په دې وروستيو کې د رسنيو د سرټکي د دريمې نړۍ د هېوادونو د (حکومتونو د بې ثباتۍ) راپورونه جوړوي چې خلک يې کله په يوه نوم او کله په بل نوم يو حکومت راپرځيږي او پر ځای يې بله ډله واک ته رسوي، خو نوی حکومت هم دومره دوام نه شي کولی، لکه څومره چې په شوق او ولولو يې واک تر لاسه کړی وي.
ولې د دريمې نړۍ په هېوادونو کې حکومتونه دومره بې ثباته شول؟
ولې نه شي کولی چې خپل دوام وساتي؟
دې پوښتنو ته هر وخت د سياست او حکومتوالۍ له نظره کتل شوي دي، موږ به کوښښ وکړو چې دې پوښتنو ته د ټولنپوهنې له نظره وګورو او ځواب ورته پيدا کړو، ځکه د ټولنپوهنې اساسي دنده په ټولنه کې د خلکو او بنسټونو ترمنځ د خپلمنځي اړيکو څېړل او هغو عواملو ته کتنه ده چې په دې اړيکو مثبت يا منفي اغېز لري.
په دې وروستيو کې تر ټولو ستر بدلون چې د رسنيو سرټکی وګرځېدو، هغه په بنګله ديش کې د محصلينو په مټ د حکومت راپرځول او د يوې موقتې ادارې جوړل وو.
دې سره خوا کې په ايران او پاکستان کې هم ورځ تر بلې وضعيت په خرابېدو دی، څو کاله وړاندې په عربي نړۍ کې له تونس څخه يو حرکت پيل شو چې وروسته ورته د عرب پسرلي نوم ورکړل شو، خو پسرلي غوټۍ ونه غوړولې، بلکې يوازې واکمن حکومتونه يې نسکور کړل او پر ځای يې ضعيف او بې ثباته حکومتونه حاکم کړل، يعنې پسرلی يې په خزان بدل شو.
که وکتل شي د هر حرکت تر شا ګڼ شمېر سياسي او اقتصادي عوامل شته، خو اصلي رېښه يې په ټولنيزو اړيکو کې نغښتې ده، ځکه که د سياست له نظره وکتل شي، ډېر داسې هېوادونه شته چې نسکورو شويو حکومتي نظامونو ته ورته نظامونه لري، خو خلک يې تر اوسه ارامه دي، که د اقتصاد له نظره نړۍ وکتل شي، بيا هم ډېر داسې هېوادونه شته چې د بې کارۍ کچه په کې لوړه ده، خو خلک يې دا ډول پاڅونونو ته زړه نه ښه کوي.
که موږ د نورو هېوادونو بېلګې د ټولنپوهنې له نظره تحليل کړو نو ويلی شو چې د دريمې نړۍ په هېوادونو کې دوه عمده مشکلات د دې لامل شوي چې حکومتي بې ثباتۍ په کې ډېرې شي:
لومړۍ دا چې د دريمې نړۍ په هېوادونو کې د زيږون او مړينې ترمنځ هېڅ توازن نه شته.
د بېلګې په توګه که موږ افغانستان په مثال کې ونيسو، په هغو کليو او بانډو کې چې لس يا شل کاله مخکې کومې کورنۍ موجودې وې هغه اوس په قبيلو بدلې شوې دي، ځکه دلته هره کورنۍ دا هڅه کوي چې خپل زوی ته واده وکړي، يعنې د مور او پلار لپاره د خپل اولاد په مقابل کې لومړيتوب واده دی. کله يې چې واده ورته وکړ، نو لاس په لاس د ماشوم تلوسه پيل شي، بيا په دوو، دريو حتا څلور يا پنځو ماشومانو هېڅ مور او پلار قناعت نه کوي او کوښښ کوي چې ښه ډېر ماشومان ولري.
که موږ شل کاله مخکې الف کورنۍ فرض کړو او داسې فکر وکړو چې دې کورنۍ دوه لوڼه او درې زامن لرل، نن يې دريو زامنو او دوو لوڼو داسې کورنۍ جوړې کړې چې د هرې يوې يې شمېر له دوولسو ډېر دی، بيا هم که موږ اوسط اوه کسان ونيسو، نو له دريو زامن او دوو لوڼو يې پنځه ديرش کسه فاميل جوړ شوی دی، او د هر يوه اولادونه هم د اولاد راوړلو ته تيار شوی دی.
موږ يوازې افغانستان د مثال په ډول وړاندې کړ، د دريمې نړۍ په اکثره هېوادونو کې نفوس په غيرمترقبه ډول په ډېرېدو دی. (په انساني ټولنه کې نفوس هم راحت دی هم زحمت دی، چې په دې موضوع به په راتلونکي کې بحث وکړو.)
دويمه ستونزه د عوامو او حکومتي کسانو ترمنځ واټن دی.
د دريمې نړۍ په هېوادونو کې حکومتي کسان داسې ښکاره کوي چې دوی په عوامو حاکمان دي او خلک بايد په پټو سترګو د دوی احترام وکړي، په داسې حال کې چې د يويشتمې پېړۍ يوه ځانګړتيا د سياستونو په وړاندې د ولسونو پوهاوی دی. يعنې اوس حاکم نه شي کولی چې په پټو سترګو خپل فرمايش په عوامو ومني.
دا دوه فکټورونه د دې لامل کېږي چې مثبتې ټولنيزې اړيکې کمزوري کړي او حکومتي بې ثباتي جوړه کړي.
ځکه! کله چې نفوس ډېر شي، هغه ډېرې ډوډۍ ته اړتيا لري، ډېره ډوډۍ ډېرې سرمايې ته اړتيا لري، ډېره سرمايه ډېر کار ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې د دريمې نړۍ د هېوادونو په حکومتونو کې دا وړتيا نه شته چې د خپلو خلکو لپاره د کار او مصروفيت زمينه برابره کړي. کوم کاري فرصتونه چې شته په هغو باندې محدودو کسانو يا محدودو کړيو ولکه اچولې ده او نه غواړي چې بل څوک پرې ورګډ شي، په همدې وجه حاکمه کړۍ د واک ساتنې کوښښ کوي او په هر قيمت چې وي دا فرصت له لاسه نه ورکوي. کله چې د يوې څوکۍ يا مقام د نيولو او ساتلو لپاره محدود کسان له لياقت پرته د نورو واسطو په مټ ځانونه ورسوي او کوښښ کوي چې دا مقام وساتي، په دې صورت کې د فساد لپاره لار پرانيستل کېږي، ځکه له لياقت پرته په بله هره واسطه چې مقام ونيول شي رېښه يې فساد ته رسيږي.
کله چې يو څوک يو مقام په مفسده طريقه ونيسي، هغه هېڅ کله نه شي کولی چې په هغه مقام کې د خلکو لپاره کار وکړي او د يوه خادم په توګه د مقام او خلکو ترمنځ واټن ختم کړي. داسې حالت کې هغه مقام چې په فساد نيول شوی په فساد ساتل کېږي او د فساد له لارې انتقال مومي، دې حالت ته په ټولنپوهنه کې د فساد بنسټيز کېدل وايي، ځکه کله چې يو څوک يو مقام د يوې مفسدې معاملې له لارې ونيسي، په همدې مفسدو معاملو يې ساتي او د همدې مفسدو معاملو له لارې يې بل چا ته سپاري، نوی کس هم کټ مټ په همدې تګلاره مخکې ځي.
له بلې خوا د هر ماشوم په زيږون سره له حکومت څخه غوښتنې ډېرېږي، چې څومره له حکومته غوښتنې ډېرېږي، په هماغه اندازه حکومتي دستګاه کمزوري کېږي، ځکه څومره چې د خلکو اړتياوې ډېرې او حکومت يې په پوره کولو کې پاتې راځي په هماغه اندازه حکومتي چارواکي له خلکو لرې کېږي، له خلکو لرې کېدل د حکومتي حاکميت لمن لنډوي.
دې موضوع ته مارکس هم په خپلو يادښتونو کې اشاره کړې او وايي، کله چې په مارکېټ کې عرضه ډېره شي او تقاضا کمه وي، د توکو ارزښت ټيټيږي، نو کله چې کارګران ډېر وي او کاري فرصتونه کم وي، کارګر نه شي کولی چې کار پيدا کړي.
انسان خدای ج يو متحرک مخلوق پيدا کړی دی، هغه د توکو په شان د عدم تقاضا پر مهال ورستيږي نه، بلکې د (برېتانوی ټولنپوه سپنسر) په خبره د خپلې بقاء لپاره يوه نوي رقابت ته لوېږي، يعنې هر سړی کوښښ کوي چې د ژوندي پاتېکېدو لپاره مبارزه وکړي او د هغه چا په مقابل کې مقاومت وکړي چې د ده د ژوند په وړاندې خنډ دی. مارکس په ټولنه کې د بې کاره کارګرانو د ډېرښت لپاره د کارګرانو د ګدام يا ذخيرې اصطلاح کاروي او وايي چې دا کارګران د انقلابي عسکرو په رول کې راڅرګنديږي.
زموږ له تحليله دا پايله په لاس راځي چې په کومه ټولنه کې حکومتونه د نفوس د مديريت لپاره منظمې پاليسۍ نه لري، نو طبيعي خبره ده چې نفوس به ډېريږي او حکومت به د نفوس غوښتنې نه شي پوره کولی، کله چې حکومت د خلکو غوښتنو ته ځواب نه درلود، نو کوښښ کوي چې له خلکو ځان ګوښه کړي او شته امکانات، په هماغه حلقه چې په واک راچاپيره ده، په خپلو کې سره وويشي او که بل څوک دې حلقې ته داخلېدل بايد يوه غير قانوني پروسه طی کړي.
کله چې حکومت له خلکو لرې شو، د خلکو غوښتنې نوره هم ډېريږي، څومره چې د خلکو غوښتنې ډېريږي په هماغه اندازه د خلکو او حکومت ترمنځ واټن زياتيږي، څومره چې واټن ډېريږي په هماغه اندازه حکومتونه تضعيف کېږي، اخر يې بنياد ولړزيږي او راچپه شي.