چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Homeخبرونهافغانستان او پاکستان هممهاله د پولیو پر ضد د واکسین کمپاین پیلوي

افغانستان او پاکستان هممهاله د پولیو پر ضد د واکسین کمپاین پیلوي

تاند (شنبه، د سنبلې ۳ مه) افغانستان او پاکستان به په راتلونکې میاشت کې له یو بل سره هممهاله د پولیو ضد واکسین کمپاینونه پیل کړي او د ساري ناروغیو د له منځه وړلو لپاره به نوې هڅې وکړي.

د جنورۍ له میاشتې راهیسې، پاکستان د پولیو ۱۶ پېښې ثبت کړي دي، چې ۱۲ یې په بلوچستان په ایالت پورې تړاو لري.

په پاکستان کې په دې ناروغۍ اخته درې ماشومان مړه شوي دی.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د بلوچستان د بیړنیو عملیاتو مرکز همږغوونکي انعام الحق قریشي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د قضیو زیاتوالی په دریو فاکتورونو پورې اړه لري: “د نفوسو حرکت چې د ویروس خپریدو لامل کیږي، د ځینو والدینو له خوا د خپلو ماشومانو له واکسین کولو څخه انکار، او د کافي خوړو نه رسېدل چې په ماشومانو کې معافیت کمزوري کوي.”

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو ویروس وحشي ډول پکې خپور دی.

تر دې وړاندې نایجریا هم د افغانستان او پاکستان ترڅنګ د پولیو ویروس لرونکی هیواد ګڼل کېده خو نایجیریا د ۲۰۲۰ په اګست کې له پولیو څخه پاک اعلان شو، او له ۲۰۱۶ راهیسې یې د پولیو هیڅ نوې قضیه نه ده ثبت کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب