تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۸ مه) د امریکا د کانګرس یوې ډلې د ټرمپ له ادارې غوښتي چې له هغو افغان متحدانو او د امریکايي سرتېرو او پخوانیو سرتېرو د کورنیو له غړو سره د مرستې لپاره سمدستي اقدام وکړي چې لا هم له امریکا بهر بند پاتې دي.
د کلیفورنیا د دیموکرات استازي سکاټ پیټرز په مشرۍ د استازو جرګې او سنا ۲۰ غړو د سپټمبر په ۲۹مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارک وین مولین ته یو لیک استولی دی.
په لیک کې له ادارې غوښتل شوي چې د امریکايي سرتېرو د کورنیو د یوځای کېدو او هغو افغانانو د دوسیو ته لومړیتوب ورکړي چې نژدې خپلوان یې په قانوني توګه په امریکا کې اوسېږي.
قانون جوړوونکو ویلي، د امریکايي سرتېرو او پخوانیو سرتېرو د کورنیو نژدې ۳۰۰۰ غړي، چې مېړونه، مېرمنې، ماشومان او میندې او پلرونه پکې شامل دي، لا هم له امریکا بهر دي.
دوی همداراز هغو افغانانو او د هغوی خپلوانو ته اشاره کړې چې د امریکايي چارواکو له لوري امنیتي ارزول شوي او قطر ته انتقال شوي دي، څو امریکا ته د انتقال یا داخلېدو په اړه د پرېکړې په تمه پاتې شي.
په لیک کې په قطر کې د افغانانو دوسیو ته د لومړیتوب ځانګړې غوښتنه شوې ده. په دې کسانو کې هغه افغانان هم شامل دي چې اوس مهال د قطر په السیلیه کمپ کې اوسېږي.
قانون جوړوونکو له ادارې غوښتي چې د داسې یوه پراخ قانوني میکانیزم د رامنځته کولو امکان هم وارزوي چې د هرې دوسیې لپاره د جلا او انفرادي استثناوو اړتیا کمه کړي.
دوی په لیک کې ویلي: «هیڅ امریکايي سرتېری باید اړ نه شي چې د خپل هېواد د خدمت او خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو ترمنځ انتخاب وکړي.» دوی ټینګار کړی چې امریکا د امریکايي پوځي کورنیو او هغو افغانانو پر وړاندې مسوولیت لري چې د امریکا له ماموریت سره یې مرسته کړې ده.
په قطر کې د افغانانو کمپ نهه میاشتې نور پاتې کېږي
د کانګرس دا غوښتنه داسې مهال مطرح شوې چې د قطر په السیلیه کمپ کې د پاتې افغان متحدینو د راتلونکي په اړه د ټرمپ پر ادارې فشارونه زیات شوي دي.
اسوشیټډ پرېس مخکې راپور ورکړی چې د ټرمپ ادارې موافقه کړې چې د السیلیه کمپ فعالیت نهه میاشتې نور وغځوي. ټاکل شوې وه چې دغه کمپ د امریکا د روان مالي کال په پای کې وتړل شي.
په کمپ کې له زر ډېر افغانان اوسېږي. په دوی کې هغه افغانان شامل دي چې د امریکا د جګړې پر مهال یې د امریکايي ځواکونو ملاتړ کړی، لکه ژباړونکي او د نورو برخو کارکوونکي، او همداراز د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي.
د کمپ د فعالیت د مودې غځول د دغو افغانانو د راتلونکي د ټاکلو لپاره اضافي وخت برابروي، خو په خپله دا پرېکړه امریکا ته د دایمي انتقال یا مېشتېدو کومه نوې قانوني لاره نه رامنځته کوي.
د کانګرس نورې هڅې
د سپټمبر ۲۹مه لیک د هغو هڅو یوه برخه ده چې سږ کال د امریکا په کانګرس کې د افغان متحدینو، د ځانګړو کډوالۍ ویزو (SIV) غوښتونکو او له خپلو کورنیو څخه د جلا پاتې افغانانو په اړه شوې دي.
د روان کال په اپرېل کې سناتور ریچارډ بلومنتال او ۲۸ نورو سناتورانو هم د ټرمپ له ادارې وغوښتل چې له قطر څخه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د څه باندې ۱۰۰۰ افغان متحدانو د انتقال پلان ودروي.
د کانګرس غړي وايي، د دوی وروستۍ غوښتنه په ځانګړې توګه د هغو امریکايي پوځي کورنیو د یوځای کېدو او د هغو افغانانو د کورنۍ د بیا یوځای کېدو پر دوسیو تمرکز کوي چې له امریکايي چارواکو سره یې د امنیتي ارزونې بهیر بشپړ کړی دی.