تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۸ مه) د تخار د والي دفتر وايي، د دغه ولایت د چاهآب ولسوالۍ د یوه کان د سمڅې د نړېدو له امله شاوخوا ۱۰ کسان تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نړېدلو خاورو ژوروالی شاوخوا ۵۵ متره دی او د ژغورنې ډلې تر اوسه له ۴۰ مترو ډېره برخه کيندلې او پاکه کړې ده.
د طالبانو په وینا، د بند پاتې کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اوبه، خواړه او اکسیجن تونل یا سمڅې ته دننه لېږل کېږي.
په تخار کې، په ځانګړې توګه د چاهآب ولسوالۍ د سرو زرو په کانونو کې، د نړېدو پېښې نوې نه دي او په وروستیو کلونو کې څو ځله تکرار شوې دي.
شاوخوا یو نیم کال مخکې د سمتي کلي د سرو زرو په یوه کان کې هم سمڅه نړېدلې وه چې نژدې څلور کارګران پکې وژل شوي وو. د ۱۴۰۴ لمریز کال په کب میاشت کې هم په همدې سیمه کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله دوه کارګران مړه شوي وو.
په تخار کې د کانونو د نړېدو د پېښو له مهمو لاملونو څخه غیرمعیاري کانکیندنه او د خوندیتوب د اصولو د څارنې نشتوالی بلل کېږي.