تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۸ مه) دفاع وزارت وايي، د نورستان په کامدېش کې یې د هغو وسله والو پر ضد عملیات نن پای ته ورسېدل چې دغه وزارت د شر و فساد او داعش غړي بللي دي.
دغه وزارت په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې «په دغو عملیاتو کې ټولټال ٤١ تنه د شر و فساد او داعش فتنهګر ووژل شول او ٦٢ نور یې ژوندي ونیول شول. د ا.ا.ا د دفاع وزارت امنیتي او دفاعي ځواکونه هیچاته اجازه نه ورکوي چې په هېواد کې ناامني رامنځته کړي، که بیا هم څوک هڅه وکړي نو له دې سخت برخود سره به مخ شي.»
د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوې وسله والې مخالفې ډلې د نورستان په کامدېش کې د طالبانو پر ضد د بریدونو اعلان کړی و. دې جبهې د دفاع وزارت د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو پرون یې یوه ویډیو خپره کړه او ادعا یې وکړه چې د ۱۰ تنو طالبانو جسدونه ښيي. خو خپلواکو سرچینو د ویدیو کره والی تایید یا رد کړی نه دی.
له بلې خوا پرون د باندنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سرپرست سفیر احضار کړ او د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه نورستان ته د وسلهوالو او «دښمنو عناصرو» د اوښتو په اړه یې ورته رسمي اعتراض وسپاره.
دغه وزارت همداراز ادعا کړې چې پاکستاني پوځیان، له پاکستان سره تړلي «ملېشه» ځواکونه او د داعش عناصر له دغو ډلو سره په همغږۍ کې وو؛ خو د افغان ځواکونو له عملیاتو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
له بلې خوا دفاع وزارت ویلي چې په دغو کسانو کې ځینې هغه پخواني پوځي کسان هم شامل وو چې د افغانستان د پخواني حکومت په وخت کې یې د پوځ په لیکو کې دندې ترسره کړې وې. د وزارت په ادعا، پاکستاني استخباراتي ادارو ځینې کسان د پناه او په بهر کې د کار د برابرولو په ژمنه پاکستان ته انتقال کړي، وروسته یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پوځي کمپونو ته د روزنې لپاره لېږدولي او بیا یې افغانستان ته استولي دي.