تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۰ مه) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی به د اکتوبر په پنځمه د مسکو د راتلونکې غونډې په اجنډا کې شامل وي. هغه ویلي، مسکو چمتو دی چې د دواړو لورو ترمنځ د اختلافاتو په حل کې مرسته وکړي.
د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د «ایزوېستیا» ورځپاڼې په حواله راپور ورکړی چې کابلوف ویلي، د افغانستان او پاکستان وضعیت به د مسکو په راتلونکې غونډه کې تر بحث لاندې موضوعاتو په ډله کې شامل وي.
کابلوف ویلي: «البته، دا موضوع به وڅېړل شي او موږ چمتو یو چې د مسکو له دې چوکاټه یوه مناسب جوړجاړي ته د دواړو لورو د هڅولو لپاره کار واخلو.»
د راپورونو له مخې، د افغانستان په استازیتوب به د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د پلاوي مشري کوي. تمه ده پاکستان هم په غونډه کې ګډون وکړي او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی، په کابل کې سفیر او د بهرني سیاست یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي یې مسکو ته لاړ شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا تر دې مخکې ویلي و چې د مسکو د فورم اتمه غونډه به د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې دایره شي.
تمه کېږي چې په دې غونډه کې د افغانستان، روسیې، پاکستان، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان استازي او جګپوړي چارواکي ګډون وکړي. بیلاروس او مصر هم د مېلمنو په توګه بلل شوي دي. اټکل کېږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف غونډې ته وینا وکړي.