پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهداعش د ننګرهار د خونړي برید مسوولیت ومانه

داعش د ننګرهار د خونړي برید مسوولیت ومانه

تاند(شنبه، د سنبلې ۳ مه) داعش ډلې د جمعې په ورځ د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د یوې وژونکې چاودنې مسوولیت په غاړه واخیست.

په دې چاودنه کې چې د مدرسې د زده کوونکو په ګډون شپږ کسان پکې ووژل شول، پنځه نور ټپیان شول. د داعش خراسان ډلې ادعا کړې چې په وژل شویو کې د طالبانو څلور غړی شامل دي.

په ننګرهار کې طالب چارواکو په پیل کې دا چاودنه د مځکني ماین له امله بللې وه او ویلیې وو چې دا ماین ډېر وخت مخکې ځای پر ځای شوی وو.

داعش ډله، چې طالبان وايي له منځه وړل شوې، هڅه کوي په دې ډول بریدونو په افغانستان کې خپل حضور او فعالیت ثابت کړي.

په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د داعش ډلې شتون منی، دوی ټینګار کوي چې د دې ډلې ګواښ د پام وړ کم شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب