تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۸ مه) ویل کېږي چې اړتیا د نوښت مور ده، او زموږ شاوخوا ډېر شیان هم د همدې اړتیا له مخې رامنځته شوي دي. په دې وروستیو کې داسې وسایل هم جوړېږي چې لږ ځای ونیسي او له شته فضا څخه ښه ګټه واخیستل شي.
همدې اړتیا ته په پام، د جرمني د ټکنالوژۍ یوه نوي شرکت داسې کارګو ټریلر جوړ کړی چې د اکورډیون (د موسیقي اله) په څېر په څو شېبو کې راټولېږي او د ساتلو لپاره ډېر لږ ځای نیسي.
کارګو ټریلرونه د فرنیچر، سامانونو او نورو درنو توکو د لېږد لپاره کارېږي، خو کله چې نه کارول کېږي، د ساتلو لپاره یې ډېر ځای ته اړتیا وي. د جرمني فیلټوس شرکت د دې ستونزې لپاره د داسې ټریلر طرحه وړاندې کړې چې له کارولو وروسته د اکورډیون په څېر تاوېږي او راټولېږي.
شرکت له ۲۰۱۵ کال راهیسې پر دې ټریلر کار کوي. په جوړښت کې یې له جستی فولادو جوړ تاوېېدونکی چوکاټ او د کارګو د ځای لپاره د راټولېدو وړ فرش شامل دي. دغه فرش له ۱۸ مليمتره ضخامت لرونکو تختو جوړ شوی چې د المونیمي ټوټو او ملاتړکوونکو پټو په وسیله یو له بل سره نښلول شوي دي.
کله چې ټریلر پوره راټول شي، اوږدوالی یې یوازې ۸۵ سانتيمتره، سور یې ۱۸۵ سانتيمتره او لوړوالی یې ۱۱۰ سانتيمتره وي. د شرکت په وینا، دغه ټریلر په شاوخوا ۶۰ ثانیو کې په بشپړه توګه پرانیستل کېدای شي او د کارونې لپاره چمتو کېږي.
کله چې پرانیستل شي، د ټریلر اوږدوالی ۳۷۱ سانتيمتره، سور ۱۷۳ سانتيمتره او لوړوالی ۸۵ سانتيمتره کېږي، چې په دې توګه د سامانونو د لېږد لپاره کافي ځای برابروي.
فیلټوس کولای شي تر ۵۵۰ کیلوګرامه پورې وزن ولېږدوي. پېرېدونکي کولی شي د دې ټریلر سپک ماډل هم انتخاب کړي.
د دې تاوېېدونکي ټریلر لومړنۍ بیه ۲۷۹۹ یورو ده، چې له نژدې ۳۲۰۰ امریکايي ډالرو سره برابرېږي. اضافي امکانات یې د غاړې د دېوالونو غځوونکي، د کارګو جال، ترپال او د ملاتړ پښې دي.
فیلټوس دا مهال خپل دغه تاوېېدونکی ټریلر یوازې په اروپا کې وړاندې کوي.