Homeخبرونهد جرمني په یوه ښار کې د چاقو په برید کې څو...

د جرمني په یوه ښار کې د چاقو په برید کې څو تنه وژل شوي

تاند (شنبه، د سنبلې ۳ مه) د جرمني پولیس وايي، په سولینګن ښار کې د چاقو په برید کې څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بیلډ ورځپاڼه وایی، په دې پېښه کې چې د جمعې په ماښام د ښار په مرکز کې د یوې مېلې په لړ کې وشوه لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د ورځپاڼې په وینا، برید په ځايي وخت له مخې د شپې په ۲۱:۴۵ بجو شوی دی.

داسې انګیرل کیږي چې برید کوونکی له پیښې څخه تښتیدلی او د پولیسو له خوا تعقیب کیږي. د پولیسو هلیکوپترونه پر ښار راګرځي.

دغه برید د ښار د ۶۵۰مې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې شوی دی.

د ښار چارواکو له خلکو وغوښتل چې د مېلې له ځایه  ووځي، او پولیس امنیتي کټارې جوړوي.

د راپورونو له مخې، بیړنی عمله په پیښه کې د ټپیانو درملنه کوي.

سولینګین، چې د دوسلدورق د شمال ختیځ په ۲۵ کیلومترۍ کې دی، ۱۶۰ زره نفوس لري.

ټاکل شوې وه چې فیستوال په دغه ښار کې د یکشنبې تر ورځې پورې دوام وکړي.

2 COMMENTS

  1. وایې د کوڅي غول په لیوني تاوان دي. بس جرمنی دی دا غول هم په افغانانو تاوان کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...