سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبلنډه کیسهسړیتوب / اجمل پسرلی

سړیتوب / اجمل پسرلی

که واوره ډیره نه وي وریدلې، ټرافیکي پیښه نه وي شوې یا داسې بل نا اشنا څه نه وي شوي نو د پراګ بسونه خامخا په خپل وخت تمځي ته رسیږي.

په تمځي کې یوه پاڼه راځوړنده وي، چې دا شمیره بس په دومره بجو دلته رارسیږي او په دې ساعت بیا هغه تمځي او هغه بل ته ځان رسوي.

د بسونو مهالویش داسې دی چې د سهار او مازدیګر په مخه ژر ژر راځي او د ورځې بیا دا فاصله اوږده وي.

د ماسپښین دوې بجې وې چې بس په شپږم پراګ کې له امریکایي ښوونځي سره تمځي ته ودرید، ورونه یې پرانیستل او له ټاکلې وقفې وروسته یې ورونه وتړل. یوې ښځې په نیولې ساه تړلی ور له بهره وډباوه. موټروان سر وخوځاوه او بس یې رهي کړ.

زما مخې ته ناستو دوو تنو چې یو یې غنم رنګی اسیایی ښکاریده او بل یې د زیړو ویښتو وال و په لږ لوړ غږ تبصره شروع کړه. اسیایي وویل، په دې یخنۍ کې به اوس دغه بیچاره بیا څلویښت دقیقې ولاړه وي او وخت یې هم ضایع شو.

دغه بل د زیړو ویښتو سړي په امریکایي لهجه ورته وویل: د بس د تګ وخت معلوم دی پکار دی چې په مناسب وخت یې ځان تمځي ته رارسولی وای.

غنم رنګي ورته وویل: انسانیت او خواخوږي څه شوه؟!

– که ټول واک ستا وي او له خپل واکه استفاده کوي بیا انسانیت کولی شې اوس د قانون مساله ده که موټروان له خپل لورې سړیتوب کړی وای ممکن دلته په بس کې په بل چا ناوخته شوی وای نو د نورو حق خوړل کیده.

اسیایي ورته وویل، په شل ثانیو کې به څه شوي وو که موټروان ور پرانیستی وای
امریکایي سر وخوځاوه، د نورو له حقه به شل ثانیې کمې شوې وې
اسیایي څه ورته وویل خو بس بل تمځي ته ورسید، ګڼه ګوڼه شوه او د دوی بحث مې نور وانه وریده.

1 COMMENT

  1. Hallo,
    Yes,there are two items:Qanoon or Law
    & Sarlritoob or Personality
    But I think here is europe .Sometimes here you find personality but law everytime.
    On the other side you cannot find both usually in Ajshia!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب