چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبد شعر و ادب سلطنت | نورالله زهــير

د شعر و ادب سلطنت | نورالله زهــير

ډاکټر احسان الله درمل او ډاکټر اجمل ښکلي دواړو ته احترام لرم. له ليکنو مي ئې ډېر څه زده کړي؛ د دواړو ښاغلو هره يوه ليکنه د ځان لپاره يو درسي ساعت ګڼم او په دې وياړم چي پښتو ژبه و ادب يو  «ښکلی» او يو «درمل» لري. شعرستان د ډاکټر احسان الله درمل اثر دی چي په ۱۳۹۵ل کال  بېنوا فرهنګي ټولني چاپ کړی دی. ادبستان د ډاکټر اجمل ښکلي اثر دی چي په ۱۳۹۶ل  کلاسيک خپرندويي ټولني چاپ کړ. دواړه ښه ضخيم کتابونه دي. زه ادبستان او شعرستان  دوه سلطنتونه ګڼم. يو د شعر  بل د شعر و  ادب.  د شعر و ادب هر مينه وال بايد دې دواړو سلطنتونو ته  يو ځل خامخا ولاړ شي.

که شعرستان ته تللي ياست هرو ـ مرو به مو د شعر د جوړښت او تخنيک، د شعر د شکل، د شعر د بنسټيزو توکو په اړه نوي څه لوستي وي. د شعر  په ژبه به پوه شوي ياست، د شعر او طبيعت اړيکي به مو کتلي، شعر او فکر به مو مطالعه کړی، د تشبيه او استعارې رنګونه او خوندونه به مو ننداره کړي، د کنايې له رمزونو سره به اشنا شوي  او تر اسطورې  به رسيدلي ياست. په عموم کي به په يوه شاعرانه نړۍ کي ګرځئ او د شاعر د شاعرانه دنيا ننداره به کوئ.

شعرستان د نويو بحثونو ځای  دی، دلته به د لويو شاعرانو د لويوالي  او عظمت تماشه وکړئ ځکه شعرستان داسي چا ودان کړی چي هم شاعر دی، هم اديب، هم ډاکټر او غوره  دا چي درمل هم دی. له شعرستانه راتلونکي (لوستونکي او نوي ځوان شاعران)  به خپلي شاعرانه دنيا ته نوي تجربې ترې راوړي.

«ښکلی» دي ښکلی او «درمل» دي درمل  وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب