چېرته یوسف چېرته د مصر بازارونه
پارسي کې یو متل دی وایي اصفهان نصف جهان. لاهوریان بیا وایي که چا لاهور نه وي لیدلی هغه بیخي پیدا شوې نه دي. ددوی په حساب ددنیا ۹۹ فیصده خلک له پیدا کېدلو سره سره په دې نړۍ کې پیدا شوې نه دي ځکه چې لاهور یې نه دی لیدلی. دا نو هماغسې دعوه ده لکه زموږ پښتانه چې وایي:
چې عاشقي یې کړې نه وي
لکه هندو بې کلیمې دوزخ ته ځینه
دا چې اصفهان او لاهور څنګه ښارونه دي دا به لوستونکو ته پرېږدم، خو بیت المقدس رښتیا هم داسې ښار دی چې نیمه نړۍ یې مسحور کړې ده. ددې ښار له لیدلو پرته جهانګردي نامکمله ځکه ده چې دلته لس، شل نه زرګونه زیارتونه او تاریخي ځایونه دي چې په لیدلو ارزي. که په زیارتونو او معبدونو کې ګرځې یو عالم سکون اواضطراب په کې مومې، او چې په ښار کې چکر وهې ته به وایې درې زره کاله وړاندې زمانې ته تللی یم او د سینوهه په زمانه کې ګرځم.
د وروستي ځل لپاره مې له جبل الزیتون نه تر زاړه ښاره ګل ګشت وکړ. زه چې له هر ښار سره الوداع کوم نو وروستی چکر په ښار کې ووهم. د زاړه ښار باره کې مې لږ و ډېر مخکې هم لیکلي چې یوه لویه چاردیوالي ده او د الاقصی د کمپلکس ترڅنګ د یهودانو او عیسویانو مذهبي ودانۍ او څلور محلې په کې دي چې هره محله خپل بازار لري. دلته د مراکشي محلې په نامه یوه پنځمه محله هم وه چې وروسته هغه اسرائیلو په چل ول د یهودانو په کواټر کې منحل کړه. لکه په وړاندینیو پاڼو کې مې چې یادونه کړې ددوی ټکټیک دادی چې مسلمانان په تنګ کړي، کورونه او دوکانونه ترې په زوره یا په بیه واخلي. ویل کېږي هغه بازار د ژړا دیوال او الاقصی جومات له احاطې سره لګېدلی و. یو طرف ته یې باب مغاربه او بل طرف ته د یهودیانو محله وه. ددې بازار له غصبولو د یهودانو مطلب دا و چې د ژړا دیوال ته سیده لاره ټوله ددوی شي. په زاړه بازار کې د ارمنیانو د کواټر هم همدا حال شو، خو یوازې عیسویانو مقاومت کړی او له یهودیانو نه یې خپل بازار ساتلی او لا هم ددوی دوکانونه او کورونه په کې شته.
تر ټولو له شر او شوره ډک بازار بیا د مسلمانانو د محلې بازار دی. دوی نو هر د اسرائیلو هر ګوزار ته سینه سپر کړې مګر خپل بازار یې هماغسې لکه پخوا ژوندی ساتلی دی. په دې بازار کې لکه د الف لیلی داستان له قدامت تر افسانویته هرڅه غوړېدلي دي. هر دوکان له سامانونو لبریزه دی. لاسي صنایع، دما شومانو جامې ، ګلدوزي حجابونه لکه رنګین افغاني ګنډونه. جالمازونه، د کور د زیب و زینت شیان بس د چا خبره د چرګ شیدې په کې پیدا کېږي خو یوه خبره ده چې سخت دبړه ماران دي که چنه بازي دې نه وي زده د سلو شی په دوه سوه درباندې خرڅوي. ما د بیت المقدس نقاشي، تسبیج او څو جالمازونه واخیستل که لغمانی نه وای د جیب بیخ به مې وتلی و.
جالبه داده چې د مسلمانانو بازار ته بیا د سودا لپاره عیسویان ښه په شوق روان وي. اروپایي او امریکایي سیلانیان پر حلواو او جلبیو داسې راټول وي لکه د پشه کال مچان. دوکاندارانو د ډول ډول مصالحو نه وړې وړې غونډۍ جوړې کړي، رنګه رنګه پیکوړې، سموسې، جوسونه او اچار یې داسې خوندور برابر کړي که وږی هم نه یې دا خوندور بوی دې وږی کوي.
ماته داسې اندازه ولګېده که اسرائیلي حکومت پرې نورې لارې بندي کړي فلسطینیان د لاسونو په تڼاکو روزي ګټي. که ماشینونه او کارخانې یې په خپل واک کې نه دي نو هنر یې څوک ترې نه شي اخیستلی. له خطاطۍ او نقاشۍ واخله تر لرګینو مجسمو، جامو او ډېرو لاسي صنایعو ډېر داسې شیان مې ولیدل چې دوی یې په خپلو کورونو کې جوړوي او دې بازار ته یې د خرڅلاو لپاره راوړي. ماته خو دا بازار په همدې هم خوند راکوي چې لرغونو زمانو ته مې بیایي او هره کوڅه کې چې روان یم فکر کوم کوم کلاسیک داستان اورم.
یوه دوکان کې مې ښځینه ګلدوزي کمیس اخیسته چې یوه نجلۍ هم راننوته، له جامو یې ښکارېدل چې افغانه ده. تر سلام کلام وروسته مو یو او بل ته ځانونه ور وپېژندل. ویل یې له جرمني له ورور سره راغلې ده. د کالیو په اندازه او ډیزاین کې یې راسره ډېره مرسته وکړه، چې روانه شوه ته وا زلیخا چې د مصر په کوڅو کې روانه وي. ټول بازار ورباندې ښه ښکارېده. له ځان سره مې ویل:
چې د باغ سروې یې پستې تر قامت دي
پښتنې په قامت سترې نه دي څه دي؟
د زاړه ښار بل ښه والی دادی چې بلکل په زاړه شکل پاتې دی. که کوڅې دي او که کورونه ته به وایې د صلاح الدین ایوبي زمانه کې ګرځم. یوه کار خوند رانه کړ چې د پاکۍ یې چندان خیال نه ساتل کېږي. په پاکۍ کې نو د یهودیانو بازار بې جوړې دی. دا خلک د دوکاندارۍ په هنر هم تر عربانو ښه پوهېږي. سره له دې چې پوهېږي مسلمانان ترې څه شی نه اخلي خو خپل هغه ټول مذهبي ضد یې په تاخچه کې ایښی وي او موسکه خوله درته ولاړ وي.