وهابي:
بې له دې چې محمد(ص) د خدای(ج) بنده دی
بل يو فکر په دې برخه کې ګنده دی
محمد(ص) چې و ژوندی خو پيغمبر و!
نورانيت به پکې څه وي؟ چې بشر و!
محمد(ص) راته راوړی يو قرآن دی
له دې پرته خو زموږ په څېر انسان دی(!)
شرک روان پر مقبره د محمد(ص) دی
چا جوړ کړی بې جوازه پرې ګنبد دی
بل په دين کې مذاهبو ته ځای نه شته
واسطه هم بې له خدايه د خدای(ج) نه شته.
بريلي:
محمد(ص) چې زما روح دی زما ځان دی
محمد(ص) له خپله ځانه پرما ګران دی
محمد(ص) په دې نړۍ کې هم ګرځېږي
د لمانځه په مخته صف کې حاضرېږي
محمد(ص) له پرېښتو نه چې بهتر دی
بيا خو خود په ګرځېدلو مقدر دی
محمد(ص) د خدای(ج) ولي د خدای(ج) نبي دی
محمد(ص) که په څېره کې د سړي دی
خو د خدای(ج) په عادتونو مهذب دی
محمد(ص) په حقيقت کې لکه رب دی.
صوفي:
محمد(ص) د خدای(ج) له نوره پيدا شوی
محمد(ص) د خدای(ج) په نور دی صفا شوی
محمد(ص) په حقيقت کې د خدای(ج) نور دی
خو تعريف د دغې ټکي ډېر مستور دی
محمد(ص) خيرالبشر دی پيغمبر دی
محمد(ص) مې د زړه سر دی پيغمبر دی
محمد(ص) چې مقتدي دی د نبيانو
مجبتي دی مجتبي دی د وليانو
امتي د محمد(ص)، بنده د حق يم
بس چې حق يمه خو حق يمه چې حق يم.
ولس:
نه مې پوهه نه مې عقل دومره ډېر دی
نه مې ذهن رسيدل زور په زېر دی
يو مې خدای(ج) يو مې کتاب يو مې رسول و
هر يو کار مې د مقبول نبي قبول و
خو د مصر وهابيانو وهابي کړم
د عراق صوفي په يو نظر صوفي کړم
بل د بريلي پاکستان په لاره لاړم
اوس په چيغو چيغو ژاړم لاره غواړم
نه د دين نه د دنيا نه د مولا شوم
يو صورت وم خو جدا جدا جدا شوم.
۲۷پېشنمی
حيدرآباد
يادونه:
په دې بيت کې؛
محمد ص چې مقتدي دی د نبيانو
مجتبی دی مجتبی دی د وليانو
املايي تېرونه راڅخه شوې. اصل ليکنۍ بڼه يې مقتدا ده
لکه څنګه چې مقتدا د مجتبا (مجتبی) سره په زون سم راځي