سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeکالمونهقانعد ملک قادر کاکا نارینتوب / عصمت قانع

د ملک قادر کاکا نارینتوب / عصمت قانع

د لوګر د شا مزار ملک قادر کاکا دې خدای ژوندی لري سږ کال پوره د ۹۵ کالو دی، خو تر اوسه لا ږیره چټه خرېیي، شنه کوړاخ کوړاخ بریتونه هر سهار د غوا په کوچو غوړوي او اوس هم پر آس سپرېږي.
که څه هم زامن او لمسیان یې ممانعت کوي، خو ده خپله خبره ټینګه نیولې وي او څوک نه پرېږدي، چې په شوق کې یې لغته ور ووهي.

ملک قادر کاکا پوره شپېته کاله د ستانکزو ملکي او مشرتوب کړی دی او اوس هم کله کله په مرکه او جرګه کې د وروستۍ خبرې مرجع او سرچینه وي، چې خبره ډېره وشاربل شي او یا هم لانجه ډېره سره وپېچل شي بالاخره ملک کاکا د خبرې کوچ را باسي او د لانجې پرېکړه کوي.

سږ کال یې زما انډیوال عبدالجبار ثابت ته یوه عجیبه کیسه کړې وه. روایت کا د سمونیار عبدالجبار عرف ثابت، چې زما یار جان به جاني دی، د لوګر د شاه مزار کلي د ډاکتر نجیب الله د حکومت له را پرزېدو سره جوخت د حزب اسلامي افغانستان د مجاهدینو تر اداره لاندې شو.

پوره څلور کاله شا مزار د حکمتیار صاحب د پاچاهۍ د توابعو سیمه وه، خو ناڅاپه د طلابو کرامو د حاکمیت دوره شروع شوه، ټول ملت په ږیره کې راګیر شو، کیبلونه د سزا وسیله شول، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر عنان د هغو په لاس ورغی، چې د کیبلونو د ګوزارونو تجربه یې درلوده.

په همداسې حالت کې یوه ورځ د امر بالمعروف یو ګروپ پر ملک قادر کاکا ور پېښ شو او قوراً یې د خرییلې ږیرې په باره کې سوال او ځواب ترې شروع کړ.

د کلي د مشرتوب او کشرتوب د عنعنوي راشې درشې پر خلاف یې قادر کاکا ته کړه، چې دا ږیره ولې خرېیې؟

قادر کاکا چې په ټول عمر یې سوالونه ځواب کړي وو، لانجې یې غوڅې کړې وې او جرګې یې فیصله کړې، مرکې یې پاللې او غوټې یې خلاصې کړې وې فوراً یې د امر بالمعروف ګروپ ته فې البدیهه ځواب ورکړ او ورته ویې ویل، چې ږیره خو د نر پرمخ وي، زه ښځه یم.

د امر بالمعروف ګروپ یوه چڼي ورته کړه، چې کافره، کهنه پیخه، ګنهګاره دا مردار خواره بریتونه خو دې د نارینه دي او ته وا زه ښځه یم.

خو قادر کاکا بیا خپله خبره ورته تکرار کړه، چې زه ښځه یم او ښځه یم دا راسره ومنه، چې زه ښځه یم. که نارینه وای، نو ته دلته له کیبل سره نه شوای راتلای، دا څوارلس پېړۍ کېږي، چې زما وطن د اسلام وطن دی، خو ته په همدې بهانه راغلی یې، چې نوی اسلام راباندې ومنې، پدې وطن کې د پښتون ټبر، پښتنې حجرې، پښتنې مامتې بې صاحبه دي. د پښتون نرخ او څلی، د پښتون جرګه او مرکه، د پښتون ناسته او ولاړه بې واکه شوې ده، کاواکه شوې ده او مړ ژواندې شوې ده، کنه اوس به د پنجاب بې دینه دسیسه دلته د اسلام او امر بالمعروف په نوم د اصیل اسلام پر ضد د جګړې او فتنې په مورچل کې نه درېدله.

دا هرڅه په دې وجه کېږي، چې پښتون نارینتوب، پښتون سړیتوب، پښتون عزت، پښتون پت، پښتون اساس، پښتون احساس، د پښتون وطن د مفاد له مداره جلا شوی دی او ستوري چې د لمر له مداره جلا شي په هغه ورځ قیامت جوړېږي. پر ما هم قیامت دی، چې د پنجاب له مغلي چکله خانو څخه د دین او مذهب فتواګانې راځي او زما د جوماتونو د منارونو پر سرو د پنجاب د بې دینه امبارونو مردار خواره ټپوسان پروازونه کوي.

دلته خو دغه شین اسمان د ګوربت او شاهین د وزرونو له الوتنو سره ښه ښکارېده، اوس چې د باز او شاهین الوتنه نشته زه له نارینتوبه لویدلی یم.
د لوګر د شا مزار د ملک قادر کاکا کیسه مې نن د ملا او سیاست تر عنوان پورې را یاده شوه.

څه د پاسه پنځه زره کاله کېږي، چې د آمو او باسین ترمینځ د لیکلو سندونو او نښو نښانو له مخې خدای پاک ددې خاورینې کرې پر مخ پښتانه ته یو وطن ورکړی دی، پدغه وطن کې د افغان عنعنوي کلتور نا لیکلو اساساتو یو طبیعي نظم حاکم کړی وو، دغه اُصول د پښتون افغان ملت په خټه کې عدالت، مېړانه، چیغه، دفاع، د ظالم پرضد مقابله، د مظلوم په ملاتړ حمایه او ننګه ورګډه کړې وه، خو نن افغانانو خپل هغه طبیعي اُصول او اساسات چې دا خاوره یې ساتلې وه، زخمي کړي دي.
همدغه اُصول او اساسات وو، چې د افغانانو رجلیت او نارینتوب یې کوشیر کړی وو او زمانې ورڅخه پولادي غر جوړ کړی وو.

د زمان پر تېرو جادو، واټونو، لارو او منزلونو که د ژوند نښو نښانو ته ګورو، نو دا به راته جوته شي، چې کله هم پردې خاورینه کره افغان ملت پیدا شوی دی د جومات ملا یې د سیاسي زعامت او قیادت پر سټیج باندې ندی کېناستلی.

پښتون او افغان قطرتاً مسلمان دي او اسلام یې په روح او وینه کې ګډ دی. ملا او مذهبي مشر د پښتون لپاره سپېڅلي دي، خو دغه سپېڅلتوب یې هغه وخت زخمي کېږي، چې د سیاسي اقتدار د نیولو په لوبه کې کار ترې واخیستل شي. ملا د پښتانه لپاره د منلو وړ دی، خو د سیاسي زعامت لپاره هېڅ نه منل کېږي. ملا د پښتانه په مرکه او جرګه کې ګډون کوي، خو صرف د دوعا کولو لپاره نه د سیاسي واک د تشریح او توجیې لپاره.

ملا د پښتانه امام دی، خو دغه امامت باید د قبیلوي ناندریو تر سطحې ورپورته وي. د نن ورځې کالم په همدې نتیجه باندې سره رانغاړم، چې د افغانانو د اجتماعي نظم عنعنوي اُصول تر نننیو ډیموکراتیکو اساساتو زیات طبیعي او د انساني فطرت له غوښتنو سره موازي دي. د ملک قادر کاکا د نارینتوب د فلسفې اصل هم دادی چې د افغانانو په اجتماعي جوړښت کې نارینتوب د یو شمېر عالي خصلتونو په لرلو سره له هغو غیر طبیعي او پردو پدیدو سره غوڅ ټکر دی، چې د افغان وطن او افغان انسان مزاج یې نه مني.
له محور ورځپاڼې په منننې.

22 COMMENTS

  1. د تروریستان پاڼی (نن.آسیا) د پام وړ! …آیا تاسو هم کله نن.آسیا لوستی؟

  2. ياره قانع صاحب، صد سلام
    ډيره په زړه پوري ليکنه چه روح دپښتني ټولني يې ښکاره کړى و، څه سو مجاهل قلموال چه پخيله جاهل اوقلم يې دپښتون شعور دبدنامۍ لپاره کارول کيږي مړه دي وي دپښتنو دښمنان

  3. قانع صیب د پنجاب د ګوډاګیانو خوب دې بیا وتښتاوه، اوس به مجاخید قلموال د هیرا منډي څخه په راوتونکو تروو اوبو کې خپل ککړ قلم راخیستی وي او کنځلې به لیکي. قانع زنده باد

  4. قانع صاحب سلام ! ډيره په زړه پوري او د نصيحته ډکه ليکنه ده، خير يوسې چي زموږ د خلګو د روښانه کولو لپاره تل زحمتونه باسې، هيله ده چي دا ليکنه ډير افغانان ولولي.
    دغه لاندي جملې مي ډيري خوښي سوې:
    ملا د پښتانه لپاره د منلو وړ دی، خو د سیاسي زعامت لپاره هېڅ نه منل کېږي.
    پدې وطن کې د پښتون ټبر، پښتنې حجرې، پښتنې مامتې بې صاحبه دي. د پښتون نرخ او څلی، د پښتون جرګه او مرکه، د پښتون ناسته او ولاړه بې واکه شوې ده، کاواکه شوې ده او مړ ژواندې شوې ده، کنه اوس به د پنجاب بې دینه دسیسه دلته د اسلام او امر بالمعروف په نوم د اصیل اسلام پر ضد د جګړې او فتنې په مورچل کې نه درېدله.
    کله هم د جومات ملا د سیاسي زعامت او قیادت پر سټیج باندې ندی کېناستلی .
    ملا د پښتانه په مرکه او جرګه کې ګډون کوي، خو صرف د دوعا کولو لپاره نه د سیاسي واک د تشریح او توجیې لپاره.

    صابرارمان

  5. قانع صیب بعضی خبری د حقیقت ته ورته دی خو ولی بعضی خبری یی اسلام د سیاسیت څخه جلا کوی چی دا خپله د قانع صیب تیروتنه او یا اسلام په مورد مطالعه کمه ده دوی هر سپین چپن والا وګوری هغه ته ډاکتر صاحب ووایی او یا د هر چا په جیب کی قلم وګوری معلم صاحب ورته ووایی او اند دا چی هر سپینی لونګی والا ته ملا صاحب ووایی واقعی ملا هیڅ کله د سیاسیت څخه نشی جلا کیده ځکه اسلام او اسلامی سیاست د یو کاغذ دوه مخه دی

  6. قانع صیب زه ښه پیژنم د جمعیت په کاسه لوی شوی او هغه وخت یی د طالب څخه لویه ږیره وه ولی هغه ږیره اوس ډالرو خوړلی ده

  7. څو پورې چې موږ په دې باور یو چې اسلام او سیاست سره یو دی، له دې دربدره حالت څخه به حلاص نه شو، لوېدیز هیوادونه چې کله د کلیسا له واکه ووتل، هم یې پرمختګ وکړ او هم یې له نورې نړۍ سره انساني ورورګلوي پیل کړه. مذهب داسې څه ده چې خلک له نورې نړۍ او نورو انسانانو جدا کوي، او په ټولنه یا نړۍ کې بېل انسان له ستونزو سره مخ وي.
    خدای وکا نور زموږ په خلکو کې دا نظر له منځه لاړ شي چې اسلام او سیاست سره بېل نه دي

  8. ښاغلي ورور پښتون ارمان ته
    وروره لومړی خو زه درته سلامونه وایم او بیا درته یادونه کوم چې اسلام او سیاست سره جلا نه دی ځکه چې سیاست د اسلام زیږنده دی نو که مونږ څومره هم مخالفت وکړو د اسلام ټول احکام د حکومت ، خلیفه ، دولت ، نړیوالو اړیکو او په پایله کې د سیاست د ډګر په هره برخه حاکم او ځانګړی اصول ېې وړاندی کړی نو که ووایو چې اسلام او سیاست جلا دی نو د اصل او اساس څخه به مو انکار کړی وی او بله دا چې د کوم شی لپاره اصل او اساس نه وی نو هغه هیڅ نه دی او پاتی شوه په لويديځ کې د سیاست ، کلیسا او پرمختګ خبره هلته کلیسا حقیقت نه دی او د اسلام په شان رښتینی او دالله له لوری هغه رالیږل شوی کتابونه نه دی کوم چې حقیقت او رښتیا دي او نه هم کلیسا د پرمختګ لامل شوی ده هغوی خو اوس هم په کلیسا کې د اسلام د مبارک دین د راتګ نه د مخکنی پير په بداخلاقیو او بیهوده ژوند تکیه کوی او د پرمختګ مخه خو اسلام نه ده نيولی تاسو محترم که نورو اسلامی هیوادونو ته لاړ شی ښه پرمختللی او په نړیوال اقتصاد او سیاست کې ښه مطرح دی لکه د خلیج هيوادونه خو دا چې زمونږ وطن وران دی نو ټول اسلامی هیوادونه او اسلام راته بې پرمختګه ښکاري او که مهربانی وکړی او لږ سم عالم ته کینی او د اسلام په اړه ترې وپوښتی ملا د اسلام تيکه دار نه دی هر مسلمان پرې باید خبر وی

  9. ښاغلی عربه (ابو خدیفه) ځه چی د طالب او طالب پلوو کسانو اعمالو ته په کتو سره نور هیڅ ځوک هم د دین او سیاست د یوځایتوب پلوی نه دی. که دین او سیاست دا وی چی هره ورځ انتحارایان راشی او بی ګناه خلک په وینو ولمبوی، د ماشوم نه سر پری کړی، د دولت مامورین چی د زراعت د پرمختیا په برخه کی کار کوی ووژنی او داسی نور…نو ځه په جهر وایم چی دا سیاست ځپلی دین او دا دین ځپلی سیاست د زما په کار نه دی او ما تری سوا کړی.

  10. ښاغلی مولوی منهاج، قلم مو د ستایلو دی. ما د ستاسو نظرات د تروریستانو پر پاڼه (نن. آسیا) ولوستل، خوند یی راکړ. نا مردان د زما نظرونه سانسوروی او پر ځای یی ##### ږدی.

  11. سلامونه اونېکې هیلې ښاغلی قانع صیب په رښتیا هم چې ډېره په زړه پورې لیکنه ده ، الله پاک د وکړي چې دا د اوښ په شا ویده قوم نور راویښ شي خپل ځان وپېژني او ځان د سیالانو سره سیال کړي.
    خو یوه خبره باید پښتون په یاد ولري پښتون تر هغې پرمختګ نه شي کولای ترڅو چې دا د ملا په نوم د پښتون ضد عنصر زموږ او ستاسې په ټولنه کې موجود وي .
    مننه

  12. ستاسی نظر په سترګو عزیزی صاحب که لږ دین او سیاست سره مطالعه کړی او دمسلمانو تیرو حکومتونو نظر وکړی انشا الله په نظر کی به بدولون راشی هر څوک پدی پوهیږی چی انتحار په اسلام کی روا کار ندی خو دا پدی مانا نده چی مونږ اسلام د سیاست څخه جلا کړو باید هغه خلک د سیاست څخه جلا کړو چی د اسلام په پوره مانا سره یی ندی پیژندلی او داسی به نکوو چی د یوی ورګی لپاره ټول پوسپتین اور واچوو

  13. قانع صاحب په قلم دی برکت شه لکه ستاسو هره ليکنه دا هم ديره خونداوره اود ويټامينو ډکه وه

    شيخ ابو حنيفه ورور ته زما ليد لوری

    دين او مذهب،دا عقيدت او ايمان دى مينه او ويره ده، رحم او ترحم دى، صداقت او سخاوت دى،ايسار ، جاريدل او انصاف دى.لڼډا دا چى پاك صاف بى دشرط او قيده د زړه كار دى،چل،فريب،مكر، حيله،دوكه،هوشيارى،حًيره كى،تقلب ،دا د زړه او مينى كار كى مجاز ندى.
    مذهب نه تجارت كيداى شى او نه هم سياست، تجارت او سياست دوكاندارى ده ،راكړه وركړه ده، گټه او تاوان دى، كه حًه هم سياست د تاجر حرفه نده، خو نن ورحً تاجر د زياتى گټى لپاره سياست ته وردانگلى، او ټولى نړى نه يى يو لوى سهامى شركت جوړ كرى، انسانان هم ټول اسباب او اموال دى، دا خرحً كړه ،دا واخله هغه راكړه، مغازى ته كړه، مسلخ ته كړه،چوک په چوك كى راحًواړند كړه، حًوك په قصاب خرحًيژى، حًوك په حًرمن كش،د چا غوشه د آدم خوارو خوراك شى، د چا د نازولى لور،د ظريف او لطيف پوست نه قره قله سر ته جوړه شى،
    كه مذهب د سياست سره روگډ كړو خو هم ليټۍ ترى جوړيږى، ايمان او عقيده په دنيا اوينحًل شى،هم دين لاړشى،هم دنيا ټينگه نشى،اخرات هم جهنم شى.
    د نن سبا سياست كى ساده گى،خوشباورى، مينه،برابرى،صداقت،سخاوت، رحم، د غليم چل ول او فريب او دوكو او دسيسو په مقابل كى نچليږى، د دي تيرو تورو گوزارونه ته، صرف د علم او حكمت ډال سپهر كيداى شى،د استخباراتو مرگونى وارونه نه د شيخ او ملا ، په دم او دعا دفع كيداى شى او نه هم د حضرت او اخند، پير او مارگير په مناجات او كراماتو ،.
    دا چى ملا ممبر نه كوز شى، په تخت ورسور شى،دا چى رياست جمهورى دفتر كى د پير لنگر شى،دا چى انجنير،دكتور،پوهان،پروفيسور لقب باندى الحاج او مولوى،مفتی لقب بهتر شى او د ماليى،او پلان،كلتور اومعدن، تجارت …. پر وزارت حاجى او ملا اخند او پير مقرر شى، دا سياست نه بلكى بيخونده گنده سلاته شى،
    گمره د لارى پيشوا كول، رهزن رهبر كول،په ټپوس باندى د كوترو ښكار دى.كجير موږ ته ښكار نشى كولى،نه د باز سترگى لرى،نه عقاب بلند پروازى،او نه هم د شاهين وزر، لاش خور،په تيارو او مردارو كى ټونگى وهى.
    زموژ ټولنه كى ډير كسان چى نفل منحًونه لږ ډير كړى،گيرى او تسبيح، دعا گانى هم اوږدى كړى ،نو غټ شيخان شى، داعالمان ټينگار كوى چى سياست بايد په مذهب وچلول شى، بى مذهبه سياست چلول يا سيكولر حكومت دا د كفارو كار دى، داسى دولت کافر وى.
    دا مفكوره او فكر د انگريز عملي،تكتيكي، اواستخبارتي ډول دى چى ټوله دنيا كى په سلگونو كلونو ډنگول شوى، ډولچى په دى ډول بيخرته ډيرى پيسى ټولى كړى،او ډير يى لا هم حًان كى مجذوب ساتلى ډير روشن دل كور مغزان، د حًان او جهانه ناخبره،ناآگاه لكه،لاټوگان دى ډول ته گډيدلى،او لاهم ډير ورته په نحًا دى.
    دا كافر ډول د اسلامى تهذيب او مدنيت د ورسته والى اساسى سبب شوى.
    د اسيا زړه كى دى وظيفى ته تور جوگى استخدام شوى، دلته دا استخباراتى سُرنى د ابليس شاگرد غږوى ، چى د بده مرغه زموږ ډير لوستى او نالوستى، افغانان بي له دى، چى پوه وى، يا ناغلطى كى ،فكر او تامل پكى نه كوى ،يو دم جذبات او احساست پرى غالب شى، او ميدان ته ورودانگى،په چك چكو او بايكوبايانو ورته سر شى،او د جيب اخرى پيسى هم په وراوشيندى.
    سياست او مذهب بايد يوحًاى سره و نه اغږل شى، دين د لاسه حًى، دنيا هم لاس ته نه راحًى.سياست بايد د مذهب په رڼا كى وچلول شى.
    كار بايد كارپو ته وركړل شى، آب رسانى وزارت،الحاج حاجى سقاو نه شى چلولى. او په ممبر انجنير او داكتر تقرير نشى كولى،

  14. ګرانه دوست وروره
    زه تاسره په ټولو خبرو کی موافق یم زما هدف اوس نقص په مسلمان کی دی نه په مسلمانی کی هغه نقص د طالب د طرفه اسلام ته رسیږی او د کرزی د پراخ تر سټه حکومت لخوا ځکه قران ټولو مسلمانانو ته خطاب کړی چی الله تعالی فرمایی یا یها الذین امنو فی السلم کافه یعنی د ایمان خاوندان دی اسلام کی پوره پوره داخل شی که ملا صاحب وی که جمهور ریس وی او وزیر یا انجنیر او که ډاکټر او نر وی او که ښځه زه مونږ افعانستان کی ارزو صرف اسلامی حکومت دی که طالب لخوا وی او فعلی حکومت لخوا د فعلی حکومت لخوا د السلامی حکومت امید شته دی ځکه دا حکومت تر اوسه پوری پوهنتون کلمه په ۵ فیصده خلکو منلی شی نو دا حکومت السلامی قوانین ځرنګه عملی کړی

  15. اسلام او سیاست
    اسلام یو الهی دین دی چی د الله ج له خوا زمونږ د ګران لارښود حضرت محمد مصطفی ص پواسطه د انسانانو لارښوونی ته نازل شویدی. کوم شی چی واقعیت ولری نو سترګی تری پټول غلط کار دی. په اسلام کی عقیده او ایمان اساس دی او دلته دروغ بالکل نشته که څوک په خوله ځان ته مسلمان وایی اما په زړه کی هغه نه قبلوی ، هغه مسلمان نه ، بلکه هغه منافق دی او منافقین به د دوزخ په ټیټه کنده کی پراته وی.
    پاته شو سیاست دلته هرڅه شته . دروغ ویل له یوه سیاسی مسلکه بل ته اوښتل یا بالکل له سیاست نه لاس اخیستل او تقاعد کول ، قدرت ته د رسیدولو لپاره د 70000 انسانانو وینی بهول ، که زور پری راشی تر کولاب او خواجه بهاالدین پوری تښتیدل او د مرستیال له خوا د خپل مشهور قوماندان وژل یا د شاګرد له خوا د خپل نابغه استاد وژل یا د اییتلاف ړنګیدل په دوه دری میاشتو کی او په سلګونو نور مثالونه شته چی زمونږ د ځوان نسل ورته توجه را وګرځول شی.
    ښه به دا وای چی اسلام ناب او صاف وساتل شی اوخپلی عقیدی نوری هم کلکی کړو او د نورو د وژلو یا ځورولو پر ځای خپل اطاعت او عبادت وکړو او سیاست به هغه چا ته چی وړتیایی ولری په لاس کی ورکړو. هر انسان سیاست کولای شی اما هر مسلمان ته ضرور نه ده چی پاچا یا ولسمشر شی.

  16. سلام میوند همت ورور ته
    زه د خدای څخه دا ارزو لرم چی ستاسی غوندی عقیده او ما ته او ددی ځوریدلی ملت ټولو ځواناتو ته ورکړی چی دنیا خو هسی هم فانی باید مونږ او تاسی په اسلامی عقیده او شریعت محمدی سمبال اوسو د مسلمان ناکامی هغه وخت پیلږی چی دوی الهی فوانینو ته شا کړی او په نفسی قوانینو او غوښتنو کی ګرفتار شی

  17. ښې چارې.
    قانع صیب ستاسو ټولې خبرې سل په سلو کې سمې دی،د مرګ په پوله ولاړ د وینو په حمام کې لمبیدلی قوم او ژوبل ژوبل وطن رښتونې کیسې دی،د قانع صیب تیز نظر او لید د پردې تر شا پټې څهرې وینی خو قانع تش په لیدو نه قانع کښږی بلکې د لوی هنرمند په حیث یی په هنری بڼه په روانه او ښکلې ژبه خپل اولس ته ورپیژنی د سیاسی مولا او ږیرې تر شا د پنجابی استعمار پټې ګټې په ګوته کوی. تور دستار او توره زیره چې په پښتانی ټولنه کې تل د درنانوی او احترام ځای لرل څنګه د پنجاب د ګټو په سنګر بدل شو،اوسنی ږیره ورو او تور پټکو د لوی وطن او ملت او نیکونو ویاړلې دستار نه یوازې څیری څیری کړ بلکې د خپل بادار نوی مغل خیلو(پنجاب) په دربار کې یی ورغړوو او په بدل کې د لوی مجاهد په نوم ونازول شو.

  18. Qani saeb you are right, if there were Pashtuns in government then there would be no Taliban in Helmand, but if Karzai is securing Helmand by Hazara, Tajik or American then our people should have no other heroes other than the Taliban.

  19. قانع صاحب په قلم دی برکت شه،زه خپله هم دلوګردشامزاردسیمی یم په رښتیا هم چه دقانع صاحب لیکنه په ځای ده همدی سیمی ته اوس پنجابیان اوهغه لنډه غر طالبان راغلی چه یا خودایران څخه ردمرز شوی دی اویا هم بل کار نلری.په والله چه زیاتره ددغه سیمی طالبان پدی نه پوهیږی چه حضرت محمدصلی الله علیه وسلم په څوغزاووکی کډون کړۍ دی اوهمداشان دجهاد دکړلوداصولوڅخه خوبیخی ناخبره دی خومتاسفانه هغه دملک قادرکاکا خبره چه دمنطقی هغه خلک جه روس ته یی په میړانه شکست ورکړ ددغه لنده غرانواوتوروپنجابیانوپه مقابل کی دښڅوپشان شوی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب