تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۰ مه) اروپايي ټولنې د پاکستان له خوا پر کونړ او هلمند د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو مرګژوبله غندلې او له افغانستان او پاکستان څخه یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي او خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.
د طالبانو حکومت ویلي چې د پنجشنبې په سهار د پاکستان په هوايي بریدونو کې په کونړ او هلمند کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي، ۱۱ نور ټپیان شوي او درې کورونه ویجاړ شوي دي.
اروپايي ټولنې د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، ټول لوري باید نړیوال قوانین، په ځانګړې ډول نړیوال بشردوستانه قانون رعایت کړي، د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو ساتنه وکړي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ټول لازم اقدامات وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي «یوناما» ویلي، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي چې ډېری یې ماشومان وو.
ریچارډ بېنېټ په کونړ او هلمند کې د ملکي تلفاتو د عاملانو د حساب غوښتنه وکړه – تاند
یوناما په هلمند او کونړ کې د پاکستان په بریدونو کې د ۱۰ تنه ملکیانو وژل کېدا تایید کړه – تاند