جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبد ماشومانو پوښتنې/ محمد نعمان دوست

د ماشومانو پوښتنې/ محمد نعمان دوست

 بیګاه ټوله شپه د جلال اباد له ماشومانو سره وم. هغوی خپه وو، له مایې پوښتنې کولې خو ځواب را سره نه و.

هغوی ویل: موږ ته هلته ګڼ ماشومان راټول شول. ټولو رانه سوالونه کول او ویل یې: د کوم ځای یاست؟

 موږ ویل د افغانستان.

 هغوی ویل افغانستان کې مسلمانان دي؟

موږ ویل، هو.

 هغوی ویل: نو تاسې یې ولې ووژلئ؟ داسې کوم لوی جرم مو کړی و؟

موږ یو بل ته وکتلې او بیا مو ویل: قرانکریم مو لاس کې و، جومات کې مو سبق وایه. قران شریفونو مو لاسونو کې اور واخیست.

هغوی نه منله، شاته – شاته روان شول او ویل یې:

تاسې دلته هم دروغ وایئ!

له دې خبرې سره د ماشومانو سترګې ډنډ شوې، ټول رانه را تاو شول او په یوه غږ یې ویل:

موږ هغوی ته څنګه قناعت ورکړو؟ خپل مرګ څنګه توجیه کړو؟ له اسلام نه دا داغ څنګه لرې کړو؟

زما هم ستونی ډک شو، په سلګیو کې مې ورته ویل: له هغو مفتیانو پوښتنه وکړئ چې ستاسو د وژلو جواز ورکوي. خو هغوی زما په خبره پوه نشول، خپلې پوښتنې یې جاري ساتلې، شاید نن شپه هم راشي، شاید بیا هماغه پوښتنې تکرار کړي، چا سره ځواب شته؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

جلال اباد

4 COMMENTS

  1. هو. ځواب یې له ړانده ملاعمر او د هغه له دجالي لښکر سره شته. هغوی به یې ځواب ورکړي.

  2. جواب یی شته له امریکا سره کله چی امریکا کی دری ما شومان ووژل شول ټوله امریکا په ویر ناست ؤ
    ډاکټر نجیب ژوندی ؤ همدا چغی شروع دی تر نن پوری امریکا هیڅ خبر نه دی
    ما شومان چی وژل کیږی حقوقی بشر چیر ته دی امرکا ناټوچیر ته اوروپا چیر ته ده
    بایت ده دغی پوښتنی جواب راغلی ورکړی ایا مونږ ساتی او که مونږ وژنی

  3. هو دادی ځواب زه لرم که مونږ د پردو لاس پوڅی نه اوسو ، د خپل ځان ګټو په خاطر ملی ګټی قربان نه کړو نو نیږدی ده چه مونږ ټول به سره یوځای او د یو سپر په خیث به دد ا ډول ناخوالو ته ځواب ویلی شو متعصفانه چه زمونږ د دولت ۹۰ سلنه لوړ پوړی چارواکی د نورو هیوادو استخباراتو ته کار کوی کوم چه خپله شخصی ګټه غنیمت اود زمونږ ماشومانو ژوند په خطر کی اچوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب