Homeخبرونهپه افغانستان کې څه باندې ۱۸ میلیونه الیکترونکي تذکرې وېشل شوي، خو...

په افغانستان کې څه باندې ۱۸ میلیونه الیکترونکي تذکرې وېشل شوي، خو راستانه شوي کډوال ستونزې لري

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۱ مه) په داسي حال کې چې په افغانستان کې د الیکترونکي تذکرو د وېش بهیر دوام لري، هغه افغانان، چې له ګاونډیو هیوادونو بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي او یا ستنېږي، د ملي تذکرې په شان د اسنادو په برابرولو کې لا زیاتې ستونزې لري.

فرانس ۲۴ راپور ورکوي چې «د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ۶.۱ میلیونه راستنو شویو افغانانو له ډلې، له ۸۶ سلنې څخه ډېر د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له خوا بې‌اسناده ثبت شوي دي.»

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) په وینا، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ګاونډیو هېوادونو څخه له ۲ میلیونو څخه ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

د راستنېدونکو افغانانو دې سترې څپې په داسې هېواد کې ستونزې لا پسې پېچلې کړې دي چې لا له وړاندې شاوخوا ۳.۲ میلیونه داخلي بې‌ځایه شوي کسان (IDPs) لري او د نړیوالو مرستو د کمېدو له اغېزو سره هم مخامخ دی.

ملي پېژندکارت، چې په افغانستان کې د تذکرې په نوم پېژندل کېږي، د روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو او د کار موندنې په څېر اساسي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره اړینه ده. تذکره د ځمکې یا کور د ملکیت د ثابتولو، د میراث د ترلاسه کولو، د دولتي مرستو د اخیستلو او له امنیتي پوستو څخه د تېرېدو لپاره هم مهم سند دی.

هغه کسان چې تذکره نه لري، له اساسي خدمتونو، د کار له فرصتونو او د ملکیت له حقونو څخه د محرومېدو له خطر سره مخ کېدای شي.

لګښت او د لاسرسي ستونزې راستنېدونکي له تذکرو بې‌برخې کوي

د افغانستان د احصایې او معلوماتو لوی ریاست د شمېرو له مخې، د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې د برېښنايي تذکرو د وېش له پیل راهیسې نژدې ۱۸.۳ میلیونه وګړو الیکترونیکي تذکرې ترلاسه کړې دي.

یوازې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۸۲۷،۰۶۰ برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي، چې له دې ډلې ۶۰۰،۵۴۶ نارینه‌وو او ۲۲۶،۵۱۴ ښځو ترلاسه کړې دي.

اوس مهال په ټول افغانستان کې د برېښنايي تذکرو خدمتونه د وېش د ۸۷ مرکزونو له لارې وړاندې کېږي. سربېره پر دې، په متحده عربي اماراتو کې د ابوظبي په یوه اسان خدمت مرکز کې هم د برېښنايي تذکرې خدمتونه وړاندې کېږي.

د الیکترونیکي تذکرو د خدمتونو له محدودیت سره سره، د خلکو ټیټ پوهاوی او لګښت لا هم د ډېرو افغانانو پر وړاندې خنډونه دي. د یوې برېښنايي تذکرې بیه ۵۰۰ افغانۍ ده چې شاوخوا ۷.۸۰ امریکايي ډالره کېږي.

د ناروې د کډوالو شورا په راپور کې ویل شوي چې د برېښنايي تذکرې ترلاسه کول ډېری وخت دې ته اړتیا لري چې د تذکرې تقاضا کوونکی«د زېږېدو ځای یا د کورنۍ اصلي سیمې ته بېرته ستون شي؛ هغه څه چې ډېر بې‌ځایه شوي کسان یې نه شي کولی په مالي لحاظ ترسره کړي او یا ورته په خوندي ډول د تګ امکان نه شته.»

د لاسرسي دغه خنډونه د اسنادو د نشتوالي تشه ورځ تر بلې پراخوي او هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو د بیا ادغام هڅې له ستونزو سره مخامخ کوي.

فرانس ۲۴ د کډوالۍ نړیوال سازمان د سیمه‌ییز همغږي کوونکي، زیاد صالح، له قوله وايي چې افغانستان ته له معتبر هویتي سند پرته رسېدل یو کس ته «اداري او د ټولنیز محرومیت» له خطر پېښېدای شي.

د حیرانتیا خبره نه ده چې ښځې او نجونې له اضافي خنډونو سره مخ دي؛ لکه د نارینه سرپرست د اجازې اړتیا او د تګ راتګ محدودیتونه، چې د هغوی ستونزې او له ټولنیزو او اساسي خدمتونو څخه د محرومېدو خطر لا زیاتوي.

د ناروې د کډوالو شورا یوه نارینه کارکوونکي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، وضعیت لا خواشینوونکی بللی او ویلي یې دي:

«دا یوازې د خدمتونو د تشې ستونزه نه ده؛ بلکې د لاسرسي او برابرۍ یوه جدي موضوع ده چې باید په فوري ډول ورته پام وشي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...