي متن برخه نه وي، خو د کتاب په تفسیر او پېژندنه کې مرسته کوي، همدغه برخې پاراټېکسټ نومېږي. (۹)
د پاراټېکسټ په اړه دلته د یو ځوان ناول لیکونکي د دروغو یوه قضیه رااخلم چې د پاراټېکسټ له امله ورسره مخامخ شوی و. ناول لیکوال د کتاب په پوښ د یوې سپینې نجلۍ عکس ترسیم کړی و، خو د کیسې په متن کې توره او بدرنګه نجلۍ انځور شوې وه. د کتاب په پښتۍ د ښایسته نجلۍ زړه وړونکی عکس هغه څه دي چې لوستونکو ته متن تفسیروي او په دې کار لوستونکي انګېري چې د ناول کیسه به د ښکلې نجلۍ په شاوخوا څرخي؛ خو د کتاب متن تورې نجلۍ نیولی و. (۱۱)
د ناول لیکوال یا د پښتۍ اوډګر دغه چاره د اثر د بازارموندنې، د ښې اغېزمنتیا، پېر و پلور او اوڅارتیا په موخه کړې وه . یعنې پاراټېکسټ هغه څه دي چې لوستونکو ته متن په بېلا بېلو بڼو او تعبیرو تفسیرولای او ځلولای شي.
ژنېت په ادبي دنیا کې د پاراټېکسټ ونډې ته داسې پام رااړوي: متن له ځانه یو کتاب جوړوي او په خاص سینګار ځان لوستونکو او په ټولیز ډول عامو خلکو ته وړاندې کوي. له اصلي متن موخه ناول، شعر یا لوبه ده، چې د خپرندویې له خوا ورته معنا ټاکل شوې نه وي، مګر د لوستونکي له خوا تشریح شوی وي، د لوستونکي دغه تعبیر او تفسیر د پاراټېکسټ مرسته ده. (۹)
د پورتنیو شرحو په استناد ویلای شو، ټول هغه شیان چې د اصلي متن په وړاندې کولو او تفسیرولو کې مرسته کوي او د منځپانګې د ځلولو لپاره یو ښه انځور وړاندې کړي، لکه د کتاب ښه او مناسب صحافت، لنډ، جامع او زړه راښکونکی سرلیک، ښکلې پښتۍ… پاراټېکسټ ګڼل کېږي؛ خو دا هم باید ومنو چې له کتاب ورهاخوا مجله، جریده، ورځپاڼه او هغه څه چې متن په یوه قالب کې خلکو او ټولنې ته وړاندې کوي په پاراټېکسټ پورې تړلې برخې لري. پر کتاب سربېره مجله، جریده، ورځپاڼه، فلمي سناریو، ډرامه او آن آنلاین خپرنیزې پاڼې د خپلو منځپانګو او داخلي متونو د ځلولو او بازارموندې لپاره له بېلابېلو تخنیکونو او لارو چارو څخه کار اخلي، چې د همدغو خپرنیزو اصلي متونو ته بهرنۍ ښکلا او کشش ورکول غربي پوهان د پاراټیکسټ دنده بولي.
د پاراټېکسټ تر څه ناڅه پېژندنې وروسته غوره ده، د دې اصطلاح تاریخچه هم لږه راوسپړو، چې له کوم ځایه يې سرچینه اخیستې او لومړی پلا د کوم هېواد په ادبیاتو کې راټوکېدلې ده؟
له منځنیو پېړیو دمخه د ډېرو لوستونکو لپاره متون یوازې په یونان، روم او چین کې کاپي کېدل، ډېرو ماهرو او تجربه کارو کاتبانو او خطاطانو به د کتاب پلورنځیو په غوښتنه آثار کاپي او چاپول، هغه نسخې چې په لاس به کښل کېدې، نورو چارو، لکه: صحافت، لاسلیک، انځورونو او په لمنلیکونو کې ځینو رسامیو او په غاړو څنډو کې ډول ډول نقاشیو یې د متن ارزښت لوړاوه، همدغو برخو به واقعاً متن ژوندی کاوه. د روم د سترواکۍ په پنځمه مېلادي پېړۍ کې به اکثرو مذهبي خلکو په خپلو عبادت ځایونو کې کتابونه ساتل او پوښ او ښه صحافت به یې ورکاوه، جالبه ده، د منځنیو پېړیو کاتبانو به نوم، نېټې، لاسلیک، نښان او د چاپ په اړه لنډو معلوماتو کښلو ته پاملرنه کوله.(۱۱)
د چاپي خدمتونو د ودې او پرمختګ بهیر ورځ تر بلې د پرمختګ په لور روان و، په اروپا کې ۱۴۴۰ -۱۴۵۰ زېږدیز کلونو کې د ګوتنبرګ له چاپخونې استفاده واخیستل شوه، چې له ماشین څخه د تورو بڼې او د حروفو د لاسلیک له سبک څخه کار واخیستل شو. په ۱۵مه مېلادي پېړۍ کې چاپخونې او کتاب پلورنځي د کتاب مسؤل و، چې د کتاب په قطع او صحافت به یې ډېره خواري ویستله. په همدغه وختونو کې چاپګرانو د انځورونو په کښلو کې له حکاکي شوو لرګیو ګټه اخیستله او له دې لارې یې د کتاب محتوا سینګاروله او ټولنیز ارزښت یې ورپخاوه. هغو کتابونو چې نقاشي شوي انځورونه او رنګینې لمنې او حاشیې به یې نه درلودې، چندان نظرونه به یې نه راجلبول، لرګینو نقاشیو متن ته نوې کیسې زېږولې او د چاپګرانو په نسخو کې دغسې تغییراتو په پېر و پلور خاص اثرات درلودل.
په ۱۸۵۰ ز. کې د چاپ صنعت په ډګر کې نویو فنونو او پرمختیاوو د کتابونو شمېر زیات کړ او ارزانه کاغذ یې د کتاب نړۍ ته معرفي کړ. په ۱۸۹۰ز. ـ ۱۹۰۰ز. کلونو کې ډېرې خپرنیزې ادارې او مؤسسې رامنځته شوې، چې له لیکوالو سره یې د کتاب په چاپ کې ډېره مرسته وکړه. په پای کې دغه خپرنیزې مؤسسې د متن د ځلولو او ښې پښتۍ ټاکلو په فکر کې شول، چې له دې کار سره یې ګټه ډېره لوړه شوه.(۱۱)
د کاغذ، ماشین او چاپ له دومره اوږد مزل او ننني چاپي کتاب ته د رارسېدو سره سره د ټېکسټ او پاراټېکسټ اصطلاح لومړی ځل په ۱۹۸۰م. کال په فرانسه کې یوه ادبپوه، لیکوال، نقاد، ژبپوه ژېرار ژنېت (Gerard Genette) وکاروله. دغه لیکوال په دې عقیده و چې هر ادبي اثر یو متن دی، مګر دغه متن د دې لپاره چې لوستونکو ته وړاندې شي، باید یوه بڼه ورکړل شي او له دې سره څه نور هم یو ځای شي. متن په خالص ډول ډېر کم د لوستونکي لاس ته ورځي. ټول هغه څه چې له متن سره مرسته کوي چې لوستونکي ته ورسېږي.(۲: ۴۵۶ مخ)
همدغه فرانسوي ادبپوه، نقاد او د ادب تیوریسین ژرار ژونیت په ۱۹۸۷م. کې په خپل کتاب (درشلونه) کې هغه څه په ګوته کړل چې د «متن» او «نه متن» تر منځ پولې په کې څېړل شوې دي. ژېرار په خپل دغه اثر کې دې ټکي ته په پام سره چې يو متن ډېر کم لوڅ (د یو لړ نورو تولیداتو له مرستې پرته) میدان ته راوځي. د متن او د ورسره ملو تولیداتو تر منځ بېلوونکې کرښه لټوي. دغه دویمه ډله تولیدات په خپل وار یا د وینا په بڼه کې وي او یا بې وینا بیان وي. د لیکوال نوم، سرلیک، سریزه، انځورونه داسې څه دي چې اکثره سړی نه پوهېږي چې د متن برخه یې وبولي که نه؟، خو په هر صورت ورسره مله وي، متن(text) وړاندې کوي… دا هغه څه دي چې ژونیت يې پاراټېکسټ بولي. (۳: ۴۷مخ)
د کتاب له نومه جوتېږي، ژونیت په دې دلیل خپل اثر (درشلونه) نومولی، چې د همدغو پراټېکسټي عناصرو په درشل لوستونکی یوه کتاب ته داخلېږي او که چېرې ورته د کتاب د ننوتو دروازې په اسانۍ پرانیستل نه شي، هېڅکله به کتاب ته داخل نه شي. د نوموړي په نظر پاراټېکسټ د کتاب مهمه او حیاتي برخه ده او د اثر د باندېنیو اړخونو ځانګړنو ته ډېر پام اړوي، چې د کتاب د بشپړوالي، سينګار یا پېژندنې لپاره ګټور وي.(۶)
د پاراټېکسټ اصطلاح نوې ده؛ خو د معنا او مفهوم له مخې هغه چاره او کړنه ده، چې د نړۍ په ادبیاتو او په تېره د پښتو ادب په ډګر کې د کتاب له خپراوي او چاپ سره ترې ګټه اخیستل شوې ده. زموږ پخوانیو لیکوالو او خپرندویانو په ناشعوري ډول د متن ځلونې په موخه په خپلو کتابونو او آثارو کې له دې چارې ډېر کار اخیستی او له سلګونو کلونو راهیسې یې کارولې ده؛ خو د شلمې ميلادي پېړۍ په وروستیو لسیزو کې د فرانسوي لیکوال(ژرار ژنېت) له خوا همدغه پخوانۍ چاره، یو څه د نوي او ځانګړي مفهوم او اصطلاح په بڼه د ادب دنیا ته راوړاندې شوه. زړه او پخوانۍ چاره یې ځکه ګڼو، چې موږ په پښتو ادبیاتو کې نږدې درې سوه کاله پخوا د شاعرانو او لیکوالانو دیوانونه او کتابونه درلودل. دغه دیوانونه او کتابونه به خطاطانو او کاتبانو په ښکلي خط او د خطاطۍ په نازکو نزاکتونو رنګینول او له دې ورهاخوا به یې د شاعر له دیوانه منتخب او غوره یو نیم بیت هم په پښتۍ ځړاوه، له داستاني آثارو به یې جلبونکې نثرې ټوټه او د کیسې او اثر خوندوره صحنه هم په پښتۍ لیکله، چې د اثر لوستو ته خلک رامات کړي. ځینو به پرې شرحې او سریزې لیکلې او لوستونکو، د مطالعې مینه والو او ټولنې ته به یې وړاندې کول. په حقیقت کې د خطاطانو د هنر تخنیکونو، پر پښتۍ نااشنا کرښو او هندسي شکلونو، شرحو او سریزو د شاعرانو او لیکوالو اصلي متن ډېر ښه تفسیراوه. یعنې ښکلی خط، شرحه، سریزه او مقدمه له اصلي متن پرته هغه توکي وو چې اصلي متن یې لوستونکو ته رساوه او د شاعر او لیکوال د متن په شرحه، رسونه او ځلونه کې یې مرسته کوله. د متن رسونې دغه مرستیال توکي په شلمه مېلادي پېړۍ کې د پاراټېکسټ په نامه د یوې نوې نومونې په حیث د یوه فرانسوي لیکوال له خوا څرګنده او ونومول شوه.
په پخوانیو آثارو کې به د اصلي متن تر څنګ د لیکو او کرښو رموز، مثلاً متن ورلاندې به ژباړه لیکل کېده. یا به د متن ترڅنګ ځینې یادښتونه لیکل کېدل، یعنې له متنه پرته ټول هغه څه چې لوستونکو ته متن رسوي، لکه د کتاب تصویرونه، شرحې، حاشيې، مقدمې او نور ټول په پاراټېکسټ کې شاملې برخې دي.
همدارنګه ټول هغه شیان چې د کتاب له لوستو سره یو ځای نه لوستل کېږي، مګر د کتاب په لوستو باندې اغېز کوي، پاراټېکسټ دی. مثلاً که تاسې یوه علمي ـ څېړنیزه پروژه لولئ او لومړی تقریظونه ولولئ، ښايي د تقریظ لوستل ځینو ټکو ته ستاسو پام او فکر درواړوي چې له تقریظونو پرته شاید وروا نه وړي. همدارنګه د کتاب لپاره سرلیک ټاکل، د کتاب په پښتۍ باندې د لیکوال پېژندنه، حاشیې او نور اړوند معلومات هغه څه دي چې اوسنۍ ادبي او علمي دنیا یې پاراټېکسټ بولي.
پاراټېکسټ د کتاب په اړه یو ډول کرکتنه ده چې لوستونکو ته یې ښه یا بد معرفي کوي، د لوستونکو لپاره عینکې دي چې په اسانۍ د کتاب ښېګڼې او بدګڼې یا ښې او نیمګړې خواوې ورښيي. که ووایو چې پاراټېکسټ د کتاب لپاره بازار موندنه ده، نو بده به مې ویلي نه وي. باهنره، په لوړ معیار او کمالي پاراټېکسټ کولای شي چې د کتاب په خرڅلاو کې ګټور تمام شي. زه به د خپلې ټولنې له سترګیو دې بحث ته تم شم: زموږ په ټولنه کې زیاتره ځوانان هغه ناولونه ډېر خوښوي چې پښتۍ یې د یوې ښکلې جینۍ په عکس او یا د عشق او مینې په تابلو سینګار شوې وي، کېدای شي د ناول منځپانګه په سیاسي، ټولنیزو او نورو مسایلو پوښل شوې وي؛ خو د باهنره پاراټېکسټ په وزر دغه اثر ښه الوت کولای شي او په کمه موده کې بیا د بازار په پنجرو کې کمیافته وي. یعنې د متن په بلولو او ځلولو کې پاراټېکسټ کښوونکی (اوډګر) باید د ټولنې له روح او روان څخه هم خبر وي او څه ناڅه ارواپوه هم وي. دی چې څومره د خپلې ټولنې پر نبض پوه وي، هومره به د اثر په بازراموندنې برلاسی وي. څرنګه چې زموږ ټولنه له پخوا راهیسې له جنګ، جګړو او بدبختیو کړېږي، هرومرو به یې وګړي د مینې او عشق تږي وي؛ خو داسې ټولنې او وګړي هم شته، چې د جنګي صحنو له لیدلو خوند اخلي، ښايي دغلته رزمي پاراټېکسټونه ډېر بازار ولري.
همدارنګه زموږ په ټولنه کې د متن او په تېره د کتاب په ځلولو او بازار موندنه کې د اثر پر پښتۍ سربېره د کتاب نادره او زړه وړونکی نوم، د نامتو او اوڅار لیکوال او یا سیاسي شخص نوم هم ډېر ګټور تمامېدای شي، ځکه خو ځینو پخوانیو شاعرانو او لیکوالو خپل آثار د بازاموندنې او په ټولنه کې د درنښت او ګرانښت په موخه د پاچاهانو او مشهورو شخصیتونو په نومونو چاپول، په پښتو ادب کې به داسې ډېرې نمونې وي، چې سپینول او کره کول یې بله ستره خواري او ناشونی کار برېښي. په هر حال د خپل اصلي متن د ځلولو او بازارموندنې لپاره دغه ټولې چارې مغربي ادبپوه پاراټېکسټ نومولې دي.
پر پاراټېکسټ د ښې پوهېدنې لپاره اړینه ده، چې پر څانګو او خرانګو یې هم لږ بحث وکړو. ژنېت د پاراټېکسټ د ډېرو ځانګړنو له مخې د پاراټېکسټ بېلابېل فورمونه څېړلي دي. ده پاراټېکسټ د زمان، موادو، ارتباطي او اجتماعي وضعیت او د کارېدنې د کیفیت له مخې په دوو اصلي برخو وېشلی دی. لومړی د متن بهرني مواد دي، چې مستقیماً له کتاب سره اړیکه نه لري، مګر د کتاب په خرڅلاو کې مرسته کوي. مثلاً: د کتاب د بازارموندنې او تبلیغاتو ډول ډول لارې چارې، د لېږلو طریقې (پتې)، مرکې، د لیکوال یا ژباړن وېبپاڼه، لیکونه او کره کتنیز تحلیلونه او د نورو لیکوالو کتنې د پاراټېکسټ بهرني مواد او عناصر دي. دویمه برخه یې د متن دنني مواد یا عناصر جوړوي، چې د کتاب په دننه کې یې کتلی شو، لکه د کتاب سرلیک، پښتۍ، پیلیزه، او سریزه…(۶)
څرنګه چې د یوه بریمن شخص تر شا د ډېرو خلکو لاس وي، دغسې یو اثر هم پر لیکوال سربېره نور مرستیالان او مرستندویه لارې چارې د بریا تر منزله رسوي. یاده دې وي، چې دلته زموږ موخه عام کتاب دی او یوازې له ښکلاییز او ذوقي اړخه پرې غږېږو، چې له کومو اغېزمنو لارو چارو خپله هررنګه منځپانګه په ټولنه او خلکو منلی شي، دا ښايي علمي ـ تحقيقي کتابونه وي یا هم تخلیقي. ژنېت د پاراټېکسټ د ځلولو او ښه لیکلو مسؤلین د یوه اثر لیکوال، سمونګر (ایډيټور) او خپرندوی ګڼي، البته د دوی په لړ کې د ژباړن له ونډې او اغېزمنتیا هم سترګې نه پټوي.
د پاراټېکسټ په ځلولو کې د دغو پورتنیو اشخاصو د ونډې پر بنسټ د هر اثر د داخلي عناصرو مسؤلیت داسې وېشو:
د تألیفي ډلې مسؤلیت (تألیفي پاراټېکسټ): د ژنېت په اند، دا د پاراټېکسټ په دننيمتن پورې اړه لري، چې نېغ په نېغه د اثر د لیکوال یا مؤلف له خوا لیکل شوی وي او ژباړن یې هم د ژباړې له امانتدارۍ سره مسؤل دی. په مؤلفي (تألیفي) پاراټېکسټ کې کولای شو، سرلیکونو، ډالیو، انځورونو (عکسونو)، د پیل خبرو، داخلي سرلیکونو او د لیکوال ياداښتونو ته اشاره وکړو.
د نشراتي ډلې مسؤلیت (نشراتي پاراټېکسټ): ژنېت په دې عقیده دی، چې د کتاب ټولګه یا د هر کتاب کلکسیون د یوه ځانګړي ژانر او خاص ډول ښکارندوی دی، لکه د فرانسې ادبیات یا خارجي ادبیات، تاریخي، فلسفي او نورو هره ټولګه د ظاهري لیده، ورته اړخونو، د پښتۍ ډیزاین او پوښ ګنډنې له مخې ورتهوالی لري. د دې ټولو منظم ترتیب او یوځای والی د خپرندوی د چاپ شوي کتاب او په ټوله کې د لوستونکو د پاملرنې لاملېږي. فارمټ (شکل)،د کتاب کچه، د سرلیک مخ، تیراژ (د چاپ شمېر)، جلد، نښلونې(ملحقات) او د خپرندوی یاداښتونه د پرېمتن دنني عناصر دي.
د ژباړن مسؤلیت (ژباړني پاراټېکسټ): په ژباړه کې معمولاً ژباړن په یاداښتونو او لمنلیکونو کې د مطلب د زیاتولو او یا کمولو واک لري؛ خو د لیکوال په اصلي متن کې د ډېروالي او کموالي حق نه لري. ژباړن د خپلو توضیحاتو او لمنلیکونو په مرسته کولای شي، چې متن لوستوالو ته ښه ترا وسپړي.(۶)
د ژباړې په برخه کې فرضاً تاسې خپلو کوچنیانو ته کتاب اخلئ، نو وار له واره مو هغه کتابونه او آثار خوښېږي، چې په واحد شکل منظم چاپ شوي وي، د کتاب پاڼې هم اړوئ راړوئ او لږه ژباړه یې هم لولئ، که ژباړه یې ستاسې له نظره روانه، ساده او د پوهېدو وړ وي او ټولو متني عناصرو ته په کې پاملرنه شوې وي، ښايي همدغه ټولګه، کتاب یا اثر واخلئ.
له هغه وخته چې ژنېت په علمي او اکاډمیکو ډګرونو کې د پاراټېکسټي عناصرو د کارېدو او اغېزو خبره کړې ده، نو له دې تیوري څخه په نورو ځایونو او مسلکو کې متخصصینو هم ګټه اخیستې ده، دې مفهوم په ویډیوګانو، فلمونو، ډي ويډيانو، برېښنايي متونو (ډيجیټلي متون)، فن فیکشنونو (د طرفدارانو خیالي کیسې) او نورو برخو کې ډېر پلویان پیدا کړي دي. پاراټېکسټي مواد او عناصر د لوستونکو د انتقادي فکر په وده او پیاوړتیا کې مرسته کوي او د کتاب د لوستو پر مهال توانېږي، چې د مسئلو د حل مهارتونه او خپل د درک وسیلې او اطلاعات پراخ کړي، په کتاب پسې سترګې وګنډي او د اصلي موضوع د لوستو حوصله او لېوالتیا یې يو په دوه شي.
پاراټېکسټي عناصر تاسې ته د کتاب اعتبار په ډېرې اسانۍ درپېژني او په ډېر راحت د لیکوال قصد او اراده هم درمعلوموي. د دې عناصرو په مرسته د لیکوال د پوهې او علم کچه هم په اسانۍ ارزیابي کولای شئ.
پاراټېکسټ او انټرنېټ: د نړیوال جال او انټرنېټ له رامنځته کېدو سره د نړۍ په ډېرو چارو کې بدلونونه راغلل، د نړۍ له همدې ټېکنالوجيکي پرمختګ سره د مطالعې او کتاب په طزر او بڼه کې هم تغییرات وزېږېدل. له۱۹۹۰ز. راهیسې برېښنايي کتابونو د پېر و پلور بازار وموند. له بده مرغه په ۲۰۰۶ز کې د (dot.com) له ټکان او خرابۍ سره دا لړۍ ټکنۍ شوه، خو اوسمهال ډېر کتابونه په آنلاین بڼه ښکته پورته کېږي او د پېر و پلور ښه بازار لري. برېښنايي کتاب د پښتۍ انځور او د هر چاپ شوي کتاب دنننی متن خوندي ساتي، نقل قولونه او پر پښتۍ نور مطالب ښايي پر پښتۍ پاتې او یا هم له منځه لاړ شي.(۱۱) هېره دې نه وي د مبایل یعنې سمارټ فون له کارېدنې سره په نړۍ کې بدلون راغلی، ټول میډیا چینلونه، برېښنايي کتابونه او نورې ډېرې چارې د سمارټ فون په وسیله په اسانۍ ترسره کېږي او له راتګ سره یې دودیز تلویویزنونه او د چاپ اړوندې چارې په ټپه درېدلي دي، نو په دې برخه کې پرمختللو او پروموشنل پراټېکسټونو ته ډېره پاملرنه پکار ده. (۹)
د پاسنیو معلوماتو په استناد پاراټېکسټ لویه موضوع ده او د ادب او هنر په ډېرو برخو پورې تړلې برخې لري، چې بېلابېلې خواوې یې ځانګړې څېړنو ته اړتیا لري. یو ځای لیکل شوي: پاراټېکسټ هغه پدېدې دي، چې د متونو او فلمونو په لوستلو او تفسیرولو کې مرسته کوي.(۱۲)
پاراټېکسټ په فلم او تلویزیون کې جدا بحث او بېله مطالعه غواړي، لکه: فلمي ټریلونه، وایرالونه او اعلانات، لنډې تبلیغاتي ویډیوګانې، ګرافیمونه، د تلویزیوني خپرونو پرانیستل، چې په ټوله کې د تلویزیوني پروګرامونو، چینلونو، کورنیو فلمونو او نورو د ودې او پرمختیا لپاره تولیدېږي، نو پاراټېکسټ نه یوازې په کتابونو پورې مختص دی، بلکې په فلم، تلویزیون او رسنیو کې ځانګړې تیوريانې لري. (۹)
له دې جوتېږي چې ويډيوګانې، فلمونه، رسنۍ، آنلاین خپرنیزې پاڼې او برېښنايي متون د خپل ځان د مطرح کولو او ځلولو لپاره مختلفو پاراټېکسټونو ته اړتیا لري، چې دلته پر ټولو بحث کول د دې لیکنې په ځولۍ کې نه ځایېږي.
د پاراټېکسټ په اړه له پورتنیو ټولو بحثونو سره سره دا داسې چاره ده، چې په ټوله کې متن غږوي او له متن سره سروکار لري؛ خو په متن کې بیا ډېر کار د کتاب له متن سره لري او له کتاب څخه چاپېرېږي. په کتاب کې یې د ښې او کره پېژندنې لپاره لاندې سپړنې ته تمېږو:
پاراټېکسټ دوې برخې لري یا په دوو برخو وېشل شوی دی. یوه برخه یې د لیکوال هملاسي د لیکوال مرستندویان دي یعنې خپروونکي، تقریظ لیکونکي، د سریزې او مقدمې لیکونکي، د پښتۍ ډيزانوونکي. دا ټول هغه کسان دي چې د لیکوال هملاسي دي. دوی د متن په وړاندې کولو او ځلولو کې مهم رول لوبوي چې پېريټېکسټ ورته ویل کېږي. د دې ورها خوا د پاراټېکسټ دویمه برخه په همدغه متن باندې ځينې داسې شیان لیکل شوي دي چې اصلاً شاید په دغه کتاب کې نه وي، لکه کرکتنې، د لیکوال مرکې، د ناشر اعلانات، د لیکوال پېژندنه، دا ټول هغه شیان دي چې په متن رسولو کې مرسته کوي او په یو نه یو ډول له متن سره تړلي دي. ( ۲: ۴۵۹ مخ)
د دې اصطلاح پنځګر د کتاب د اصل متن د ښه خپرېدو او ځلېدو لپاره دغه برخه په دې ډول وېشي: ژنېت د پاراټېکسټ دوه برخې سره بېلوي: لومړی برخه یې(Epitext) (پرمتن) او دوهمه برخه یې (Peritext) (پرې متن) ګڼي. که دا برخې په کتاب کې عملي وښيو، نو په اېپي ټېکسټ (پر متن) کې کره کتنې، له لیکوال سره مرکې، د لیکوال یا د لیکنې په اړه مراسلات، شخصي یاداښتونه او ښايي ځینې نورې برخې راشي. په پېري ټېکسټ (پرې متن) کې بیا قطع او صحافت، د کتابونو لړۍ، ضمیمې (تعلقات) یا پایڅوړ، د لیکوال نوم، سرلیک، وړوکی عنوان، سریزه، پایلیکنه، انځورونه، خبرتیا، نقل قول، ډالۍ، یاداښتونه، د پښتۍ وروستی مخ… راځي. ( ۳: ۴۸ مخ)
د پاراټېکسټ همدا برخې یوه بله سرچینه داسې راپېژني: (Peritext) هغه پراټېکسټونه دي، چې په چاپي چارو کې فزیکي ونډه ولري، لکه: سرلیک، فرعي سرلیک، د خپروونکي اعلانات یا ځانګړې نښې، د لیکوال مخینه، سریزه، پای یاداښتونه (ضمیمې، تعلیقات، پایڅوړ)، فونټ، د څپرکي سرلیکونه، انځورونه او ټایپوګرافي. (Epitext) د متن په اړه متون دي، یعنې پر اصل متن متون دي، لکه په ادبي مجلو کې خپاره شوي تنقیدونه، د کتاب لپاره چاپ او پوسټر اعلانونه… (۹)
د پاراټېکسټ دغه دوې برخې ممکن عامې وي، لکه: د کتاب یا هم د ځان لپاره د خپروونکي اعلانات، د لیکوال شخصي لیکنه، په اصلي مسودو کې په لاس لیکل شوې حاشیې، شخصي یاداښتونه یا د لیکوال له خوا ابتدايي مسودې چې ښايي په بیاځلي چاپ کې تر ادبي نقد او ایډیټ وروسته سمې شي، دغسې ادبي او انتقادي مقالې ښايي د لیکوال له اصلي متن څخه بهر وي، مګر د اثر په خپرېدو کې ډېر اغېز لري. لکه په ۱۸۰۰ز. کې له لیکوال سره مرکه د فرانسوي خپرندویانو له خوا د بازاموندنې ښه وسیله وه. مرکه یو داسې متن دی، چې ښايي داسې کسان یې ولولي، چې هېڅکله یې د لیکوال اصلي متن لوستی نه وي، نو مرکه د دغسې لوستونکو لپاره د معنا د لومړۍ سرچینې حیثیت لري.(۹)
له دې وېش جوتېږي، چې د متن په ځلولو کې دوې لارې شته دي: یوه یې پر اصلي متن د نورو لیکوالو له خوا لیکنې، مرکې، یاداښتونه او انګېرنې دي، چې اثر تفسیروي او ارزښت یې لوړوي. که پر یوه اثر نامتو او اوڅار لیکوال لیکنه وکړي، ارزښت او ګرانښت یې ډېرېږي او د کتاب په بازاموندنه او ځلونه کې ځانګړې ونډه مومي، له دې امله ډېر لیکوالان هڅه کوي، چې پر کتاب یې د ښو او معتبرو لیکوالو تبصرې چاپ شي. دغسې پېري ټېکسټ (پرې متن) د کتاب په ښکلا او د متن په تفسیر کې د لوستوالو مینه او لېوالتیا ډېرولای شي او د متن په ځلولو او بلولو کې د دې برخې له مهموالي هم سترګې پټېدای نه شي. ښکلی او په مناسبه اندازه صحافت، خوندور نوم (البته د تحقیقي او تخلیقي لیکنو سرلیک ټاکل هم توپیر لري، د تخلیقي لیکنو سرلیکونه معمولاً نادر، عجیب، په زړه پوري او له تلوسو ډک وي، مګر څېړنیز سرلیکونه د علمي او تحقیقي مجبوریتونو له امله تر ډېره له منځپانګې سره تړلي وي؛ خو تر وسه وسه باید هڅه وشي، چې لنډ، جامع او جالب سرلیک وټاکل شي.)، زړه راښکونکې سریزه او آن د تورو(فونټ) غټوالی، کوچنیوالی او سبک و سټایل د اصلي متن په اغېز ښندنه کې اړین مرستندویه توکي دي، چې د (پرې متن) په برخه کې شاملېږي.
په (پرې متن) کې د سرلیک خبره وشوه، نوم چې د انسانانو په عام ژوند کې ډېر ارزښت لري، دغسې د یوه اثر لپاره زړه راښکونکی سرلیک هم د لوستوالو مینه او لېوالتیا ډېروي. جالب او جذاب سرلیک د کتاب په بازارموندنه کې مهم ځای لري، د خوندور سرلیک د زبات او اثبات لپاره دا کرښې هم ګټورې برېښي: «د ژونیت په وینا عنوان د هر بل پېغام په څېر یو استوونکی او یو اخیستونکی لري، دلته زموږ اخیستونکی د اثر یو عادي افغان لوستونکی دی چې کېدای شي د نوو ادبیاتو له ټولو نازکیو سره اشنا هم نه وي.» (۳: ۵۴مخ)
په ورپسې کرښو کې د کتاب د سرلیک ټاکلو لپاره یو لړ اصول وړاندې کوي، چې هم د اثر منځپانګه نغاړي او هم ښکلا لري. د ژونیت په نظر سرلیک باید درې دندې بیان کړي: ۱. اثر پېژندنه ۲. منځپانګه څرګندول ۳. د لوستونکي جلبول. اوله او دویمه دنده د کتاب روح تفسیروي او لوستوالو ته د اثر په اړه لازم معلومات وړاندې کوي. د سرلیک درېیمه دنده یا ونډه له ښکلا او ځلا سره تړلې ده، چې هم لفظي ښکلا په کې مطرح ده او هم شکلي او جولیزه ښکلا. ( ۳: ۵۴مخ)
پورتنی بحث څرګندوي چې زموږ په پخوانیو کتابونو کې پاراټېکسټ ته په ناشعوري ډول ځای ورکړل شوی و، یعنې دا نومونه نه وه، خو چاره یې ترسره کېده، متون به یې له وخت او حالاتو سره په پامنیوۍ ځلول. زموږ پخوانیو لیکوالو، ادیبانو، کاتبانو، خطاطانو او چاپګرانو د خپلو آثارو د تفسیر، ځلولو او بلولو لپاره دغه چاره ترسره کوله، یعنې د شاعرانو شعري ټولګې او دیوانونه او د لیکوالو ادبي، هنري او څېړنیزې لیکنې به د خطاطانو له خوا د کتاب په بڼه ترتیبېدې. خطاطانو به ورته ښکلا ورکوله، پښتۍ به یې ځلولې او سینګارولې، ځینو لیکوالو به پرې خپلې تبصرې، شرحې او مقدمې لیکلې، خپرندویو ټولنو به په ښه قطع ، صحافت ورکولو او خپرولو کې مرسته کوله. دا ټول هغه شیان وو چې د شلمې میلادي پېړۍ په وروستیو لسیزو کې ورته ځانګړې اصطلاح وټاکل شوه او د پاراټېکسټ په نوم ونومول شوه.
د کتاب په پېر و پلور کې د پاراټېکسټ ونډه: پاراټېکسټ او په ټوله کې دا مقاله د کتاب پر لابي او بازاموندنې څرخي؛ خو دلته به د کتاب په پېر او پلور کې د پاراټېکسټ د اغېزو ځینو تجربو ته ځغلنده کتنه هم وکړو. لومړی یې له ځان پیل کړئ، خپلو اخیستلو کتابونو ته ځیر شئ، کوم کتابونه به مو ډېر اخیستې وي؟
هغه کتابونه چې هم یې د متن دننيو او بهرنيو عناصرو ته ډېره ځیرتیا او پاملرنه کړې وي او هره برخه یې له هره اړخه ښه درک کړې وي په نړۍ کې د پېر و پلور ګرم بازار لري. دلته د اثر د بازارموندنې او پېر و پلور په اړه د نړيوالو ادبیاتو بېلګه ګټوره برېښي:
ښايي د (Lord of the Rings) (د ګوتمیو سردار) په نامه فلم به مو لیدلی وي یا به مو په اړه یې یو څه اورېدلي وي، دا روماني او حماسي اثر د خيال پردازۍ په ځانګړي سبک انګرېز لیکوال او ژبپوه رونالد تالکین د دویمې نړيوالې جګړې پر مهال له ۱۹۳۷م. څخه تر ۱۹۴۹م. کلونو ترمنځ لیکلی دی. لومړی وار په ۱۹۶۷م. کې چاپ او خپور شو، چې له هماغه پیله یې ډېر مینه وال او پلویان وموندل. دا په نړۍ کې د پېر و پلور هغه ورځې دي چې دا کتاب په کې په لوړ تيراژ سره پلورل شوی دی. (۷)
رویټرز خبري مجله د نشراتو د مدیر هاریر کولینز په استناد وايي: په نړۍ کې د دې اثر ۱۵۰ مېلیونه نسخې پلورل شوې دي، چې له دې شمېر څخه ۵۰ مېلیونه نسخې د دغه اثر د سریال په بڼه تر خپرېدو وروسته په ۲۰۰۱م. کال کې وپلورل شوې. عجیبه نه ده! چې یو کتاب فلمي سناریو یا سریال ډرامو ته په اوښتو د خرڅلاو لوړې څوکې ته ورسېږي. له کتاب څخه فلمونه او سریالونه جوړول، د دغه کتاب د پاراټېکسټ بهرني عناصر ګڼل کېږي. دا تجربه د امازون په پلورل شوو کتابونو کې هم لیدلای شو: هغه کتابونه چې ډېر فیډبکونه (غبرګونونه) او بیا کتنې ولري او په نړۍ کې پرې ډېرې انتقادي او تحلیلي ویډيوګانې جوړې شوې وي، د پېر و پلور تود بازار لري. (۶)
د کتاب په پلور کې د کتاب پر پورتنیو بهرنيو عناصرو سربېره داخلي عناصر هم مهمه ونډه لري او د کتاب په ځلونه او خرڅونه کې ځانګړی ارزښت لري. کتابونه په مختلفو او پېچلو لارو خپل ارزښت پیدا کوي، په داخلي پاراټېکسټي عناصرو کې د کتاب موضوع، منځپانګه، د نشرېدو وخت او زمان، لیکوال او ژباړن، پښتۍ (پوښ)، ژباړه او توضیحات د متن په بازار موندنه کې بارز توکي دي. (۸)
د کتاب موضوع: د کتاب له موضوع څخه موخه د اثر منځپانګه ده، چې په پېر و پلور کې مهمه ونډه لري. په ۲۰۱۵م. کې د استاتیستا له لوري په امریکا کې د کیسه ییزو (داستاني) آثارو په اړه یوه عمومي سروې شوې وه، له دغو داستاني کتابونو څخه یوازې وحشي، تخیلي او جنايي موضوعاتو ډېر پېر و پلور درلود. په غیر داستاني آثارو کې بیا ۳۳سلنه امریکایان د تاریخي منځپانګیزو کتابونو لېوال او مینه وال وو، خو ۳۱ سلنو یې د بيوګرافۍ او ځانپېښو (خاطرات) اړوند موضوعات ډېر خوښ کړي وو. په ټوله کې ښکلې،تازه، زړه راښکونکې او د ټولنې له نبض سره برابره موضوع د کتاب په پلور و پېر کې ارزښتناکه ونډه لري.
د کتاب د خپراوي وخت: تجربو ثابته کړې، هغه کتابونه چې د خپراوي په لومړي کال ډېر پلورل شوي وي، په بازارموندنې برلاسي دي. نظر پوښتنو ښوولې ده، هغه کتابونه چې په لومړي کال له ۱۰لس زرو څخه تر ۱۰۰ زرو پورې پلورل شوي وي، (چې دا شمېره زموږ د کتابونو لپاره ډېره زیاته ده) او که په لومړي کال د یوه اثر ۱۰۰۰ جلده هم وپلورل شي، ښايي په راتلونکي کې ډېر وپلورل شي. د کتاب د نشر او تبلغیاتو وخت او موسم هم ډېر اړین او مهم دی، ډېر خلک په ځانګړو وختونو یعنې رخصتیو او نورو مناسباتو کې ډېر آثار پېري.
لیکوال او ژباړن: په دې ټول او اکثره پوهېږو، چې د کتاب لیکوال د یوه اثر په اوڅارتیا کې څومره اهمیت لري. د یوه لیکوال لپاره دا بسنده ده، چې یو وار یې نوم د ډېر پلورو آثارو په سر کې راشي. بیا وختونه وختونه او تر کلونو پورې له دې باور او نوم څخه ډېره استفاده کولای شي. د کتاب د لیکوال تر څنګ د کتاب د ژباړن نوم هم مهم دی، ژباړن چې په ټولنه کې څومره هم پېژندل شوی وي او د ځان د ځلونې لپاره یې څومره هڅه کړې وي، که ورسره د ژباړې په مهارتونو برلاسی وي، هومره د اثر په بازارموندنه کې مهم تمامېږي.
د کتاب پښتۍ او صحافت: پښتۍ د اثر د بازارموندنې لپاره لومړۍ هڅه ده. لومړی ځای چې د مخاطبینو نظر جذبوي یا یې مخه نیسي همدا پښتۍ ده. هېڅوک د کتاب د پښتۍ له تاثیره سترګې پټولی نه شي. پښتۍ د اثر روح راسپړي، منځپانګه بیانوي او د کتاب ټوله کیسه راته وايي، لیکوال راښيي او د اثر ژانر او ډول جوتوي. د کتاب پښتۍ باید د متن د توضیحاتو څرګندوی وي. په دې برخه کې له عکسونو، انځورونو، زړه راښکونکي ټایپوګرافي (د لیک ښکلا)، ساده ګۍ او جذابیت څخه کار اخیستل د پښتۍ له لومړنیو اصولو څخه ګڼل کېږي.
په مخکې کرښو کې د پاراټېکسټ په دوو برخو له بېلابېلو ګونجونو او زاویو بحثونه وشول، د همدغو برخو د سمې پېژندنې او سپړنې لپاره د حمزه بابا (بادِ خیبر) اثر درپېژنو:
بادِ خیبر د امیر حمزه شینواري د اردو او فارسي شاعرۍ ګډه شعري ټولګه ده. د دې اثر د پښتۍ ښي خوا پاسنۍ برخه د خیبر په واورینو غرونو ښکلې شوې او لاندې ترې(بادِ خیبر) په نسخ خط لیکل شوی دی. ترې لاندې د پښتۍ کیڼ خوا ته د امیر حمزه شینواري رنګین عکس چې لونګۍ يې پر سر ده راغلی دی. د عکس ښي اړخ ته شعري ټولګه، د شاعر او ترتیبوونکي او د خپروونکي جرګې نومونه راغلي دي. د پښتۍ په بل مخ د امیر حمزه د ځوانۍ عکس راغلی او بګراونډ یې په سوربخن رنګ رنګین شوی دی.
تر پښتۍ دننه یو مخ کتاب پېژندنه او بل مخ ډالۍ ته ځانګړی شوی دی. ورپسې د کتاب په باب د طاهر بخاري مقدمه، د فېروز اپریدي تبصره او د کلیم شینواري شرحه راغلې ده، چې لوستونکو ته د کتاب د اصلي متن په رسولو، سپړلو او تفسیرولو کې مرسته کوي.
د امیر حمزه پر شاعرۍ سربېره دغه نور ټول هغه شیان، لکه: د پښتۍ رنګیني، د شعري ټولګې سرلیک(بادِ خیبر)، د کتاب پېژندنه، ډالۍ، د طاهر بخاري، فېروز اپریدي او کلیم شینواري تبصرې او شرحې هغه څه دي چې پاراټېکسټ ورته ویلای شو. دا ټول د امیر حمزه د شاعرۍ په خپرولو، ځلولو، تفسیرولو او رسولو کې مرستندویه توکي دي او همدغه شیان پاراټېکسټ دی. له دې ور ها خوا په څېړنیزو آثارو کې پیلیزه، سریزه، د لارښود استاد ګزارش او تقریظونه هغه څه دي چې د اصلي متن په تشریح او تفسیر کې پراخه ونډه لري.
پایله
ټولنې ته هر وړاندې کېدونکی متن لازم او ملزوم په یو لړ مرستندویه متونو پوښلی وي، که دا انټرنېټي وېبپاڼې وي او که آنلاین رسنۍ، فلمونه، ویډیوګانې او برېښنايي کتابونه. ټول دغه شیان چې له اصلي متن څخه چاپېره وي، د کتاب او متن په لوستو او ځلېدو باندې اغېزه لري. ژنېت د متن همدغه برخه پاراټېکسټ بولي، چې هم د متن او کتاب په اړه د لوستونکو مینه راپاروي او هم دغې برخې ته په ځانګړې پاملرنې سره د کتاب په پېر و پلور کې اغېزناک تمامېږي.
کتابونه په مختلفو او پېچلو لارو چارو ارزښت پیدا کوي، په پرمختګ کې یې پر لیکوال سربېره د زمان، موادو، ارتباطي او اجتماعي وضعیت او کیفیت له مخې تألیفي ډله، نشراتي اداره، ژباړنان او نور مسؤلین هم شته دي، چې د کتاب په ځلا، ښکلا او بازارموندنه کې د دوی له خوارۍ او هڅو سترګې پټېدای نه شي، مګر د دوی هڅې د کتاب تر چاپ دمخه ډېرې اړینې او ارزښتناکې دي، له لیکوال سره په همغږۍ باید د غوره پاراټېکسټي موادو او نورو برخو د اغېزمندنۍ په اړه دې ښې سلامشورې شریکې کړي، چې په همدې لارو چارو د کتاب ارزښت او ګرانښت لوړېدای او ځلېدای شي. همدارنګه د کتاب موضوع، منځپانګه، د نشرېدو وخت او زمان، لیکوال او ژباړن، پښتۍ، ژباړه او توضیحات د متن او کتاب په بازارموندنه کې اغېزناکه ونډه لري.
پاراټېکسټ یوازې د کتاب په ظاهري قطع او صحافت پورې تړلی نه دی، بلکې د کتاب په کرهوالي کې هم ارزښتناک رول لري، پر دې سربېره په رسنیو، وېبپاڼو، بلاکونو، برېښنايي کتابونو، ویډيوګانو او فلمونو کې ترې د لوستونکو او لیدونکو د پام راړونې او ښې بازارموندنې په موخه ډېره ګټه اخیستل کېږي.
وړاندیز
اوسمهال انټرنېټ او برېښنايي کتابتونونه د معلوماتو تر ټولو اسانه سرچینې دي، ډېر علمي او تحقیقي موضوعات په کتابي او بېلابېلو بڼو په همدې ځای کې مطالعه کېږي او له همدې ځایه ترلاسه کېږي، غوره به وي، چې ځوان لیکوال او څېړونکي پر آنلاین پاراټېکسټونو او په معاصره ټکنالوژۍ کې یې په مختلفو اړخونو څېړنې وکړي، په دې سره به پر کتاب او مطالعې د دغو انټرنیټي او برېښنايي پراټېکسټونو مثبتې او منفي اغېزې څرګندې شي او هم به په آنلاین بڼه د کتاب او لیکنې د خپرولو، ځلولو او جذبولو ښې لارې چارې په ګوته کړای شي.
مأخذونه
۱. صدیقي، نعمت الله. د متن سپړنې هنر، کلاسیک خپرندویه ټولنه: ننګرهار، ۱۳۹۹ل.ل.
۲. غضنفر، اسد الله. منلی، نجیب.د ادبیاتو دنیا، ۱۳۹۹. ل.ل.
۳. منلی، نجیب. د لیک شېبې «ټکست او پاراټکسټ»، کلاسیک خپرندویه ټولنه: ننګرهار، ۱۳۹۵ل.ل.
۴. هېوادمل، زلمی. د متن څېړنې مېتودلوژي، دانش خپرندویه ټولنه: کابل، ۱۳۹۶ ل، ل کال.
۵. فرهنګ فارسی معین. لاسرسی: WWW.Vajehyab.com. اخیستنه: ۱۴۰۰سنبله. ۱۶.
۶. پیرامتنیت چیست و چه اهمیتی در انتشار کتاب دارد؟. لاسرسی: https://tajabi.ir/fa/%. وېبپاڼه: فایزه تاجابي. د مراجعې نېټه: (2/25/2023).
۷. ارباب حلقه ها. لاسرسی: https://abadis.ir>Fatofa).وېپاڼه: دیکشنری آبادیس. د مراجعې نېټه: ( 3/7/2023)
۸. Yann Martel. Literary Value and Appropriation. Toronto: Vintage Canada, 2011. Print د خپرېدو نېټه:(Nov15 2016).لاسرسی:https://canlitguides.ca>paratext>.اخیستنه: (2/20/2023)
۹.https//www.researchgate.net/publication.( Chris Hackly.Rung Paka Amy Hackly. Advertising at the threshold: Paratextual Promotion in the era of Media convergernce.)
۱۰.https://canlitguides.ca/canlit-guides-editorial-team/paratext/.( Yann Martel. Paratext and Literary Value.)
۱۱. R. Nassor. How We Sell Stories: A brief History of Paratext. Jul 16, 2021
۱۲.Mathias. Volcker. Paratext on a Social network Site and Their relevance in the production of Meaning _ Result of qualitative investigation of Twitter _ Feeds. Plos one. Published online 2020 Sep 18. Dio 10, 1371/journal.pone.0238765.
۱۳.A.Leverkuhn.What is Paratext? Date: February 09, 2023.