جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهترهګر| سمیع الله ستوری

ترهګر| سمیع الله ستوری

موټر تیزه چرخکه وخوړه، له ټایرو یې مړه دوړه پورته شوه. څلور وسله وال ترې ښکته شول. ټولو په مخامخ غره کې سترګې خښې کړې. له دوی سل متره وړاندې له خوړ څخه نفر پورته شو. شاته یې وکتل، منډې یې کړې. مول وهلی وسله وال ژر ګونډه ماته کړه، د ټوپک ماشې ته یې ګوته ور وړه. ډز شو، تښتېدونکی ولوید. څو چې یې بیا منډې ته ځان جوړاوه، دوی ترې چاپېر شول. ده لاس په کیڼ ولي نیولی و، د ګوتو له چولو یې وینه روانه وه. چاغ وسله وال یې سر ته ودرېد. لغته یې ورکړه، تر خوله یې وینو داره وکړه. په تندي یې پل ورکېښود. پرې ور چیغه یې کړه:
ـ ولې وتښتېدې؟
بندي، سترګې پرانیستې، خو دردونو او د زړه سستي دا موقع ور نه کړه چې ځواب یې کړي.
مول وهلي وسله وال ور ټوپ کړل، له ګرېوان یې ونیو، ولاړ یې کړ، څو څپېړې یې ورکړې. ملا ته یې ښه کلکه لغته ورکړه. پړمخي ولوېد، څو لټه د پاڼ له بغل ورغښت. دوو وسله واله تر مټ ونیو، په کشولو یې موټر ته ورسوه او ډالې ته یې واچو. موټر حرکت وکړ. له نیم سات مزل وروسته تر دښته ووت. پر کوچني ناو ورننوت. د ناو په ښي اړخ کې دوه اوطاقونه و. ټول ورکښته شول. مول وهلي وسله وال، بندي تر لاسو ونیو، هغې کوټې ته یې بوت چې بل بندي هم پکې و. مول وهلی ترې راووت او دروازه یې پسې وتړه. بندي په خوله لاس تېر کړ، وینه یې پاکه کړه، هغه بل بندي ته یې وویل:
ـ اجمله ښه و چې تښی نه وې، داسې حال به د وی!
ـ ګلابه څو ځله مې درته ووې چې مه ځه، مه ځه.
ګلاب غلی و، اجمل خبرې وغځوې:
ـ ته خو ښه یې، ورور دې دومره پیسې پیدا کړې، هغه نورې به هم پیدا کړي. راشه ماته، چې کوچني اولادونه رانه پاتې دي!
ګلاب خبرو ته خوله جوړه وه، چې د وره غنګ شو. دواړه په ځایو کې کېناستل. چاغ وسله وال، ګلاب ته تلیفون ونیو او ورته ویې ویل:
ـ ورور دې دی، ژر ورته ووایه چې پیسې راوړي، کینو وژنو دې!
په بیړه یې تلیفون غوږ ته ونیو:
ـ سلام غزنه ښه یې؟
ـ وعلیکم السلام… الحمدالله، ته ښه یې، پعذاب کړی، خو به یې نه وې؟
ګلاب سوړ اسویلی ویوست، ورته کړل یې:
ـ نه هېڅ هم نشته، ښه ډوډۍ راکوي، هسې نوم مې د بندي دی!
ـ چورت مه وهه، څلوښت لکه مې نن په سود پیدا کړې. ان شاءالله سبا یې دروړم.
وسله وال تلیفون ترې کش کړ، ورته ویې ویل:
ـ نورې خبرې زما کار دی، چې ځای ورته وښایم!
له مبایل سره روان شو، بېرته را وګرځېد، اجمل ته یې کړل:
ـ تر سبا وخت لرې، که پیسې د پیدا نه کړې، نو مرګ ته د ځان آماده کړه.
له دې خبرې سره ووت ور یې په درب پورې کړ.
اجمل، ګلاب ته وکتل، هغه ځوړند سر فکرونو پر مخ کړی و. ده ورته وویل:
ـ ښه ده چې ستا کار وشو!
ګلاب هېڅ ونه ویل، تر ډېره غلي و. د ماښام ډوډۍ یې چې وخوړه، بیا هم همداسې پټه خوله و. اجمل ولاړ شو، د ضرورت په خاطر بهر لاړ؛ خو بېرته په بیړه را وګرځېد. د ګلاب په ګونډه یې لاس کېښود او ورته کړل یې:
ـ غله ټول ویده دي او ټوپک یې دېوال ته دره ولي. ګلاب بیدار شو، پاسنۍ شونډه یې وموښه، وچه وینه یې په نوک کې بنده شوه. ورته ویې ویل:
ـ دا بې عزته خلک دي، همدا نن یې ورسره مالوموو!
اجمل د هو په اشاره سر ښکته کړ، خو له زړه یې یو خدای خبر و؛ ځکه دومره ویرې اخیستی و چې د زړه دربا یې ان ګلاب اروېده…
ګلاب پاڅېد، اجمل ته یې کړل:
ـ ته مه راوځه، ځکه که ویښ وي بیا شک کوي!
دی ووت، شېبه لا نه وه پوره چې ډزې شوې. د جمل رنګ سور واوښت، په بیړه یې ځان د کوټې کونج ته کړ. د وره له غنګ سره یې سترګې پټې کړې، نږدې و چې چیغه وکړي؛ خو ګلاب پرې غږ کړ:
ـ یاره ختم شول راځه چې تښتو!
رنګ یې وغوړېد، غېږه یې ترې چاپېره کړه او ورته ویې ویل:
ـ مننه یاره چې د ځان تر څنګ د زه هم وژغورلم…
دواړه رهي شول. بیرون تیاره وه، یوازې په آسمان کې خپ ستوري ښکارېدل، پر ځینو خو ورېځ غالبه وه. څه شېبه د دې په خاطر تم شول، څو سترګې له تیارې سره آشنا شي. سترګو کم ځیر پیل کړ. اجمل ټوپک ښي لاس ته کړ، ویې ویل:
ـ اوس پر کومه خوا ځو؟
کلاب په ناو کې یوې او بلې خوا ته وکتل، غلی شو، له ځنډ وروسته یې شونډې وخوځېدې:
ـ برې خوا ته تګ ناممکن دی، د دوی موټر په دې لار راغلی، باید په همدې لاره روان شو….
ډواړه ډاډه و، ځکه دوی له همدې څلور وسله والو سره ښکېل و، نور یې نه و لیدلي. تر غره چې وا وښتل، د سار آذان هم وشو. اجمل وویل:
ـ ګلابه، کله مې چې د سرک په موټرو سترګې ولګېدې، نو رښتیا پوه شوم چې خلاص شوو.
ـ راځه، خدای مهربانه دی!
ـ ګلابه، چینه ده، اودسونه او لمونځونه به وکړو، ستي به ځو.
تر لمانځه وروسته ښه شېبه انتظار و، چې لمر هسک شو، دوی هم حرکت وکړ. له ژور را پورته شول، مخامخ کلی یې ولید. سرک یې له خوا سره و. د خوښی احساس یې وکړ. اجمل په زوره پرې نارې کړې:
ـ هغه کلی دی، وینې یې، شکر خدایه چې خلاص شوو!
ګلاب ټوپک له اوږې ښکته کړ. ورته ویې ویل: ټوپک باید همدلته پرېږدو، ځکه که عسکرو راسره ولیدل؛ نو بیا غم جوړ دی.
دواړه ټوپک اجمل واخیستل، لږ وړاندې یې تر تېږو لاندې کړل…
کلي ته به شل متره لار پاتې وه، چې ډزې پیل شوې، دوی لا روان و چې له مخ سره یې ګولۍ ولګېده. په تیزۍ یې بغله ته ځانونه ورسول. جګړه اوږده شوه، له سات درې ساتو ته لاړه. دوی به چې څنګې ور وکتل، چڼ له سر سره به یې ګولۍ تیره شوه. یابه یې له څنګ سره ولګېده…
د موټر غږ شو، دواړه ورختا شول، اجمل ورته ویل:
ـ ناکه مو ټوپک پرېښودل!
ـ لیونیه، که عسکرو راسره نیولی وای غم به جوړ وای غم!
دوی لا خبرې کوې، چې پرې غږ شو:
ـ لاسونه مو پرته کړئ، بې ځایه حرکت ونه کړئ!
ولاړ شول، لاس یې په هوا ونیول. یو سرباز را وړندې شو، تلاشي یې کړل. څه یې ونه موندل. بل عسکر پرې غږ کړ:
ـ ډزونه له همدې خوا راباندې شول!
بل نارې کړې:
ـ لاس یې ور وتړلئ ترهګر دي، ځکه په دې سیمه کې دا ډول خیرن او سپره خلک نشته.
یو سرباز یې د لاسونه په تړلو پیل وکړ، بل ورته وویل:
ـ لږ صبر چې یو څه شواهد خو ولرو…
راغی، د ګلاب او اجمل غاړو ته یې ټوپک ور واچول، انځورنه یې ویستل. لږ ویډیو یې هم ترې وکړه، وروسته هغه سرباز وویل:
ـ اوس کار وشو، لاسونه یې ور وتړئ، چې قومندان ته یې بوځو. دوی او یو عسکر د رینجر په باډۍ کې کیناستل. د ګلاب ګونډه له څیرې پیڅې را وتې وه، چې ورته پام یې شو، ښۍ پښه تر کیڼې لاندې کړه. رینجر حرکت وکړ….
پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب