پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeادبکره کتنهمعياري نقد / سائر ځلاند- کابل

معياري نقد / سائر ځلاند- کابل

کابو يوه مياشت وړاندې مې د ليکوالۍ د انداز او طرز په اړه ليکلي وو، چې هر ليکوال په خپله ليکنه کې کوښښ کوي، لوستونکي را جذب او په يو ډول نه يو ډول ورباندې خپله ليکنه ولولي. تکړه ليکوال په خپله ليکنه کې ځای پر ځای لوستونکي ته دا ور ښايي چې وخت يې نه ضايع کوي او څه چې لولي د ليکوالۍ د اصولو او مقرراتو سره سم يې ليکلي دي.

تکړه ليکوال که کره کتنه کوي او يا د يوه ليکوال په اثر بحث کوي. د هغه د ټول کتاب نچوړ را وباسي. په هغه په ټوليزه توګه خبرې کوي، لوستونکي ته ټول کتاب مخته ږدي او د کتاب روڼ انځور ورته کاږي. وروسته يې خوبۍ او خامۍ ورپه ګوته کوي. په هر ځای کې چې کتاب ليکوال تيروتی وي، تيزبين کره کتونکي د هغه تيندکونو ته نغوته کوي او لوستونکي ته قانع کوونکي دلايل وړاندې کوي او په کوم ځای کې چې هم ليکوال نوښت کړی وي او د ستاينې کار يې کړی وي، ريښتيني کره کتونکي يې په ورين تندي ستايي او کله په زړه کې هم حتا نه را ولي چې ګوندې په خوبيو يې سترګې پټي کړي.

که څوک کتاب ليکي هم ستونزې به په کې وي او که کره کتنه کوي هم شاید ستونزې ولري، خو د کتاب ليکوال ستونزې را پيدا کول او په خوبيو يې سترګې پټول د هغه ليکوال پرته د ادب او ژبې سره هم لويه جفا ده.
د کره کتنې د يوه مبتدي شاګرد په توګه مې له استادانو اورېدلي چې کره کتنه د يوه اثر خوبيو او بدګڼو په ګوته کول دي. د بدګڼو غندنه او د خوبيو ستاينه ده. که په خوبيو يې سترګې پټې کړو او بدګڼې يې يو په يو وشمېرو دا کره کتنه نه شي کېدلی او همدا ډول که يې بدګڼې هېرې او خوبۍ حسابوو هم کره کتنه نه ده او یواځې يوه توصيفي ليکنه يې بللی شو.

دا موضوع په همدې محور را څرخي، څنګه کره کتنه وکړو. څنګه د يوه ليکوال اثر و ارزوو، څنګه يې تېروتنې ور په ګوته کړو او څنګه کره کتنه د اصلاح لپاره وکړو نه د يوه ليکوال د شخصي ستاینې او يا هم غندنې لپاره.

ښه مې په ياد دي څو ملګري ناست و او د يوه کتاب په اړه مو خبرې کولې له ټولو زياته غندنه يې چې کوم ملګري کوله د ليکوال په مخ کې يې ډېره ستاينه وکړه. زه په دوو کې حيران پاتې شوم، چې که ما يې ورته دبدګڼو تر څنګ خوبۍ هم په ګوته کړې خو ملګری ناراضه غوندې ښکارې او له هغه چې ما سره په بحث کې يې د کتاب غندنه کوله خوښ دی.

ليکوالو او کره کتونکو ته په کار ده چې له کره کتنې وړاندې ټول کتاب مطالعه او د مطالعې په وخت کې د کتاب، یا هم د هغه مطلوب اثر ټولې خوبۍ او بدۍ راټولې او بې له دې چې د ليکوال سره يې شخصي خصومت يا دوستي وپالي ورباندې کره کتنه وکړي.

6 COMMENTS

  1. خو لنډ یې ووایه چې عماد الدین دوران ښه کار ندی کړی، چې ستا د مشر ورور طایر ځلاند په کتاب یې لیکنه کړې
    هههههه

  2. زیاتی ندی پکار، د دوران صېب خبرې تر ډېره سمې هم وې، باید د کتاب لیکوال هم لږ فکر کړی وی، او کتاب ته یې وخت ورکړی وی، په هر صورت تاسو یې ښه ځواب ورکړی

    مننه

  3. ګران سایر ځلاند صیب ښکلې او په زړه پورې ليکنه مو کړې. رښتيا هم د کره کتنې اصولو ته پاملرنه کول په کره کتنه ډېر اثر لري که زموږ ليکوال او کره کتونکي دې ټکو ته پام وکړي کره کتنه به مو معياري شي

  4. د طاهر ځلاند په هکله چې کومه لیکنه شوې ده دا به سمه په دې وی چې دغه ښاغلی ډېر لوړ کسان ټیټ بولي او ډېرو ټیټو کسانو ته نوم ور کوي، که چا یې کتاب لوستلی ي پوهیږي به. بله خبره دا ده چې ټېر کال یې په یوه تلوېزون کې دروېش درانی داسې شاعر وباله چې ته وا د ټيټ پوړ دی، همدا وجه وه چې څو ورځې وروسته چا پسې لیکنه هم وکړه ، سرلیک یې و، د ا بوټي به لونګ شي
    په دغه لیکنه کې طاهر ځلاند ته سپارښت شوي و، چې اول دې سمه مطالعه وکړي بیا دې پر ادیبانو کره کتنه کوي

  5. عجیبہ دہ افغان مجاھد پکی کنزلی کڑی ھغہ لیکنہ یی خپرہ کڑی دہ اوسوک چی حق لیکنہ کوی ھغہ تابیانشراجازہ نہ ورکوی.عجیبہ تاند عجیبہ خپلواکی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب