تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۸ مه) د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر، نورالله نوري په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې مخالفو جبهو ته په خطاب کې وپوښتل چې افغانستان له چا او څنګه له افغانانو ازادوئ؟
هغه دغو جبهو ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته راستانه شي او ویې ویل چې دوی د تفاهم ژبه هم لري.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري د طالبانو له مخالفانو وغوښتل چې وسلهواله مبارزه پرېږدي او افغانستان ته بېرته ستانه شي.
نوري مخالفانو ته په خطاب کې وویل: «افغانستان د ټولو افغانانو کور دی. موږ د تفاهم پلوي یو او له تاسو سره خبرو ته چمتو یو.»
هغه مخالفانو ته بلنه ورکړه چې خپل هېواد ته ستانه شي او په ارامه ژوند وکړي. نوموړي خبرداری ورکړی چې که څوک د «ټوپک له لارې» افغانستان ته راشي، ماتې به وخوري.
نوري زیاته کړې چې هغه کسان چې د افغانستان د ناامنه کولو هڅې کوي، له «ناوړه پایلو» سره به مخ شي.
د طالبانو دغه چارواکي د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د طالبانو مخالفان د امریکايي او ناټو ځواکونو د حضور پر مهال د ده په وینا، د «اشغالګرو» ترڅنګ ولاړ وو، خو اوس د ازادۍ لپاره د مبارزې خبرې کوي.
نوري ادعا کړې چې اوس په افغانستان کې «د علماوو، شهیدانو، خلکو او قربانیانو حکومت» واکمن دی او ویلي یې دي: «دا نظام اسلامي، شرعي او افغاني دی.»
وزیر همداراز له مخالفو لوریو وپوښتل چې که د نوي نظام غوښتونکي وي، نو د کوم ډول نظام او فکر پلي کول په افغانستان کې غواړي؟
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو ورځو کې په نورستان کې د ا.ا.ا ځواکونو او مخالفو جبهو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
دفاع وزارت نن اعلان وکړ چې د نورستان په کامدېش کې یې د خپلو وسله والو مخالفانو د ۴۱ کسان یې وژلي او ۶۲ نور یې ژوندي نیولي دي.
تر نورستان وړاندې د طالبانو وسله والو مخالفانو د بدخشان د زیبامک ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې هم افغانستان ته د نفوذ کولو هڅه وکړه خو بریالي نه شول.