تر اسلام مخکي د عربو په جزيره کي يو ناوړه دود دا و چي خپلي لوڼي به يې ژوندۍ ښخولې، خو کوم چا چي به خپله لور ژوندۍ پرېښووله، نو بيا يې هم بدشګون باله او تر يو څه مهاله پوري به له کوره ورک و.
د ابوحمزه په نوم يوه جاهل عرب مېرمني لور زېږولې وه، له همدې امله نو هغه له خپلي مېرمني څخه مرور او له ګاونډيانو کره يې شپې تېرولې.
يوه شپه د ابو حمزه معصومي مېرمني د خپلي نوي زېږېدلي لور زانګو زنګوله او د پښتو ژبي په اصطلاح په (آلاهو للو، لولو) ولسي شعري فورم کي يې د خپل معصوميت او عربو د جهالت يادونه کوله.
دا شعر مي ډېر خوښ سو، څه ماته ګوډه عربي مي خپله زده وه او څه مي له دوستانو څخه مرسته وغوښته، هغه و چي دا عربي نظم مي په ازاد شعر پښتو ته راوژباړه. ټکي په ټکي مي نه دی راژباړلی، بس يوازي مي يې مفهوم راوژباړه، شعر دا دی:
آلاهو للو، للو
په حمزه څه سوي دي
چي نه راځي و موږ ته
او ګاونډيانو کره شپې تېروي؟
زه ډېره ښه پوهېږم
هغه په دې خفه دی
چي ده زوی غوښته، خو ما لور راوړې.
زه په الله سره قسم يادوم
چي دغه کار زموږ په وس کي نه دی
موږ خو د هغي کروندې غوندي يو
چي کوم يو تخم راکي وکرل سي
بس هغه تخم دی، هغه شين کېږي.
د شعر عربي متن دا دی:
ما لأبي حمزة لا يأتينا
ويظل في البيت الذي يلينـــا
غضبان أن لا نلد البنينا
تا الله ما ذلك بأيدينــــــا
فنحن كالأرض لزارعينا
ننبت ما قد زرعوه فينا.