چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Homeخبرونهاروپايي اتحادیې او م.م له طالبانو وغوښتل چې د ریچارد بینټ پر...

اروپايي اتحادیې او م.م له طالبانو وغوښتل چې د ریچارد بینټ پر سفر په بندیز بیا غور وکړي

تاند (شنبه، د سنبلې ۳ مه) اروپایي اتحادیې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینټ په سفر د بندیز په اړه خواشیني څرګنده کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې پر خپلې پرېکړې بیا غور وکړي.

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو ویاند پیټر سټانو په طالبانو غږ وکړ چې له ریچارډ بینټ سره همکاري وکړي او هغه ته اجازه ورکړي چې د محدودیتونو له لګولو پرته راپور ورکولو او د اسنادو ټولولو ته دوام ورکړي.

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو ویاند پر خپله ایکسپاڼه کښلي چې هغه افغانستان ته د ریچارډ بینټ پر سفر د بندیز لګولو له امله “ژور خواشینی” دی.

ښاغلي سټانو ټینګار وکړ چې اروپایي ټولنه د ریچارډ بینټ د ماموریت او کار بشپړ ملاتړ کوي.

هغه ټینګار وکړ چې طالبان باید د افغانستان له نړیوالو ژمنو سره سم عمل وکړي.

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو ویاند وایي، د طالبانو له خوا د نړیوالو ژمنو د پوره کولو لپاره اړینه ده چې داسې یو افغانستان رامنځته شي چې له ځان او ګاونډیو سره په سوله کې وي.

طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه د ریچارډ بینټ پر راپورونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې بینټ افغانستان ته له ننوتلو منع دی.

د طالبانو د پرېکړې په ځواب کې، ریچارډ بینټ وویل چې هغه به په افغانستان کې “د تعقیب او بشري حقونو د سرغړونې قضیې مستندې کړي.”

د طالبانو له لوري افغانستان ته د ملګروملتو د بشري حقونو د ځانګړي استازي پر سفر د بندیز په اړه ملګروملتو هم غبرګون ښوولی دی.

د سرمنشي ویندوی سټېفن دوچاریک د چهارشنبې په ورځ وویل: دوجاریک وویل: “فکر کوم هغه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ۲۰۲۲م کال کې افغانستان ته سفر کړی و، زموږ لپاره د ځانګړو راپور ورکوونکو موجودیت چې په بشپړه توګه له عمومي منشي څخه خپلواک دي مهم دی، هغوی د بشري حقونو د جوړښت په برخه کې مهم او کلیدي عناصر دي.”

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ د اګست۲۰مه د افغانستان له یوه خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې تایید کړه چې پر ریچارډ بینېټ یې افغانستان ته په ورتګ بندیز لګولی او هغه ځکه چې په خبره یې نوموړي د افغانستان ضد تبلیغات کول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب