پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبلنډه کیسهمزدوري (لنډه کيسه) ګل رحمن رحماني

مزدوري (لنډه کيسه) ګل رحمن رحماني

   دجان محمددکورنۍ ان له اوله زړه نه و، چې دى دې پوهتنون ووايي، ځکه چې دهغوى په کورنۍ کې له ده پرته بل داسې څوک نه وو، چې دکورکارونه دې ترسر ه کړي او  تر ټولومهمه دا وه چې هغوى ته روزي وګټي ،خوجان محمد د خپلو همزولو او ټولګيوالوسيالۍ نيولى وو او بياله ليسې نه هم دويم نمره فارغ شو، پلارته يي وويل چې کشرورور يې خان محمد دومره دى، چې ستاسره ځمکه کاله کړى شي بس نو نوريې دراگرځولوڅوک نه وو.

    د کانکورله پايلو وروسته څر ګنده شوه، چې د کابل پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځي ته دمحصلينو په اصطلاح په جګو سترګو بريالى شوى دى، زده کړه يې ديوعالم اقتصادي ستونزوسره پيل کړه ، دکورنۍ يې دومره توان نه وو، چې ده ته هغسې دلګښت پيسې ورکړي ، چې ديوه محصل لپاره لازمې وي، هغه مجبورو، چې دجمعې په ورځ څلورلارې ته ووځي اودمزدورۍ له پاره له چاسر ه ولاړشي.

    د انجينرۍ پوهنځي د يوه محصل له پاره داهم ډېره بده وي، چې کمپيوټر ونه لري، خوجان محمدپه څلورم ټولګي ګې هم کمپيوټرنه درلود او د ملګروله کمپيوټرنه يې استفاده کوله، دا هرڅه له مجبوريتونو سره يوځاى تېرېدل د پنځم ټولګي په لومړي سمسټر کې، چې ټولې پايلې اعلان شوې، نو انجنيرجان محمد په کې لومړۍ او وړانګه په کې دويم نمره وه .

   وړانګې به ښايي پيسې او واسطې اوياهم ښايست درې واړه ددغه نمرې دکارولوله پاره کارولي وي،  خو دجان محمدپه باب داسې کومې خبرې کول ګڼاه وه، هغه هرڅه په خپل لياقت ترلاسه کړي وو،  خوله وړانګې به دې، چې دهغه په اړه وپوښتل ، نوپه ټوکه به يې زياته کړه: ددهقان زوى اوانجنيري له خداى مې جارکړې،  يوه پيسه يې په جيب کې نه شته اوبيااول نمره ګي کوي، په اوسنۍ زمانه کې يوازې عقل اولياقت هم په درد نه  خوري .

خونوروټولګيوالواوياهم د  وړانګې ملګرو  چې دجان محمدلياقت ورته معلوم و، ډېرځله دهغه په غربت پټې اوښکې تويولې
٭٭٭٭٭
دپنجشنبې ورځ وه ، دجان محمدپام شو، چې پيسې ورسر ه خلاصې شوې اودنوو چېپټرونوله پاره يوه افغانۍ هم نه لري، کله چې دجمعې ورځ شوه ، سهار  وختي بيا دنوروجمعوپه څېردڅلورلارې په خوا په خپل پټوکې نغښتى روان شو، هڅه يې کوله ، چې په ليليه کې يې څوک ونه ګوري،  په څلورلارې کې ګڼ مزدوران ولاړ و ، هرچادهغه کس په خواکتل ،چې دکوم مالدارګومان پرې کېده ، گڼه ګوڼه دومره زياته وه چې دودرېدو ځاى هم نه په کې کېده .

په لومړى سرکې ډېرو مزدورانو  دانجنيرجان محمدپه خواکتل،  فکريې کاوه ، چې کوم مزدور  يې په کاردى ، خوکله چې هغه په خپله ددوى په مخکې ودرېده ، ټولو  سترګې ترې واړولې،  يوه سپين ږيري خپل ملګري ته خوله جينګه کړه اوبيايې په سترګوکې جان محمدته اشاره وکړه
دې هم مزدوري کوي …قواره يې دمزدورنه ده ، لکه چې خوراکی غلو وهلى

حيران ولاړ و، په موټرونوکې خلک راتلل اومزدوران يې له ځان سره  بېول، خو لس بجې به کېدې چې جان محمدلاهمغسې ولاړو، يوه اوبله پښه يې تکيه کوله،  نور يې زړه تنګ شو، څوقدمه وړاندې لاړدسړک غاړې ته ودرېد، څودقيقې نه وې تېرې چې يو تور  کورلا موټر ودرېده ، يوکس چې لوړه تنه اوغټ وجوديې وو، ورنه راکوزشو پلنه اوږده سپينه ږيره يې  درلوده، شمله يې شاته اړولې وه اوله رنګه يې معلومېده ، چې ښه ارام ژوندلري، په جان محمديې غږکړ
الکه مزدوري کوې ؟
جان محمدوروړاندې شو
هونو څه دسيل له پاره ولاړيم !
نورنوبې له دې، چې څه ورته ووايي،  په موټرکې شاته سپورشو،  په لارويې  ورته وويل چې دکوردبرنډې ډکول غواړي ديوې و رځې کاردى ، دجان محمدزړه ډاډه شو ، چې دومره سخت کارنه دى
، سړي په تيليفون کې له چاسره خبرې کولې اولس شل دقيقې وروسته يې موټردپاخه سړک په سر د يوه ښکلي کانکرېټي کورمخ ته ودرېده.

 د موټر له هارنډسره دروازه خلاصه شوه ، په انگړکې له څو لارو او سمټي برنډو اوشنو وسپنيزوپنجرونه   تېرشول،  درنګارنګ ګلونو، ښکلې وږمه خوره وه ، جان محمد دکوټو نقشوته  حيران حيران کتل، زړه يې ټينګ نه شو ، هغه کس ته يې مخ ورواړوه
صيب دانقشه دې له کومه کړې ؟
سړى لږ غوسه شو، ورته ويې کتل
هلکه  ! څه دانجينرغوندې پوښتنې کوې، خپل کارکوه، موږ دومره وخت نه لرو
جان محمديوڅه مايوسه شو ، له ځان سره يې په ټيټ غږ وويل
هسې ماويل په ډېرکم مصرف اوکمه ځمکه کې جوړه شوې
دسړي شونډې وغوړېدې
دامې لورجانې اچولې او د هغې اېجاد دى .
وړاندې يوه بله دروازه وه،  له دروازې نه وړاند ې ننوتل، ددرېيوڅلوروکوټو، مخکې بيا هم همغسې پنجرې لګېدلې وې او ډول ډول ګلونود سهارهواښکلې کړې وه،  دبرنډې په يوه برخه پنجرې لګېدلې وې اويوه برخه يې ژورې کندې ته ورته وه.
سړي جان محمدته وکتل
ځوانه !له هاغه خاورو او شګود برنډې دغه ژورځاى په لاسي کړاچۍ ډک کړه اودغه …
لاخبره يې نه وه خلاصه کړې،چې زنګ ورته راغى، يوه ښځينه نرم غږ وويل
پلارجانه!   دموټرکيلي راکړه،  مورجانه وايي آرايشګاه ته ځو
سړي وخندل اوځواب يې ورکړ
ښه لورجانې، د مېلمستون  انگړ ته  راشه
جان محمددکار جامې اغوستې وې ، چې د مېلمستون دروازه خلاصه شوه ، يوه نجلۍ ، چې سالو يې په اوږو پروت و  راننوته،  سړي پرې غږکړ
وړانګې لورې! په دغه مزدور  پسې تللى وم ، ماويل دابرنډه بده ښکاري، ډګه به يې کړو
دوړانګې دنوم په اورېدو د جان محمدزړ ه ټکان وکړ، چې راو يي کتل ددواړو خولې وازې پاتې شوې ، خو  جان محمد  زرښکته وکتل، وړانګه يې پلارته ورنږدې شوه
پلارجانه داخوهماغه دى،  زموږ اول نومره !

۲۰۰۸ اپرېل ۲۶ مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب