دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپینتاګون وايي، په افغانستان کې یې یو سرتېری وژل شوی

پینتاګون وايي، په افغانستان کې یې یو سرتېری وژل شوی

تاند(سې شنبه، د سرطان ۲۴) د امریکا دفاع وزارت (پینتاګون) وايي، په افغانستان کې یې یو سرتېری وژل شوی دی.

د پینتاګون پر اساس دا پوځي جوزیف ترینت البا نومېږي، ۲۴ کلن دی او د یکشنبې په ورځ په کندهار کې ووژل شو.

د پینتاګون په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړی په جګړه کې نه دی وژل شوی. خو دا نه دي څرګند شوي چې څرنګه وژل شوی.

پینتاګون ویلي چې د دغه پوځي د وژل کېدو په اړه پلټنه دوام لري.

البا په ۲۰۱۸ م کال د جنوبي کلیفورنیا له فانګوارډ پوهنتونه په ارواپوهنه کې لیسانس اخیستی و او د لیسانس له ترلاسه کولو لږ وروسته پوځ ته لاړ.

د دغه پوځي له وژل کېدو سره سږ کال په افغانستان کې د امریکايي پوځیانود  تلفاتو شمېر ۱۰ ته ورسېد.

تېر کال په افغانستان کې ۲۶ امریکايي پوځیان وژل شوي وو چې د ۲۰ تنو وژل کېدا له جګړې سره تړاو درلود.

د سږ کال د فبرورۍ په پای کې طالبانو له امریکا سره موافقه وکړه چې دا ډله به نور پر امریکايي او نورو بهرنیو پوځیانو حملې نه کوي.

2 COMMENTS

  1. تېر کال په افغانستان کې ۱۶ امریکايي پوځیان وژل شوي وو چې د ۲۰ تنو وژل کېدا له جګړې سره تړاو درلود
    ۱۶>۲۰؟

  2. دوی پریږدي چې طالبان زمونږ پوځیان ووژني، خو الله پاک دوی بیا په کرونا ووژل ، دومره یې ووژل چې د تیر نوولس کلن جنګ د ټولو بې ګناه قربانیانو او مظلومو افغانانو غچ یې ترې واخیست .
    بس دا له یاده مه باسئ، چې پاس یو بل ذات شته چې هغه تر ټولو لوی او هر څه ويني، او انصاف او پریکړه په هرچا د هغه چلیږي.. خیر که لاندې امریکا او پاکستان روس او چین او ایران په مونږ زورور دي..
    یوه ورځ به راشي چې هم دوی به د یو بل له لاسه وهل کیږي، مونږ به یې سیل کوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب