د پراګ د ښار په منځ کې د (وینوهرادي) واټ یوه سر ته لویه هدیره ده. هدیرې ته ورغلم. چې څرنګه پر غولې ګام کیږدې مخامخ دوه پوړه جګه خړ بخونه ودانۍ ده، برنډې یې هم لوړې دنګې دي. خړ جګ دیوالونه، هسکه برنډه، غلې ورځ، لاهم هدیره د چا سترګو ته نه دروي، خو کله چې د دې ودانۍ څنګ ته څو ګامه وړاندې څوک ولاړ شي بیا نو ګورونه کتار پراته دي.
د مسیحیانو قبرونه واړه وي، زموږ په څیر مړی په اوږدو خاورو ته نه سپاري. پر مربع ډوله اکثر قبرونو دلته ګلونه بوټیدلي دي او شاوخوا یې زړې ونې ولاړې دي. ونې، بوټي او ګلونه بیرته د هدیرې هیبت له ذهنه باسي.
ورو ورو مې وړاندې ګام واخیست، هلته تاقچې دي. له لرې لکه ښایسته المارۍ داسې ښکارې، خو چې ورنژدې شوم کتار په دې تاقچو کې کتار بوتلونه ایښې دي. پر هر بوتل د یو چا نوم لیکل شوی، څوک زوړ، څوک زړه، څوک ځوان، څوک ښځه، څوک نارینه. په دې بوتلو کې د هغو خلکو ایرې خوندې شوې دي چې د هغوی جسدونه د همدې هدیرې په خوله کې په جوړې شوې خړې ودانۍ کې سوځول کیږي.
په پراګ کې یو شمیر کسان وایي چې د هدیرې د اخیستو وس نه لرو، نو مړي سوځوو، ځیني بیا معتقد نه دي او دا کار کوي.
ورو ورو بیرته راپه شاشوم، نه د هدیرې ویره راسره مله شوه، نه هم له ګلونو ډک قبرستان له طبعیته ماورا ته وروستم، خو کله چې راوتلم د خړې ودانۍ مخې ته کتار خټین مشالونه لګیدل. غونې مې زیږه شول، دا مشالونه هغه وخت لګیږي چې د خړې ودانۍ په منځ کې کوم جسد په ماشین کې سوځول کیږي او شاوخوا یې نژدې خپلوان د وروستي دیدن لپاره راغونډ شوې وي.
ډېر ه عالي لیکنه وه. لطفا ادامه ورکړئ