شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeادبلنډه کیسهبادونه او یادونه | هوسۍ وفا فرحان

بادونه او یادونه | هوسۍ وفا فرحان

شمال ورو، ورو لګېده او د شاوخوا ونو پر پاڼو یې لاس را تېراوه او ژوند د رباب او سه تار او شپېلۍ په نغمه نوې سا اخسته. خو کله بیا قهرجن کېده کړکۍ یې خلاصې او پورې کولې. دې سره باد څپه، څپه په کورونو وردننه کېده. 

دې کې باد یوې داسې کوټې ته، چې یوه ښځه ورکې د ژوند له دومره پرلپسې ترخو بېزاره، کړکۍ ته نږدې ناسته وه، ور دننه شو! دغې نابللې بلا د هغې په ویښتانو کې خپلې بې شکله ګوتې خښې کړې او هغه یې پر مخ ورخواره کړل! 

د دغې ځپلې اروا، وچې شونډې وښورېدې، د شونډو تر منځ یې فاصله جوړه شوه. شمال خولې ته لاره وکړه او هغې شمال وڅکه! جلا خوند یې ؤ: د ماضي خوند! د تېر او تللي ژوند خوند!! دا پخوا تجربه شوی خوند و!

 هغې چې مخامخ هېنداره کې ځانته کتل؛ د شمال په وزرو څو کاله څټ ته کډه شوې وه.  خپله ځواني وریاده شوه؛ خپل سره اننګي او چینې، ګودر، او غاټولو په شان خپل ساده او تازه ښایست یې د سترګو پر وړاندې بیا راژوندي شول. په پیکه شونډو یې ورو، ورو موسکا خورېده. د زرغون  او سکون کوچنیتوب وریاد شول: 

«اخخخخ! هرڅه څومره مینه ناک ول! ساده ښایستونه به مې ټوله ورځ شاوخوا تاوېدل.  هرځای به راسره ملګري ول»

هغه ښه شېبه ځان سره غلې شوه… بیا یې د سترګو په رپ کې هغه ورځ سترګو ته نېغه ودرېده چې بچي یې د لومړي ځل لپاره ښوؤنځي ته تلل او دواړو له موره غیږ چاپیره کړې وه: 

«مورې مونږ پرته له تا نه ځو!»

د هغو ټولو شوخیو او مستیو، د هغې د سترګو پر وړاندې تازه ساه اخیسته. د کور په وړه فضا کې د هغوی خنداو انګازې کولې. له هغو سره خواږه مجلسونه یې په ذهن راتېر شول. 

شمال تیز شو! بېرحمه شو!! خولې یې لګولې!!! 

دې کې د شمال بېرحمه لاس، یو ناڅاپه، له کړکۍ څخه ګلدان ټیل واهه! دې سره د هیلې د خیال کړۍ هم یو ناڅاپه تم شوه! زړه کې یې د درد څړیکه شوه. ګلدان لکه خپل زړه یې ټوټه، ټوټه ورته په ځمکه ولوېد . 

هغه خواره، بې کسه، ناتوانه، ناهیلې، په تېره پسې بې سیکه شوه. زړه یې د چاودلو په درشل کې ؤ! په هغو بې قید او شرطه ژوند او ساده ساده خنداوو پسې یې زړه الوته. غوښتل یې په ټول وس، یو غېږده باد شي او په تېره پسې منډه کړي. 

غوښتل زمکه او دنیا ټوله ورکړي، خو چې هغه ژوند شېبې بېرته راستنې شي! هغې غوښتل هغو شېبو کې د ابدیت غړپ وڅښي او دغه دنیا یې هېره شي! 

چوپتیا خوره شوه. چوپتیا وژله، له چوپتیا په تيښته وه. هغه د غږ لیونۍ وه. له داسې یوازېتوبه یې کرکه وه. اوسني ژوند یې زړه زبېښلی و. د جدایي کلمه څومره ناشولته ده!!! له دې یې هرڅه اخیستي وو. خپلوان یې ترې بیګانه کړي ول. د تېرې یاد یې زړه کې سکروټې راتازه کړې وې. ځان ځورونکي حرص یې وجود قبضه کړ: هر څه یې بیرته غوښتل! خپله ځواني او خپل بچي هماغسې کوچني… 

د زړه لمبو یې زور کاوه. د «سکون» اوبه یې د لمبو د خاموشولو لپاره غوښتې. ځان یې هماغسې تازه او «زرغون»  غوښت. خو څه په لاس نه ورتله. 

هېندارې ته ورنيژدې شوه! ځانته نوره هم ځیر شوه؛ د مخ ګونځو ته یې پام شو! کلونو، میاشتو او شېبو د سترګو کونجو او د خولې دوو لوریوو ته ظالمانه خط کشیانې کاږلې وې. له سترګو یې د شور او شوق څرکونه ورک ول.

« اخخخ! وخت څه ماهر غل دی!!! ځواني، ښکلا، ځواک، اړیکې، مینه، جذبه، کورنۍ او هر ښکلی څیز په یوه او بله پلمه درنه واخلي!!»

 له وخته یې کرکه وشوه! په لرګین غولي یې له کرکې ناړې تپ کړې. د زړه اور یې تر ستونې راجګ شو او دا یې تر ستوني را ټینګه کړه! ستونی په دروند شو، ډک شو او شونډو ته د کلونو کلونو وراچول شویو قلفونو زنګونو باندې یې ورحمله کړه. ناببره یې له خولې چیغه ووته: «وخت قاتل دی!!! وخت خونخوار دی!!!» 

 ګرم سیلاب یې له سترګو د مخ په وچوبې راپیل شو. غږ یې قهرجن شو:« د وخت محاکمه غواړم!!! ثبوت زه ورکوم، چېېېې…چې وخت قاااتل دیییی…!»

نومبر ۲۰۱۹

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب