تاند/ چهارشنبه د تلې ـ میزان ۸مه/ د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي اجراييوي رییس ملا عبدالحق همکار په مشرۍ یوه پلاوي په دوشنبه کې د تاجکستان د برېښنا شرکت له رییس محمد عمر اسوزاده سره لیدلي دي.
دواړه لورو د برېښنا او انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت ويلي، په دې لیدنه کې د تاجکستان له لوري افغانستان ته د واردېدونکې برېښنا د کچې پر زیاتولو، د لېږد شبکو پراختیا، د برېښنا د کیفیت او ولتاژ ښه کولو، تعرفو، د پانګونې فرصتونو او تخنیکي زدهکړو په اړه خبرې وشوې.
یاد شرکت زیاته کړې چې، د تاجکستان برېښنا شرکت د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي د جوړولو د پلان په اړه هم معلومات ورکړل.
دوی ویلي چې د افغانستان د برېښنا وارداتو د زیاتولو غوښتنه به وڅېړي.
دغه راز دواړو لورو هوکړه کړې چې تخنیکي او سوداګریزې ډلې به د عملي پایلو د ترلاسه کولو لپاره خپلو خبرو ته دوام ورکړي.